کور / هراړخیز / د ۲۰۱۱ زېږدیز کال پېښې

د ۲۰۱۱ زېږدیز کال پېښې

دوه زره یولسم کال د طبعي ناخوالو، جګړو او انقلابونو کال وو چې له دې کبله په سلهاوو زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړو او یا بې کوره شول . د نړۍ په کچه په استرالیا، فلیپین او مالیزیا کې سیلابونه، په عربي هیوادو کې د  دیکتاتوري رژیمونو د نړېدو لړۍ، په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک تړونونه د هند او فرانسې سره، په پاکستان باندې د افغانستان له خاورې د ناټو ځواکونو لخوا بریدونه او د ایران له خوا د متحده ایالاتو د یو بېپیلوټه الوتکې یرغمل کول ، د افغانستان په اړه د بُن دوهم کنفرانس او د متحده ایالاتو سره د افغانستان د دولت ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو له پاره د دودیزې مشورتي جرګې رابللو تر  څنګ ډیر نورې خوږې او تروې پېښې ـ پېښې شوي چې تاسي ته به یې په کرونولوژیکه توګه وړاندې کړم.
په درناوۍ او درنښت
کوشان ساپی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جـــنوري
ـ د جنوري اوله : د مصر په الکساندریه ښار کې د یوې کلیسا مخې ته یو بمي چاودنه وشوه چې  له دې کبله پکې یوویشت عیسویان ووژل شول.
ـ د جنوري دوهمه :  د استرالیا په کوینزلنډ کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۰۰ زره وګړي زیانمن شوي، یو مــړ شوی او دوه نور لادرکه دي.   په استرالیا کې د افغانستان لویوالي په برابر مځکه د اوبو لاندې شوې. د دې سېلابونو خساره بلیونونو ډالرو ته رسېږي.
ـ د جنوري درېیمه :  په جنوبي او مرکزي فلیبین کې د ورښتونو له کبله ډېرې سیمې سیلابونو لاندې شوي چې لږ تر لږه اوه کسان پکې مړه او د سلهاوو وګړیو کورونه سېلاب وړي.
ـ د جنوري دولسمه : ایران د افغاني تجارانو  ۲۰۰۰ د تېلو ټانکرونو درولي وو او افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله.
ـ د جنوري څوارلسمه :  وروسته له څو ورځو په پرله پسې اعتراضي لاریونونو چې ۵۷ لاریونکوونکي پکې مړه شول، په تونس کې د زین العابدین دولت ړنګ  او په خپله فرار ته مجبور شو. ویل کېده چې د زین العابدین ښځې یو نیم ټن طلا یې له ځانه سره ایستلې وه.
ـ د جنوري شلمه  : تونس ته ورته لاریونونه په مصر کې هم پیل شول. لاریونکوونکو د ولسمشر مبارک د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.  پولیسو په لاریونکوونکو اوښکې بهوونکو ګاز او اوبه وشیندل.
ـ د جنوري پنځه ویشتمه :  د مسکو په نړیوال هوايي ډګر ( دمادېدوه) کې د یو ځانمرګي بری له کبله ۳۵ مساپر ووژل شول.
ـ د جنوري اوه ویشتمه : د مایکروسفټ بنسټ ایښودونکی بل ګېټس او د ابوظبي والیعهد شیخ محمد با زاید النهیان د افغان ماشومانو د دوا او درمل له پاره د ۱۰۰ ملیونو ډالرو ژمنه وکړه.


فـــبروري
ـ د فبروري لمړی : په مصر کې د حسني مبارک د واکنۍ په وړاندې یــــو ملیون مصریان سرکونو ته ووتل او د مبارک د تللو غوښتنه یې کوله.
ـ دفبروري دوهمه : د پاکستان پولې ته د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په تورخوبي سیمه کې د پاکستاني ملیشو او د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې یو پاکستانی ملیشه  مړ او درې نور ټپیان شول. افغان چارواکي وايي چې تېری د پاکستاني ملیشو لخوا پیل شو.
د فبروري اوومه : ښاغلی کرزی په افغانستان کې د متحده ایلاتو د دایمي نظامي اډو د جوړولو خبر ورکړ.
ـ د فبروري یوولسمه : وروسته له څو ونیو لاریونونو د مصر وروستی دیکتاتور حسني مبارک استعفا ورکړه او قدرت یې اردو ته وسپاره.
ـ د فبروري څوارلسمه : په عربي هیوادو کې د لاریونونو لړۍ لیبیا ته ورسېدله. د لیبیا په ډيرو ښارونو کې د معمرالقضافي د لرې کېدو په پلمه لاریونونه وشول.


