کور / تازه خبرونه / ولسمشر اصف علي زرداري پاکستان ته ستون شو

ولسمشر اصف علي زرداري پاکستان ته ستون شو

ولسمشر اصف علي زرداري دخالي په شپه ددغه هیواد کراچۍ ښار ته رسیدلې ـ کراچۍ کې د هوایي ځواکونو په هوایي ډګر پي ای ایف مسرور باندې د خصوصي طیارې نه د کوزیدو روستو ولسمشر
زرداري صدارتي کیمپ افس بلاول هاوس ته تلې ـ د صدر زرداري سره ددې سفر په مهال دهغه لور اصفه هم موجوده وه ـ
د سند ایالت د اطلاعاتو وزیرې شازیه مري په دې موقع خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې صدر زرداري ډاکټرانو سره د مشورې روستو وطن ته ستون شوی ((ولسمشر زرداري به خپلې هغه خوزښتونه ډېر زر شورو کړي کومې چې هغه مخکې ترسره کول ))ـ

ولسمشر اصف علي زرداري د دسمبر په ۶ نېټه دبۍ ته په داسې وخت کې د علاج دپاره تلې و چې ستره محکمه یا سپریم کورټ کې د لانجمن لیک په حقله اوریدنه روانه وه ـ د صدر زرداري دغې سفر روستو پاکستان کې دننه قسم ما قسم ګنګوسو زور نیولی و ـ
د یادونۍ وړ ده چې نن د پاکستان ستره محکمه د لانجمن لیک په حقله اوریدنه کوي ـ د ې لړ کې د سپریم کورټ په غوښتنه د وسله وال فوج لوي دستریز اشفاق پرویز کیانی ، د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر احمد شجاع پاشا ،امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني او د لانجمن لیک مرکزي تن منصور اعجاز خپل خپل جوابونه دایر کړي ـ سپریم کورټ دې لړ کې د ولسمشر زرداري څخه هم جواب غوښتې دی خو نوموړي لا تراوسه په دې حقله هیڅ قسم جواب نه دی دایر کړې ـ
پاکستاني رسنۍ د خپلو سرچینو له خلې وایي چې صدر زرداري به بلاول هاوس کراچۍ کې څو نورې ورځې ارام کوی او بیا د دسمبر په ۲۷ نېټه د بې نظیربټو د تلین په مراسمو کې وینا کوي ـ