په ښوراوک کي ۳۰۰۰ ک.ګ. چاودېدونکي توکي تر لاسه سول

د لراوبر اداره | دسمبر 24th, 2011


افغان سرحدي پوليسو تېره ورځ د کندهار ولايت په ښوراوک ولسوالي کي درې زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او ورسره درې تنه وسله وال کسان نيولي دي.


پورته ياد سوي چاودېدونکي توکي او کسان تېره ورځ غرمه مهال ددې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کي پر ډيورنډ کرښه پداسي حال کي نيول سوي چي  تازه تر ډيورنډ لاين دې خواته راوښتي وه.


له دې توکو سره يو ځاى نيول سوي درې تنه هم دا مهال تر پلټنو ګروېږنو لاندي دي څو  د هغوى د هدف په اړه ورڅخه معلومات تر لاسه سي او هم له همدې لاري د نورو مخالفينو او ورانکارو کسانو نيولو ته لاره هواره سي.


د کندهار په سرحدي ولسواليو کي  د چمن، توبې او يو شمېر نورو وړو ښارګوټو سره پر پوله له دې وړاندي هم له چاودېدونکو توکو ډک موټرونه، ځانمرګي بريد کوونکي، وسلې او وسله وال کسان نيول سوي دي چي ډېرو يې د خپلو لومړنيو پلټنو پرمهال د پاکستان څخه د رهبري کېدو او رالېږني خبره کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024