مارچ
 ـ د مارچ درېیمه : په لیبیا کې د بنغازي ښار د دولت د مختالفینو په لاس ورغی.
ـ د مارچ یولسمه : د جاپان شمال شرقي سیمې یوې درندې زلزلې ولرزاوه. د زلزلې لوړوالی ۸،۹ درجې اټکل شوې وه. د زلزلې له کبله لږ تر لږه لس متره جګ تسونامي هم د جاپان شمال شرقي سواحل د اوبو لاندې کړې. ډیر کورونه، موټرونه، کېږدۍ او ونې د تسونامي د څپو له کبله له منځه لاړل.


ـ د مارچ دولسمه : په جاپان کې د راپیښې شوې زلزلې له کبله د فوکوشیما د ښار اتومي بټۍ ته زیان رسیدلی او د راډیو اکتیفو وړانګو د ازادېدو وېره یې ډیره کړې ده.


د مارچ څوارلسمه : په لیبیا کې معمرالقضافي پورې وفادار پوځ  د دولت د مخالفینو په نظامي ډلو برید کړی او ډیر خلګ یې ټپي کړي او وژلي دي.


ـ د مارچ اتلسمه :  د ملل متحد امنیت شورا د لیبیا په هوايي حریم باندې د الوتکو د الوتلو بندیز ولږو.


ـ د مارچ نولسمه : د فرانسې ولسمشر ښاغلی سرکوزي  په یو خبري کنفرانس کې وویل چې فرانسوي الوتکو په لیبیا کې د ښاغلي ګداپي په جنګي ماشینري باندې برید کړی دی. فرانسوي الوتکو د ښاغلي ګداپي څو ټانکونه او الوتکې ویشتلي دي. ښاغلی ګداپي لویدیځ ته د یوې اوږدې جګړې خبرداری ورکړ.


ـ د مارچ یوویشتمه :  د هجري شمسي نوی کال ( نوروز ) په ویاړ د منځنۍ اسیا، په ډیرو هیوادو کې میلې او جشنونه ولمانځل شول. د افغانستان په شمالي برخو کې هم د نوروز میله په ډیره شانداره توګه ولمانځل شوه، خو په مشرقي او جنوبي سیمو کې د امنیت د نشتوالي له کبله د نوروز میله ( د دهقان میله) ډیره سړه او مختصره وه.


ـ د مارچ څلورویشتمه : د متحده ایلاتو د فلوریدا په ایالت کې د یوې کلیسا پاستور کران کریم وسوزاوه. تیري جانز پروسږکال هوډ کړی وو چې د سپټمبر په یوولسمه به کران کریم وسوزي، خو بیایې د سوزولو ډډه وکړه. خو دا سږکال یې کران وسوازوه. د کران کریم د سوزېدلو له کبله د افغانستان په لویو ښارونو کې لاریونونه وشول. په مزار شریف کې لاریون کوونکو د ملل متحد اته کارکوونکي ووژل.  د کندهار په لاریونونو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او تر سلو ډیر ټپي شول.


مې


ـ د مې دوهمه : وروسته له اته لس کالو د نړۍ نامتو تروریست اسامه بن لادن د امریکايي ځانګړو وسله والو له خوا د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته نږدې په اېبټ اباد کې ووژل شو.



جون


ـ د جون پنځه لسمه : الظواهري د القاعدې مشر وټاکل شو، خو دا پته نشته چې دی په خپله خپل ځان د القاعدې مشر ټاکلی او که بل چا؟؟
ـ د جون یویشتمه : جنوبي کوریایی بان کيمون د دوهم ځل  له پاره د ملل متحد مشر وټاکل شو.



جولای
ـ د جولای شپږمه : د جرمني پارلمان د اتومي انرژي  د نکارولو تړون لاسلیک کړ. دې سره سم به تر کال ۲۰۲۲ م به جرمني کې اتومي انرژي  لمنځه ځي. جرمني د نړۍ لمړنی هیواد دی چې داسې یوه پرېکړه یې کړې.


ـ د جولای نهمه : د سودان جمهوریت په رسمي توګه په دوه برخو ووېشل شو او جنوبي سودان خپل خپلواکۍ اعلان کړه.


