کور / اسلامي / شیطان پيژندنه ۱۴ برخه د اسلام د دین مذهبونه او فرقې

شیطان پيژندنه ۱۴ برخه د اسلام د دین مذهبونه او فرقې

ددې لړۍ تيري برخي له دې ځايه ولولی


«سنن ابي داود») ۳۹۸۱ (حدیث کې راغلي دي
 «دخدای پيغامبر (ص) پورته سو او ویي ویل: ستا سو څخه مخکې  داهل کتاب ډیر تر  ۷۲ فرقو وویشل سول دا امت به هم ژر په ( ۷۳)  فرقو وویشل سي له هغو څخه به( ۷۲ ) فرقې په اور کې اویوه به يې په جنت کې وي »
دین څه شی دی :
دین په روحاني موجوداتو اعتقاد یا باور ته وایي یا په بله مانا دین  دحقیقت اطاعت ، فرمان منل او تسلیمیدل دي.
ځینې علماوايي دین دخدای تعالی وضع سوی  قوانین دی چې دعقل خاوندان په خپل اختیار هغه  مني .
  د قرانکریم د کافرون دسوری د شپږم مبارک ایت په اساس«لكم دينكم ولي دين» د مشرکانو مسلک ته هم دین ویل سوی دی .
یولویدیځوال پوه  «دوركيم»  وايي دین دمقدساتو د باورونو او ادابو دستګاه ده چې خلک په ټولنیزو ډلو کې راغونډوي.
په قرآن كريم کې دین ته ډیري ماناوي لکه : جزا او عوض ورکول [د دفاتحه د سوری ۴ مبارک  ایت] ؛اطاعت و بندگي [د زمر دسوری یولسم مبارک  ایت]؛ ملك او سلطنت [دبقری دسوری ۱۹۳ مبارک  ایت] ؛شريعت او قانون [د کافرون دسوری ۶ مبارک ایت]؛ ملت [د انعام دسوری ۱۶۱ مبارک ایت] ؛تسليم [العمران دسوری ۱۹ مبارک ایت] ؛اعتقادات[دالبقری د سوری ۲۵۶ مبارک ایت شریف]… راغلي دي. او په  رواياتو کې هم  «دين» ته ډیری ماناوي ورکړ سوي دي.
مذهب : علما   ددین څانګه ته مذهب وايي ځینې بیا  همدا دین ته مذهب وايي
په اسلام دین  د  فقهي ، شرعي، مادي ، سیاسي…  مسایلو په اساس په څو ډلو ویشل سوي دي
 یانی مذهبونه  د یو بله په فقهی مسایلو ، شرعی مسایلو ( اودس ، لمونځ…)، مادی مسایلو ( د دځان د ګټې لپاره حدیثونه )، سیاسي مسایلو ( رسول الله (ص) دځا ی ناستی موضوع)  او(قبیلوي تعصباتو( داسلام وسعت د نورو دینونوپيروانو عقایدلکه دعباسیسانو او امویانو په وخت کي تر اغیزې لاندې راوست)،کې سره اختلافات لری یاني مذاهب د یو بل سره په  اعتقاداتو، فقهه احکامو ، اخلاقو او عرفان  کې  سره اختلافات لري
 مذهبونه په څو ډولو ویشل سوي دي لکه  :
فقهي مذاهب چې په  فقهي مسایلو کې سره توپیر لري
کلامي مذاهب چې په  اعتقادي مسایلو کې سره توپیر لري
 او صوفي مذاهب چې په اخلاقي مسایلو کې سره توپیر لري


فرقه :فرقه په لغت کې دخلکو یوې ډلې ته وايي ،  چې په اعتقادی مسایلو کي یونظر ولري او له مذهبه جلا سي له هغه مذهب څه منی اوڅه يي نه منی


د مذاهبو اوفرقو د راتلو علتونه :
ډیرو د نورو دینونواو مشریکانو اغیزه  او  د مسلمانانو له پاک زړوڅخه ګټه اخیستنه، داچې قرانکریم په عربی دی  په هغه نه پوهیدل، د اسلام ضد خلکو د دینه  بده استفاده  کول، د دین څخه د ملایانو  مقدماتی او  لږه پوهه، له دین څخه سیاسی ګټه پورته کول، د شهرت ، منافقت دپاره له دینه کا راخیستل، د مسلمانانو د تفرقی لپاره دهغه تحریفول، دغیر مسولو علما واک ته رسیدل ،د امویان او عباسیان کینه او رخه د اهل بیت سره ، د خلکو سادګي، جعلي حادیثونه، غلط سیرت النبی ،  د قران غلطه ژباړه ،  جهالت ، د نوی احادیثونو  واردیدل ،د نبی (ص) هیرول، د یو اوبل خلیفه نه منل  او داسی نور
په اسلام کې   دډیرو فرقو د منځ ته راتلولو لامل  دا دي :


