کور / تازه خبرونه / مصر: بانکي مون غږ کړئ چې تاوتریخوالی ودروئ

مصر: بانکي مون غږ کړئ چې تاوتریخوالی ودروئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په مصر کې د مظاهره کوونکو په ضد (له حده تیر تاوتریخوالی) غندلی او د هغه د دریدو غږ یې کړی دی.
نن په پرلپسې توګه دریمه ورځ هم د مظاهره کوونکو په وړاندې د اردو لخوا له حده ډير تاوتریخوالی دوام لري، په تیرو ورځو کې لس مظاهره کوونکي وژل شوي او د سلو په شاوخوا کې ټپیان دي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسې مشرې کاترین اشتون، د امریکې د بهرنیو چارو وزیری هیلري کلنټن هم دا تاوتریخوالی غندلی او ویلی دي چې مظاهرې د مصریانو حق دی او د دوی په وړاندې باید اردو له زور زیاتی څخه کار وانخلي .
د حسنی مبارک له واکمنۍ ورسته چې د مظاهره کوونکو په مټ را ونړیده، ددې هېواد واک نظامي شورا واخیست او ژمنه یې کړې وه چې دوی به د ټولو مصریانو په خوښه حکومت جوړوي.
مظاهره کوونکي مصریان وايي چې نظامي شورا هر څه په خپل واک کې اخیستی او غواړي د اوږ د مهال لپاره دا واک په خپل لاس کې ولري.
نظامي شورا وايي چې مظاهره کوونکي د هغه توطئې برخه ده چې د مصر په وړاندې تر سره کیږي.