کور / کیسه / د خداى په نامه

د خداى په نامه

پر ترازو يې پيسې وهلې.



_ دسلاف، دسلاف، دسلاف


بوډۍ ښځه دوكان ته راننوته. چادرۍ ته يې يو د ډوډۍ پينه نه وه وركړي. دوكاندار ته يې لاس اوږد كړ.


_ خيرااااات.


سړي په خپلې سپينې ږيرې لاس تېر كړ.


_ دعا وكړه.


صدقه رد بلا. خير راكه، د خداى په نامه.


_ توړۍ دعا وكه، دسلاف مې نه دى كړى.


_ د يوې ډوډۍ پيسې خو راكه، بچيان مې وږي دي، خدايکه يې له سهاره راهيسي سپيره ګوله تر ستوني تېره کړې وي. ….


غريو ونيوله. بوډا له ځان سره وبنګېد. د ترازو بېخ ته پرتې وسپنيزې پيسې يې په ګوته هاخوا دې خوا كړې. يوه افغانۍ يې پكې ومونده، ښځې ته يې كړه:


_ واخله، دعا وكه. چې بيا رانسې.


څو دقيقې وروسته بله ښځه دوكان ته راننوته. چادري غوندې يې شنې پنجابي جامې اغوستې وې. د خريدار ګمان يې پرې وكړ. د تلاوت غږ يې ورو كړ. ښځې لاس اوږد كړ.


_ خيرات.


سپين مړوند يې د بوډا پر وجود لړزه خوره كړه. وارخطا شو. د ترازو خوا ته يې لاس اوږد كړ، چې پيسې راواخلي. لاس يې له ترازو سره ولګېده.


كړنگگگگگگ.


ژر يې ښځې ته وكاته. لاس يې لا هماغسې اوږد نيولى و. يوه شېبه يې ورته وكتل. پنځه ګون يې بېرته په دخل کې واچاوه. پنځوسئ يې راواخيست. ښځې ته يې ونيو، هغې لاس ور وغځاوه، بوډا د هغې سپينې ګوتې ټينګې کړې او موسک شو..