خوست والي:رشوت اوکميشن کاري ولسي باورته زيان رسوي

د لراوبر اداره | دسمبر 18th, 2011


د خوست ولايت چارواکي وايي،چې درشوت اوکميشن کارۍ په وړاندې پيل شوې مبارزې ته به ترپايه دوام ورکړي ،ترڅوپه دې ولايت کې دټولو هغوغيرقانوني اعمالومخه ونيول شي ،چې دولس اودولت ترمنځ دواټن پيداکيدو سبب ګرځي .


دوی وايي په همدې منظور يې دخلکو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړې ،چې پرته له کوموستونزو په مستقيم اوغيرمسقيم ډول درشوت ،درغليو،کميشن کارۍ اونورو غيرې قانوني کړنوپه اړه دولايت مقام سره دقيق معلومات شريک کړي.


لراوبر ته په دې اړه رسېدلې خبرپاڼه کي د خوست چارواکو ويلي دي چي داډول اعمال دنظام او دادارو دبدنامۍ سبب ګرځي ،بايد په وړاندې يې جدي مبارزې ته دوام ورکړل شي ،سرچينه زياتوي ،چې دخوست ولايتي ادارې دغې هدف ته درسيدوپه خاطرخپله دروازه ٢٤ساعته دولسونو پرمخ خلاصه ساتلې همداشان يې دستونزو داوريدوپه منظور دشکايتونو صندوقونه اودرى ټيلفوني شميرې خلکوته اعلان کړې دي .


له بلي خوا د اداري فسادپه وړاندې پيل شوې مبارزې په لړکې د٤٠په شاوخواکې لوړپوړي چارواکي اومامورين دخوست ولايت مقام له لوري ددقيقومعلوماتو پربنسټ عدلي اوقضايي ارګانونوته ورپيژندل شوي اوځينې يې له دندې ګوښه شوې هم دي .


د چارو څارونکو په نظر پخوانی پېچلئ اداري سيسټم دې ته لاره هواره کړېده چي مامورين ، ميرزايان او چوکيداران هم له خلکو د کمېشن يا شېرينۍ په نامه رشوت واخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024