د پیغامبر اکرم (ص) په وخت کې یو واحد اسلام دین و د شیطان بدعت هغه په دو برخو بیا په څو  مذهبونواو ۷۳ فرقو وویشی
 په لومړی سر کي یو داسلام دین و،بیا  دوه مذهبونه سنی اوشیعه منځ ته راغله
او دا مذهبونه په ډیرو فرقو او ډلو وویشل سول
1ــ سنی مذهب  ( اهل تسنن) : داهل سنت اصطلاح به دویمه  هجری پيړۍ کې  رامنځ سوه هغوی ځان دقران او  نبوی  حدیثونوپيرو بولي، تر ټولو لوی مذهب دی چې دنړۍ د مسلمانانو اکثریت جوړوي
اهل سنت فرقې:
 1. اهل حديث (خنبليه) 2. سلفيه 3. مذهب اشعريه (اشعري) 4. مذهب ماتريديه 5. مذهب طحاويه 6.مذهب معتزله 7. فرقه مرجئه 8. فرقه اباضيه 9. حشويه 10. فرقه جهميه 11. خوارج
12. قدريه
 دا مذاهب  په درې ډلو فقهي ، کلا مي او صوفي فرقو ویشلي سوي دي
له فقهی نظره د اهل سنت دین مذهبونه:


اهل حدیث
هغوی وایي محمد(ص) خپل ځایناستی نه دی تعین کړی هغوی د مسلمانانو  دشورا په اساس خپل خلیفه ټاکي ،اهل سنت د پيغامبر ځایناستی یاني امام یا خلیفه یو انتخابي مسله بولي چې باید حل اوعقد شورا هغه وټاکي بر عکس شعیان باور لري امامت یو الهی منسب دی
په لومړی سر کي یوازې یو دین و چي بیا په مذهبونو وویشل سو لکه
-الداودیه ،- الحنفیه ،-المالکیه ،-الحنبلیه ،-العشریه  او شافعه مذهبونو وویشل  سو
۱- شافعي مذهب  : شافعی مذهب  بنیاد ایښونکی  محمد ادریس الشا فعی (۱۵۰-۲۰۴هجری قمری) و چې لقب یې ابوعبدالله دی  دا مذهب  دحنفي اومالکي څخه یوه ګډه لاره ده   چې څلور اصله  قرآنکریم ,سنت,اجماع او قیاس منی او استدلال قبلوی
 هغوی درې  عمده شرطونه لري  لومړی – اقرارپه ژبه  ،دویم  – په زړه تصدیق ،  درېيم – عمل کول
اهل حديث: ته يي سلفیه یا حشویه یا حنابله په نامه  هم نومیدل چي اوس  حنبلی ، شافعی، مالکی  حنفی دی


۲ ـ حنفی مذهب: ابوحنیفه نعمان بن ثابت  یې اساس ایښونکی دی(۸۰-۱۵۰)هجری دکوفې په ښار کې اوسیده چې د افغانستان دپروان ولایت د چاریکار و
حنفیان پر اووه اصولو ولاړ دی ، قران ،  درسول الله سنت ، د صحا به قول ، قیاس اورای ـ استحسا ن ـ اجماع ـ عرف.


   ۳ –مالکی مذهب : ابوعبدالله مالک ابن انس (۱۷۹-۹۳هجری قمری) یې اساس ایښوونکی  داستنباط منابع  یې قرآنکریم ـ سنت ـ اجماع ـ قیاس ـ استحسان ـ استصحاب مصالح مرسله ـ سد ذرایع ـ عرف ـ قول صحابی جوړوي هغوی  انعطاف پذیری لري


۴ –حنبلی مذهب : موسس یې ابوعبدالرحمان احمدبن حنبل(۱۶۴-۲۴۱1 ) اهل سنت  اواهل د حدیث دی او رای ته پام نه کوي
دهغه استنادیوازی په قرآنکریم اوحدیث نبوي دي
پنځه اصله ورته  معتبردی :کتاب،سنت،د پیغامبر دصابه فتوا،د ځینو صحابه قول منل  چې د قران مطابق وی  او ټول مرسل اوضعیف احادیث.



 ۵ ـ داودیه د( ظاهریه) مذهب : موسس یې داودبن محمدعلی دی چي په کال( ۲۰۲   )په کوفې کې زیږیدلی دی
 دهغوپه اند یوازی حقیقت اوسعادت  لاره  د خدای کلام ا ود پیغامرحدیثونه دی  هغوی (قرآن،حدیث اواجماع) قبلوی خو قیاس،رای،استحسان اوتقلیدردوي
په دیني مسایلو کې عقل اصلي عامل ګڼي د هغه پیروان په هسپانیه کې دی
 ۶ـ دیوبندی مذهب:  مؤسس يې شاه ولی الله دهلوی دی دهغه پيروان یې په هندوستان ، سویلی افریقای او بریتانیا  کې دی   مذهب يي  حنفی دی اوطریقه يې چشتي ده هغوی  د صوفی او طریقت ټولي څانګې مني.