کور / ترخې خبري / د پوهنې وزير ولې رښتيا نه وايي؟ د کمال ليکنه

د پوهنې وزير ولې رښتيا نه وايي؟ د کمال ليکنه

موږ د خپلو بچيو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو برابرول غواړو !


څو ورځې وړاندې د پوهنې وزير ښاغلي اتمر په يوه مرکه کې وويل چې په کابل ښار کې ٢٠ پښتو ښوونځي موجود دي٠  د ښاغلي اتمر دا خبره رښتيا نه ده،  په کابل ښار کې يواځې خوشال ليسه پښتو ده او بس٠


   ښاغلي اتمر پوهيږي چې له کومې ورځې چې روسانو له پښتو او پښتنو سره دښمني اعلان کړې ده، نو ډير زړور پښتون هم له دې ويرې دا دوه نومونه قدرې هم په خوله نه اخلي چې په کور دننه روس پالي به ورته فاشست ووايي٠


ښاغلي اتمر پدې هم پوهيږي  چې پښتنو ته په مورنۍ ژبه زده کړه برابرول يوه حقوقي مسله ده او انکار ترې له بشري حقوقو سرغړاوی دی اوځکه د اولس ډيره کلکه غوښتنه ده چې په هيڅ شان ترې په شا کيدای نه شي .


په کابل ښار کې تر نيمايي زيات زده کوونکي پښتو ژبي دي او دا حق لري دکابل ښار له ١٨٠ ښوونځيو څخه نيمايي ( ٩٠) يې بايد په پښتو وي،  ښاغلي اتمر ته ځينو دا و يلي چې که ٩٠ نه وي نو ٢٠ ښوونځي خو پښتو کړه!!! او ده ته لکه چې د مرکې پر مهال په نا اختياره ډول دا د ٢٠ رقم ور ياد شوی و.


پښتنو ته په مورنۍ ژبه زده کړه برابرول  دپوهنې وزارت وظيفوي مکلفيت دی چې اساسي قانون ورته په مخکې ايښی دی اوبايد زراو ضرور يې عملي کړي چې هم يې خدای او ولس ته مخ روڼ شي او هم خپله دنده تر سره کړي .


ټولو پښتنو ته يو څرګند حقيقت روښانوم چې اتمر به هيڅکله ستاسو دا حق در نکړي تر څو چې ټول ترې د خپلو اولادونو دا حق په کلکه او بيا بيا ونه غواړئ .


ښاغلي اتمر صيب ! په مورنۍ ژبه زده کړه زموږ د اولادونو حق دی او موږ به ترې هيڅکله هم تير نه شوو که تاسو هر څومره د تيرو مشرانو د ” مضر احتياط” پاليسي تعقيب کړ ئ نو ژر به له خپلو پردی شې او پردي خو دې کله هم نه خپلوي، په دې خو ته تر هر چا ښه پوهيدای شې .