کور / تازه خبرونه / شمالي کوریا: ایل ومړ او اون واکمن شو

شمالي کوریا: ایل ومړ او اون واکمن شو

د شمالي کوریا کمونست واکمن کیم جونګ ایل ومړ


د کیم جونګ ایل له مرګ وروسته د حکومت لخوا په خپرو شویو خبرونو کې ویل شوي چې ددې حکومت واکمن به د د کیم جونګ ایل دریم زوی کیم جونګ اون وي.


کیم جونګ اون شپږویشت کلن ځوان دی چې د شمالي کوریا د کمونستي چارواکو دریم میراثي واکمن به وي.


کیم جونګ اون ته ( لوی وارث ) لقب ورکړل شوي.


که څه هم شمالي کوریا کې کیم جونګ سونګ لمړنۍ او وروستنی ولسمشر و، خو له مرګ ورسته یې زوی کیم جونګ ایل خپل ځان ( لوی رهبر ) یاد کړ او د شمالي کوریا د ولسمشرۍ څوکۍ یې بیرته شاهي کړه. چې د یک شنبې په شپه له مرګ وروسته یې  زوی کیم جونګ اون ځان ددې هېواد واکمن وټاکه.


د کیم جونګ ایل د جنازي مراسم به د روانې عیسوي میاشتې په اته ویشتمه نیټه تر سره کیږي.


په شمالي کوریا کې ملي ماتم اعلان شوي او خلک د ( لوی رهبر) په مرګ خواشینی