کور / هستوي فزيک / دکیهان مصنوعي پیدايښت تجربه (۵- برخه)

دکیهان مصنوعي پیدايښت تجربه (۵- برخه)


دبڅرکوفزیک لکچرنوټ : پینځمه برخه



لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ


دجرمني هیواد، نېټه : 16/12/2011


مخکنۍ خبرې :


دسپټمبرمیاشتې په لسمه نیټه ۲۰۰۸ زکال دچارج شووبڅرکوترټولوستردایروي ‌ ‌ ډوله تعجیل کوونکې آلې داروپايي هیوادونوپه هستوي څیړنیزمرکز European Center for Nuclear Research (CERN) کې دلوموړي ځل لپاره په رسمي توګه په کارپيل وکړ. دغه تعجیل کوونکی ماشین چې په نړۍ کې هیڅ ساری نه لري دهادرونو اویا په بله وینا دهایدروجن هستو دمخامخ ټکرسترتعجیل کوونکي (Large Hadron Collider ) په نامه سره یادیږي . نن ورځ دنړۍ اتیا هیوادونوساینسپوهان د(CERN) په پروژه کې کارکوي . دهادرون ترټولوستر ټکرکوونکي ماشین چې لنډیز يې په LHC سره کیږي،دپروتونو دوو بنډلونوته Bunches په دایروي شکله اودیوه بل سره په مخالف خط السیر کې دلږڅه نور سرعت (300 000 km/sec) په اندازه تعجیل ورکول کیږی . په دې مانا چې د هادرونویوبنډل دګړی ستنې خوځیدنې سره یوشان خوا clock-wise اوبل بنډل يې مخالف خوا counter-clockwise دتعجیل کوونکي په دایروي مسیر کې راڅرخي . د LHC دایروي خط السیر چې طول یې اوه ویشت کیلومتره دی ، په څلوروځایونوکې ځانګړي دیدیکتورونه Detectors ځای په ځای شوي دي او یوازې دلته پروتونونه یوپه بل مخامخ لګیږي . په پایله کې دّڅلورودیدکتورونوپه مرسته دپیداشوو ذرو ، پیداشوې وړانګې اوداتوم څخه لاکوچنیوبڅرکو Subatomic هراړخیزفزیکي کمیتونه اندازه کیږي .


دبڅرکوستانداردموډل (Standard Model) :


ستانداردموډل دبڅرکوفزیک په څانګه کې یوداسې تیورېتیکي موډل دی چې په طبیعت کې دڅلوروپيژندل شووفزیکي متقابل بنسټیزغبرګونونوڅخه درې بنسټیز غبرګونونه fundamental interaction بیان کولای شي . ستانداردموډل دبنسټیز غبرګونونو اویا په بله ژبه د بنسټیزطبیعي قواو fundamental force هغه میخانیزم تشریح کوي، چې ګڼه څرنګه بنسټیزذرې دیوبل سره متقابل غبرګون کوي . دطبیعت بنسټیزځواکونه عبارت دي له : ۱- دجاذبې قوه،۲- الکترومقناطیسي قوه ، ۳- دهستې زوروره قوه ،۴- دهستې کمزورې قوه . په نوموړي موډل کې دمادې اوضدمادې antimatter ترمنځ بشپړتناظرشتون لري . په دې ماناچې ذرې اودهغوی ضدذرې یوشان کتلې ،یوشان عمراویوشان غټوالی خومخالف برقي چارج لري . بلخواداسې مالومیږي چې دغه تناظرزخمي شوی وي . داځکه چې کائینات یواځې دمادې څخه جوړدی . په داسې حال کې چې دغټ ټس Big Bang په پیل کې ماده اوضدماده په مساوي اندازه پنځیدلې ده . په ستانداردموډل کې منل کیږي چې ماده دذراتودریونسلونوڅخه جوړه شوې ده چې دفرمیون fermions په نوم یادیږي . بلخوابنسټیزذرې په دوه ډوله ویشل شوې دی . یوه ډله یې دفرمیون Fermions اوبله ډله یې دبوزون Bosons په نامه سره یاديږی . په داسې حال کې چې فرمیون دکتلې سره تړاولري اوسپین یې نیم بشپړ عدددي ، خوبوزونوته دعمل کوونکې قوې دنده سپارل شوې ده اوسپین یې بشپړ عدددي .


۱- فرمیون Fermions :- عبارت دي له :



  • شپږکوارک Quarks اوشپږلیپتونز Leptons

۲- بوزون bosons :- بوزون دپروتون په پرتله ډیردرانده بڅرکي دي چې په خپل محورنه څرخیږي یانې سپین یې صفردی . داځکه چې بوزون یوه سکالارساحه لري . برقي چارج هم نه لري . پرته له ګراویتون دبوزونوشمېرپینځه دی :



  • څلوريې دګوج بوزون ) (gauge bosons دي لکه : فوتون γ ، ګلون g ، چارج لرونکي بوزون ، خنثی بوزون Z0 ، دګوج بوزونوپه واسطه بنسټیزطبیعي ځواکونه منځ ته راځي اوداسې اټکل کیږي چې دخیالي هیګزبوزون په مرسته بنسټیزذرې کتله ترلاسه کوي .
  • ګراویتون Graviton (G)
  • هیګزبوزون (Higgs boson H0) ، نوموړی نوم دانګریزفزیک پوه پیترهیګز اودهندي فزیک پوه بوزې Satyendra Nath Bose په ویاړنومول شوي دي .