ـ د جولای دولسمه :  د کندهار د ولایتي شورا مشر او د ولسمشر کرزي مشر ناسکه ورور ولي کرزی د خپل ساتونکي لخوا په خپل کور کې ووژل شو.
ـ د جولای پنځه لسمه : د امریکايي پوځیانو لمړی ډله چې شمېر یې ۶۵۰ ته رسېږي، له افغانستان نه ووتل.
ـ د جولای اوه لسمه : افغان ځواکونو ته د امنیت د سپارلو پروسه رسماً ً پیل شوه او د بامیان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
ـ د جولای یویشتمه : د هرات ښار امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
ـ د جولای  دوه ویشتمه : د ناروې په پلازمینه کې د یو عیسوي اکسټرېمیسټ لخوا د پترولو وزارت مخې ته  خپل موټر  والوزو چې پکې ۱۸ وګړي مړه شول. وروسته بیا نوموړی ۵۰ کیلو متره لرې په یوجزیرې  تر ۸۰ د ښوونځي زده کوونکي ووژل.


اګسټ


د اګسټ  نولسمه : په کابل کې د  انګرېز نه د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ طالبانو د برتانیې په کلتوري مرکز برد وکړو او دوۍ ته یې مالي او ځاني تاوان ورسوه.
ـ د اکسټ  درویشتمه : په لیبیا کې د ګدافي مخالفینو پلازمینه تریپولیس ونیولو او ګدافي په خپله لادرکه شو. پته نشته چې  ګدافي الجیریا او یا کوم بل ځای ته تښتېدلی وي.


سپتمبر


ـ د سپټمبر شلمه : د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې د جمعیت اسلامي، د سولې د شورا مشر او د افغانستان د تاریکي دورې ولسمشر برهان الدین رباني  او د ده سره څلور ساتونکي او  د سولې شورا نور جګپوړي چارواکي د دوو ځانمرګي بریدګوونکو لخوا چې ویل کېږي د طالبانو جګپوړي چارواکي وو او د سولې د خبرو ـ اترو له پاره د رباني کور ته د کابل په وزیر اکبر خان کې راغلي وو، ووژل شول .


اکتوبر
ـ د اکتوبر پنځمه : هند او افغانستان د امنیتي او پراختیايي همکاریو د لا پیاوړتیا له پاره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو.


ـ د اکتوبر شلمه :  مامرالګداپي ووژل شو او د لبیا موقته اداره  د دې  خبر پخلی کړی دی .
ـ د اکتوبر پنځه ویشتمه : په لیبیا کې د ناټو عملیات ختم شول او د لبیا موقته اداره اسلامي شریعت د اساسي قانون په توګه اعلان کړو.
ـ د اکتوبر دېرشمه : د نړۍ نفوس اوه ملیاردو ته ورسېدو.
ـ
نومبر
ـ د نومبر لمړی : د مارس سیارې د پېژندلو له پاره جوړه شوې نوې فضايي روبوټر مارس خوا ته وویشتل شو چې پوره یو کال وروسته به مارس ته ورسېږي.  د دې تر څنګ د نومبر په لومړۍ د بوکس سپورټ یو ستوری ( جوو فرایزر ) هم مړ شو.
ـ د نومبر شپاړسمه : په کابل کې دودیزه مشورتي جرګه پیل شوه. د جرګې موخه د متحده ایالاتو سره  تلپاتې نظامي اډو باندې خبرې ـ اترې دي. ویل کېږي چې جرګه وال به د متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو هوکړه وکړي.
د نومبر شپږویشتمه : د ناټو ځواکونو د افغانستان له خاورې په قبایلي سیمو کې په یو پاکستاني سرحدي پوستې برید وکړو چې له دې کبله د پاکستاني پوځ ۲۴ سر تېري ووژل شول.


ډسمبر
د ډسمبر څلورمه : ایراني پوځیانو د افغانستان پولې ته نږدې د امریکا یوه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه ښکته کړې .
ـ د ډسمبر پنځمه : د جرمني په بُن کې د افغانستان په هکله کنفرانس پیل شو. په نوموړي کنفرانس کې تر اتیا هیوادونو او نړیوالو سازمانو برخه اخستې  چې  د افغانستان راتلونکي په هکله به سره غږېږي. د یادونې وړ ده چې یواځې پاکستان او طالبانو نوموړی کنفرانس بایکاټ کړو.
ـ  د ډسمبر شپاړسمه : د شیرینې ژبې سندرغاړی استاد رحیم غمزده د پنځه اویا کلنور په عمر مړ شو. روح دې ورته ښاده وي.