د نرخ ولسوالۍ ۱۵ ک.م. سړک ګټې اخیستنې ته چمتو شو
په میدان رودګو ولایت کې دکابل کندهار دعمومي لارې څخه دنرخ ولسوالۍ دخانجان خیلو بازار پورې (۱۵) کیلومتره سړک د ایساف ځواکونو د(۵۳۸۶۰۰۰) میلونه ډالرو په لګښت داساسي جوړونې وروسته دټولکټو وزیر عبدالقدوس حمیدي، دمیدان ورګو والي محمد حلیم فدایي،د ولسي جرګې غړې عبدالاحمد دوراني،ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان، ولایتي بیارغاونې مشر مظفر، ایساف ځواکونو، امني قوماندان مل پاسول عبدالقیوم باقي زوي، ملي امینت ریس سالارزي ، ادارې ریسانو او دسیمې خلکو لخوا په نرخ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
غونډې ته ښاغلي والي په خپلو خبرو کې دسړکونو دجوړولو او په اړه وویل( موږ دسړکونو په جوړولو کې دپیسو دکموالي او دظرفیتونو دټیټوالي ستونزه نلرو بلکې لوې ګواښ هغه دوسلوالو لخوا دټولنیزو پروژو دپلې کولو مخه نیول او دسړکونو جوړولو وروسته بیا دسیمې داوسیدونکو لخوا دنوموړو جوړو شوو سړکونو او پروژو ساتنې ته نه پاملرنه ده .