فزیک پوهان غواړي چې دبنسټیزذرولپاره دنامتو سټانډارموډل Particle standard model رښتیاوالی وازمويې . نوموړی موډل دریاضی په بڼه لیکل شوی فرمول دی چې دبنسټیزذروترمنځ هراړخیز غبرګون بیان کوي . که څه هم نوموړی موډل نور ډیرښه کارکوي خونیمګړتیا يې داده چې یوازی دهغو ذرولپاره سم کارورکوي کوم چې کتله وه نه لري .دچاخبره ،دبڅرکوپه ستانداردمودل کې دبنسټیزذروکتله په پام کې نه نیول کیږي .


تازه خبرې :


هیګزبوزون (Higgs boson H0) : ددیسیمبرمیاشتې په دیارلسمه نیټه ۲۰۱۱ زکال داروپايي هیوادونوپه هستوي څیړنیزمرکز (CERN) کې فزیک پوهانو اعلان وکړ چې ګڼه د ATLAS او CMS دیدکتورونوازموینې په ډاګه کوي چې د( هیګز بوزون ) په نوم بڅرکي څرک یې موندلی دی . داځکه چې په نوموړودیدکتورونوکې په خپلواک توګه یوزیګنال موندل شوی دی چې کتله یې دیوسلوڅلرویشت اویوسلوشپږویشت ګیکاالکترونولټ انرژي 126 GeV/c² په انترول کې پرته ده. خو لاتراوسه ددې پریکړه په پوره باورسره نا شونې ده چې همدغه زیګنال دهیګزذرې کتله په ډاګه کوي اوکه یو احصائیوي انحراف دی . په دې اړوندبایدچې په سل کې نهه نوي نه پورته یانې 99,9999٪ په اندازه ددې پخلی وشي چې اندازه شوی زیګنال سوچه دی او داحصائیوي انحراف سره تړاونه لري . دمقايسې لپاره دیوه پروتون اویانیوترون کلته لږڅه یوګیګاالکترون ولټه 1 GeV/c²قیمت لري . دهیګز بوزون هغه بڅرکى دی چې دنړۍ په پنځونه کې یې بنسټیزه ونډه درلودله اوله دې کبله په رسنیوکې ورته ناعوض بالله دخدای ذره “the God particle” ویل کیږي . دهیګزبوزون هغه بنسټیز ذره ده چې په کیهان کې دبنسټیزذروکتلې آرلامل څرګندوي .


