کور / هراړخیز / واسلاو هاول او کیم جونګ ایل؛ دوه بی شباهته مرګه!

واسلاو هاول او کیم جونګ ایل؛ دوه بی شباهته مرګه!

مسعود بهنود، ورځپاڼه لیکونکی
نعیم نسیم، کابل
ډیسمبر۲۰۱۱،۲۲


واسلاوهاول، د چک پخوانی ولسمشر او کیم جونګ ایل د کوریا مشر د دوو ورځو په فاصلی له یو بله څخه له دی دنیا لاړل.
هاول ۳۰ میاشتی د چکسلواکی او لس کاله د چک ولسمشر وو خو بله خو بیا جونګ ۱۷ کاله د شمالی کوریا مشر پاتی شو.
لومړنی هغه یو لیکوال، نړیوال متفکر او ننداره لیکونکی وو خو دویم بیا د خپل پلار سونګ –چی یواځینی کمال یی په شمالی کوریا بی له کومی ستونزی دیرش کاله حکومت کول وو—ځوی وو.
هاول له جونګه شپږ کاله مشر وو. هاول چی کوم خدمت خپلی ټولنی ته کړی وو هغه له کمونیزمه د هیواد وباسل وو و لیبرل دیموکراسی خواته.
دا داسی عملیات وو چی د هغه په ډیر درایت او پوهی سره بی له کومی ستونزی ترسره شو. چکسلواکی په دوو برخو وویشل شوه:چک او سلواک. دواړه دولتونه دی ته حاضر ول چی هاول د خپل ولسمشر په توګه ومني.
هاول له خپلی لس کلنی دوری وروسته په کال ۲۰۰۳ کی د ولسمشر له قصره ووت هغه هم په داسی حال کی چی د چک د لومړي ولسمشر په حیث یی دنده ترسره کړه او په هیواد کی یی دیموکراسی بنسټیزه کړه هغه په داسی حال کی چی اوس هم په پراګ په تعمیراتو باندی د شوروي د وخت د تیري توپ نښی په دیوالونو پاتی دي. دغه نښی نښانی د ۱۹۶۸ کال د تیري دي هغه مهال چی روسي قواوی له خپل ټول وحشت سره په چکسلواکی کی لاندی باندی شولی؛ د الکساند دوبچک لخوا په لاره اچول شوي اصلاحات یی تر پښو لاندی کړل او د هاول په شان سلګونو نور روښنفکران یی په زندان کی واچول.
خو په شمالي کوریا کی جونګ ۱۷ کاله د پلار په شان واک او ځواک وچلوه؛ په یوازی سر یی فرمانونه پلي کړل خو ټولنه یی غریبه کړه. خلک د حکومت له اجازی پرته نه د ګاونډي کلي ته تللی شي او نه هم د خپلی خوښی واده کولای شي. باندنیو هیوادونو ته سفر په کُلی توګه ممنوع!!! داسی یو هیواد چی نه ازاد مطبوعات لري او نه هم انتخابات!!! د سونګ له کتابه پرته هغه هم چی خلکو په یادو زده کړی بل کتاب شتون نه لري. د جونګ غټ کمال دادی چی یو څو بمونه او راکټونه یی د شمالي کوریا په نوم ثبت کړل.
د شمالي کوریا خلکو د سونګ او جونګ ترقیادت لاندی یوازی لوږه ولیده او بس!!! د ازادی مخ یی هیڅ و نه لید!
خو چک بیا د هاول تر واک لاندی ازادي خپله کړه؛ د شوروي له قیده خلاص شول؛ د ختیځی اروپا له ازادی سره یی مرسته وکړه، ختیځ بلاک یی مات کړ. دغه دی چی اولس کاله دوی هر کال له یوه تر بله ترقي کوي او د ښه ژوند مخ ګوري.
له ولسمشري قصر څخه د وتلو وروسته یی، فیلم او ننداری لیکلو ته ملا وتړله. هغه چی کوم شهرت د ولسمشری دوری پر مهال وموند، دده په ساده ګی یی کوم اثر ونه کړ.هغه داسی یو سیاستوال وو چی ویل یی چی څه موده یی دا ښه وګڼله چی سیاسي ډګر ته ودانګي خو بیا خپل اصلي کار ته چی ادبیات وو ستون شو.
خو کیم له هغی ورځی چی دنیا ته راغلی، د کومنیزم لمنی ته یی پناه وړی؛ د بندو دروازو په ناستی عادت شوی وو او په همدی حالت کی له دنیا هم لاړ. ده هرڅه په پټه او ابهام کی ترسره کړل خو په چک بیا وضع داسی نه وه د چک هیڅ شی پټ نه دی او کولای شو چی ووایو دا د مردم سالاری یواځینی ځانګړنی دي.
ددی ټولو شیانو با وجود دا دوی ورځی کیږي چی د شمالي کوریا خلک د جونګ په مړي ژاړي؛ کله یی چی پلار هم مړ وو خلک همدا حال راخیستی وو. دری میاشتی د دده د مړي لیدلو لپاره په کتارونو کی دریدل اوس یی هم له قبره د زیارت په توګه کار اخلي. مجسمی یی په ښار کی ولاړی دي. سونګ ته د لمر په سترګه کتل کیږي، لمریزی ورځي د هغه برکت بولي.
