کور / تازه خبرونه / مټه/کوچنوټي کالام : دوه وګړي په ډزو مړه او بانډه کښي…

مټه/کوچنوټي کالام : دوه وګړي په ډزو مړه او بانډه کښي…

 لراوبر – لوپښتونخوت



دمټه سيمي په كوچنو ټى كالام كښى دوه وګړي په ډزو مړه اوپه بانډه  كښى  ښځو پريوه اوبل باندى د ډزو  په پايله كښى يوه ښځه مړه  او بله ټپى شويده دوړوكى كالام ديوه ښوونځى ښوونكى  محمد سرور  دخپل ملګرى سره يوځاى دسيند غاړى ته  تللى وْ  چې  هلته پرى ناڅرګندو وسله والو ډزى  وكړى او دواړه  خواږه  دوستان ئى له خپل خواږه ژوند څخه  پى برخى كړل  د دوى جسدونه دسيند په غاړه پراته و  پوليسو دپيښى  مقدمى ليكلى  او څيړنى  ئى پيل كړيدي.


بل لور ته::: د اوركزئى په سيمه كښې وسله والو قبا ئيلي  لښكرو اودكچۍ قبا ئيلو ترمينځ دپرله پسى نښتو لړۍ روانه ده، او دواړه خواوي  ديو بل پرخلاف په خلاص  مټ سپكى او درندى وسلى  كاروي درارسيدلو راپورونو ترمخه  تيره ورځ دكوهاټ دكچى په سيمه كى  دوو دښمنو ډلو  پريوه بل د ډزو په پايله كښى د17 وګړو له وژلو وروسته  په اوركزى  سيمه كى وسله وال لښكر پركچى  باندى  بريد وكړ او دواړو خواو  ديوبل پرمور چو دتوپونو او توغنديو ګولۍ  وشړلى  وروسته  بيا دسيمى  دچارواكو له خوا يوه بيړنۍ غونډه وشوه دكوهاټ  ډى ، سى او ، كامران زيب يوه شخصى تلويزيون ته ويلي  چې  په سيمه كى ساتونكي  دلى ځاى پرځاى شوى او هڅه  كيږي چې  جګړه  ختمه او دسيمي  امنيت ټينګ كړي.