هیګزبوزون دبڅرکودستانډارډموډل Standard Model اوولسوبڅرکو 17 Particles څخه یواځینۍ ذره ده چې شتون یې لاتراوسه دتجربوله لارې نه دی ثبوت شوي . په ستانداردموډل کې شپږکوارکونه ،شپږلپټونونه اوپینځه بوزونونه په پام کې نیول کیږي . په 1964 زکال کې دانګریزفزیک پوه پیترهیګز Peter Higgs له خوادنوموړي ذرې دشتون وړاندوینه شوې ده . هیګزبوزون دبڅرکودستانډارډموډل یوه ذره ده چې دانګریزفزیک پوه پیترهیګزاوهندي فزیک پوه بوز په ویاړونومول شوه . دیادولووړده چې که دهیګزبوزون وموندل شي نو په رښتیاسره پیترهیګزددې وړتیالري چې د نوبل جایزه ورکړل شي . دیادولوړده چې په ستانډارډموډل کې دهیګزبوزون کتله په پام کې نه نیول کیږي . خوکه چېرته دهیګزبوزون کتله د115GeV/c2 څخه تر 180 GeV/c2, قیمت ولري نودستانداردمودل ان تر پلانک سکیل (1016 TeV).پورې اعتبارلري . دهیګز بوزون هغه خیالي بڅری دی چې د فزیک د ستاندارد موډل تیوري له مخې، د نړۍ د پنځونې پر مهال د لویې چاودنې Bing Bang د پېښېدو سره جوخت یوازې د یوې لنډې مودې لپاره څرګند شوی و. دفزیک پوهانولپاره دهیګزذرې شته والی ځکه اړین دی چې هغوي د نوموړې ذرې په مرسته ددې پوښتنې دځواب تمه لري چې ګڼه ولې اوپه څه توګه بنسټیز ذرو کتله ترلاسه کړې ده؟ ‎‎‎ دهیګز کړنلاره دیوډول بڅرکو ځانګړی غبرګون بیان کوي چې دهیګزساحې Higgs-Field په مرسته یې ترسره کوي . داسې اټکل کیږي چې کیهان دهیګزپه ساحه کې پروت دی . کله چې یوه ذره دهیګزپه ساحې ته راننوځي او حرکت کوي نوسرعت یې کمښت مومي داځکه چې دهیګزساحې سره غبرګون کوي . په پایله کې دانحکاک په درشل کې ځانته کتله پیداکوي . دهیګزساحه بیا په خپل وارسره دخپل ځان دغبرګون په پایله کې یوه نوې ذره منځ ته راولي . دغه نوې پیداشوې ذره چې دهیګزذره ورته وایوداسې ځانګړتیاوې ښيي چې د نوروبنسټیزذروسره غبرګون کوي . په پایله کې دهیګز ذره ددې لامل ګرځي چې دکائېناتوپاتې بنسټیز ذروته کتله ورکوي . بلخوادهیګزمیخانیزم بیان کوي چې داڅرنګه کیدای شي چې W او Z بوزون برسیره پردې چې هغوی کتله لري خوبیاهم دهغوی ترمنځ کمزوری غبرګون پېژندل شوی دی ، په داسې حال کې چې نوموړوبوزونوته ورته فوتون ذره چې کتله هم نه لري خوبیاهم دهغوي ترمنځ زورورالکترومقناطیسي غبرګون شته دي. دهیګز ذرې دثابتولولپاره لوړانرژي تعجیل کوونکې آلې پکاردي . دبیلګې په توګه لکه LHC تعجیل کوونکی ماشین . دتیورې له مخې دهیګزبوزون پیدایښت هغه مهال شونی دی چې پروتونوته لږترلږه څوارلس تیرالکترون ولټ 14 TeV تعجیل ورکړشي اوبیا دیوبل سره مخامخ ټکروکړي . هیګز ذره چې لنډیزيې په H سره ښوول کیږی مادې ته دکتلې فزیکي کمیت ورکولولامل ګرځي. په دې مانا چې دهیګزپه ساحه کې که یوه ذره ځای په ځای شي چې ترمخه د کتلې خاونده نه وه خودهیګزذره کولای شی چې مطلوبې ذرې ته کتله ورکړي .


داتلس ATLAS او سي ام اس CMS دیدکتورونوخپلواک اوسني ارقام چې ددیسمبرپه میاشت ‏2011‏/12‏/13 کې ترسره شوی دي، په ډاګه کوي چې په 95٪ احتمال سره ویلای شوچې دهیګزذرې کتله دیوسلوپینځه لسواویوسلودیرش ګیګاالکترون ولټه 130 GeV/c2 په منځ کې پرته ده . فزیک پوهان په دې باوردي چې راتلونکی کال 2012 سرلیک وټاکي . دچاخبره چې کله ګڼ شمیرنور ارقام data هم اندازه اوبیامحاسبه شي نودهیګزذرې شتون اویاناشتون به په ډاګه کړي. دیادولووړه ده چې هرڅومره ډیرارقام سره راټول شي په همغه اندازه داحصائیوي غلطي برخه کمښت مومي اوداندازه کولو فزیکي کمیت دنتیجورښتونې قیمت اعتبارډیرکیږي .


پایلیزه :


راتلونکې څیړنې اوس د دې پېښې د جوتولو هڅه کوي چې د هېګز بوزون فزیکي شتون دانرژي په یوه نرۍکړکی یانې (115 GeV-130 GeV) برخه کې ولټوي . داځکه چې ترسره شوې تجربې وښووله چې دانرژي نوموړې کړکی څخه پورته خواته اوهمدارنګه لاندې خواته برخه کې دهیګزبوزون څرک مالوم نه شو.که چېرې دراتلونکي کال په څېړنوکې دهېګز بوزون فزیکي شتون جوت نه شي، نو د فزیک ډېر بنسټیز قوانین به له سره ولیکل شي .


دهیګزبڅرکي لپاره کوچنی ګام دی خودکیهان بڅرکو لپاره خورالوی ګام دی


پورتنۍ جمله دهغې ویناسره ورته ده، کله چې په ۱۹۶۹ زکال کې لومړی امریکايي ستوری پوه نیل ارمسترونګ Neil Armstrong دمیاشتې په سطحه باندې پښه کېښوده اودهغه ځایه یې نړۍ ته لاندې پیغام واورولو:


That’s one small step for a man, one giant step for mankind


دیوه سړي لپاره همدایو کوچنی ګام دی خودبشریت لپاره یوډیر غټ ګام دی


(پای)


اخذلیک :



  1. http://www.spiegel.de/wissenschaft/natur/0,1518,803420,00.html
  2. http://www.bbc.co.uk/news/science-environment-16171200
  3. http://de.wikipedia.org/wiki/Higgs-Boson
  4. http://en.wikipedia.org/wiki/Higgs_boson