کور / شعر / غــــزل

غــــزل

سلطان کاکړراته کوه يې ډېره ښه کيسه ده
د يو خواږه سړي خوږه کيسه ده


وماته هره غزل نوې ښکاري
ټول خلک وايي دا زړه کيسه ده


تراوسه وايو دا ماضي قصيده
لا هغه موږ يو لا هغه کيسه ده


موږ به د سر تر تاوان هم ور تير سو
زموږ په تاريخ لوبي درنه کيسه ده


چي په هر ځای کښي مي غندنه کوې
تاته خطر يمه ښکاره کيسه ده


زړګيه صبر سه سلطان د بل سو
دا واري شک نه دی پخه کيسه ده