د چک خلکو پرون ورځ په خاموشی سره د واسلاو هاول مړی بدرقه کړ هغه هم په داسی حال کی چی ازادي لري؛ وږي نه دي؛ له هیواده بیرون د دولت اجازی ته اړتیا نه لري او نه هم ۹۰ په سلو کی به خپل هیواد کی بندیان دي.
د هغه حکومت بنسټ چی واسلاو هاول ایښی له یو څو هیوادو پرته لکه ایران له نورو ټولو سره دوستانه اړیکی لري. د پراګ او تهران اړیکی وروسته له هغی خرابی شوی چی په پراګ کی یوی پاړسي ژبی رادیو په فعالیت پیل وکړ.
هغه رادیو چی د ازادی اروپا د رادیو د طرحی چی د ساړه جنګ پر مهال یی د ختیځ بلاک د دیکتاتورو هیوادونو خلاف د امریکی په پانګی اچونی خپرونی کولی برخه وه چی اوس مهال د فردا په نوم یادیږي.
کوم حکومت چی جونګ خپل ځوی ته پریښودلی د نړی د ګوښه شوو هیوادونو له ډلی څخه دی. له یو څو هیوادونو سره اړیکی لري چی یو هم پکی ایران دی.
د ایران د مجلس د مشر علی لاریجانی، د جونګ د مرګ په لومړی ورځ چی دوشنبه وه، ددوست هیواد په نوم یاد کړ او د جونګ په مرګ یی دتاسف ښکارندویی وکړه خو بله خوا د ایراني ورځپاڼو تبصری بیل ډول وی هغوی د شمالي کوریا حالات څنګه چی وو هسی تشریح کړل.
مردم سالاری په خپلی مقالی کی ولیکل چی په ۲۰۱۱ کی واړه او لوی دیکتاتوران لکه بن علي، مبارک او قذافی له منځه لاړل او هغه چی په ذکاوت سره په واک کی پاتی دي هغوی اوس هم د ملت د انتقام توره د خپلی مری لاندی احساسوي. د خلکو شکایت او قهر نه رامیدونکی دی؛ د خلکو قهر نه سرحد لري او نه هم ملیت! خو د شمالي کوریا غوندی هیوادونو کی بیا وضع بیل ډول دی!!! سړی فکر کوي چی دی هیواد ته نه هم غږ رسیږي او نه هم تری غږ اوریدل کیږي.
علی ودایع په دی مقاله کی د عربی پسرلی د کلیزي په مناسبت پوښتلي چی ولی په شمالي کوریا کی بی له هغه بدلونه چی حکومت یی غواړي بل څه نه ترسترګو کیږي؟!!! هیڅ څوک هم هغه که حتی د لویدیځ جاسوسان هم دي د پیانګ یانک د دولت د میکانیزم په اړه نه پوهیږي او نه یی په اړه مالومات لري. ټول دومره پوهیږي چی یو څوک دلته دیو بت په څیر لمانځل کیږي او بس!!!
حمید عسکري د افرینش په سرمقاله کی عربی بهار ته په اشاری ولیکل\”په دی دومره کش مکش کی، هیڅ څوک د شمالی کوریا خواته متوجی نه وو. هغه ځای چی د نړی استبدادي او بند دولت په کی راج چلوي. نیمه پیړی کیږي چی اوسیدونکی یی په قفس کی ژوند تیره وي؛ هغه هیواد چی اوسیدونکی یی په حکومتی زنګونو را ویښیدل او د بجلی په تګ سره ویدیدل. خلک د موبایل، سټلایټ، ډش، انټرنیټ نه پيژني ددغو وسایلو استعمال سړی له اعدام سره مخامخوي. \”
ددی مقالی په وینا\”خلک په پیونګ یانګ کی د شخصی موټر د استعمال اجازه نه داچی نه لري بلکی اخیستلی یی هم نشي هغه ځکه چی دومره ګټي چی ویی څټي. د سرکار او کورنی په اړه یی خبری جرم دی. انتقاد خو بیخي لری خبره ده. خو هر څه چی دي هغوی انسانان دي او یوه ورځ به په خپل ګوهر پوی شي خو کیم جونګ ۶۹ کلن له دی نړی ولاړ بی له دی چی خپل انجام وګوري!!!\”
نورو تهرانی ورځپاڼو هم ورته لیکنی کړیدي او ویلي دي چی د جونګ په مرګ سره، شمالي کوریا لپاره حتمي دی چی بدلون ته مخه کړي او هغه هم معلومه نه ده چی څه بلا به یی په سر لویږي.
دوه داسی کسان په کمه فاصله کی چی مرګ یی له یو بل سره درلوده له نړی بیل شول چی یو د ازادی لپاره جنګیده او بل په استبداد فخر کاوه. نو سړي ته پوښتنی پیدا کیږي چی ایا چکان ځکه د دیموکراسی په بستر وغځیدل چی په اروپا کی اوسیدل او کوریاوال ځکه په دی غضب ککړ دي چی د خپلی واکمنی کورنی احترام او اطاعت یی وکړ چی دوی یی ۷۰ کاله له ازادی بی برخی کړل؟
جمال رحمتی هم په شرق ورځپاڼی کی کارتون ویستلی چی په کی د جونګ شمع د ویلی کیدو په حال کی ښيي.
nnwriter@yahoo.com