کور / تازه خبرونه / په پېښور کې د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد فاتحه واخيستل شوه.

په پېښور کې د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد فاتحه واخيستل شوه.

پېښور : نن د شنبې په ورځ د لس بجو څخه تر دولسو بجو پورې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز او د ارواښاد شمس الهدا شمس د کورنۍ لخوا د ارباب روډ د گل حاجي پلازې په جومات کې د ارواښاد قدرت الله حداد فاتحه په پرتمينو مراسمو سره واخيستل شوه، چې په کې د پېښور او نورو لرې پرتو سيمو څخه راغليوپښتنو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، سياستوالو، د افغان ادبي بهير، کوهاټ رښتين ادبي ټولنې، د حميد بابا ادبي ټولنې، قلندر بابا ادبي ټولنې غړو او نورو قومي مشرانو برخه واخيسته. غونډې ته د ښاغلي زردشت شمس د خپلې کورنۍ، سردار خان سيرت د الحاج امام الدين ساپى په استازيتوب، مولوي اوليا زابلوال، استاد فضل مولا توره کى د افغان ادبي بهير په استازيتوب، حنيف اپريدي د حميد بابا ادبي جرگې په استازيتوب، شاه محمود غزنوي د قلندر ادبي جرگې په استازيتوب، جنرال عبدالصمد مومند د افغان فرهنگي ټولنې په استازيتوب او عبدالواحد مشواڼي د قدرت الله حداد د ژوند په بېلا بېلواړخونو رڼا واچوله او ښاغلي ميرزمان جبارخيل د حداد صاحب په ياد يو شعر ولوست. وروسته د مراسمو گډونوالو د خاطرو په هغه کتاب کې د حداد صاحب په اړه خپل تاثرات خوندي کړل او په يو سيمه ييز هوټل کې ميلمنو په هغه خيرات کې برخه واخيسته چې د حداد صاحب د ايصال ثواب لپاره برابر شوى و.
د يادونې وړ ده چې په همدغه جومات کې د گډونوالو لخوا د قرآن عظيم الشان ختم هم وکړى شو.