غزل
ټينګه مې په يار کړې ،ټينګارمې په ريبارکړی
نن مې په کړی ورځ کې ، ملګرو دايو کارکړی
هغه قافلې به، دارمان منزل ته ورسي
چاته مو چې لارو کې، ټول عمر انتظارکړی
وي به په دې چم کې ، داسرزوري رقيبان پريمان
مونږه يې نوځکه، دسړيو سره شمارکړی
چاته چې مونږ لاس ، دمحبت ورغځولی دی
هغو سرکشانو مو، په کورکلي بمبارکړی
کلی به راغونډ کړم، اوحجره به ورته ګرمه کړم
چاويل چې پښتون، چيرته له مينې نه انکار کړی
سرباندې شمله ،په خوله ټپه لاس کې بړی ټوپک
دغه دروند عادت ،دپښتنو ستا اخلاص يار کړی