کور / اسلامي / كرسمس

كرسمس

د Christmas توری په اصل کې له دوو کلمو جوړ دی چې لومړی یې Christ او معنى يې- مخلص- ده عیسویان دغه کلمه د عیسی علیه السلام یو لقب ګڼي، دوهمه کلمه mas اومعنی یې زېږېدنه  ده.


کرسمس د عيسایانو اختر دی چې هر کال د دسمبر د میاشتې په ۲۵مه نیټه یې په دې عقیده لمانځي چې په دې ورځ عیسی علیه السلام زیږیدلی دی. د عيسویانو په کتابونو کې د ميلاد د نیټې په اړه پراخه اختلافات موجود دي البته بیا دوی د ۲۵ دسمبر د ميلاد او یا د اختر د ورځې د لمانځلو لپاره غوره کړی.


د کرسمس ورځ په منځنیو پیړیو کې په المانیا کې په لومړی ځل  ولمانځل شوه.


د کرسمس د مبارکۍ حکم: 


عیسویانو ته دكرسمس مباركي وركول او يا له هغوي سره په كرسمس كې برخه اخيستل دټولو علماؤ په اتفاق سره حرام دي، ځکه دا دهغوي دباطلو عقائدو منل او عيسويت ته دحق دين په په توګه دي.
اخترونه يوه ديني قضيه ده او په دين پورى تړل شوی، حديث شريف راځي:


(لكل قوم عيد وهذا عيدنا)


ژباړه:د هرقوم اختر وي او دا زموږ زموږ اختر دى.


ابن القيم رحمه الله فرمايي:
” عيسویانو سره دكرسمس لمانځل داسې دی لکه لكه صليب ته چې سجده وکړې بلكې دا د الله په وړاندې دشراب څكلو، زنا كولو او داسى نورو لويو ګناهونو څخه هم لويه ګناه ده- ډيری  خلك چې دين ورته ارزښتتمن ندى په دې كې واقع کيږي او دى په دې نه پوهېږي چې دا په څومره لويه ګناه كى واقع شو، چا چی عیسویانو سره په كرسمس كى برخه واخيستله او يايې د کرسمس مباركي وركړه نو دا دډيرې لويې ګناه مرتكب شو”
وګوره : أحكام أهل الذمة لإبن القيم


 كه چیرته عيسوي یو مسلمان ته دكرسمس مباركي وركړه نو مسلمان دې ځواب نه وركوي:


شيخ إبن العثيمين رحمه الله په دې اړه فرمايي:
” كه چیرته عيسایانو مونږ ته دكرسمس مباركي راكړه نو مونږ به ورته هيڅ ځواب نه وركوو ځکه کرسمس زموږ اخترنه دى بلکې کرسمس د عيسایانو په دين كى غیر مشروع عمل دی چې دوی له ځانه پیدا کړی دی او كه چیرته مشروع هم وي نو دعیسویت دين د اسلام په راتګ سرع منسوخ شویدی .


الله تبارك وتعالى فرمايي:
“ومن يبتغ غير الإسلام دينا فلن يقبل منه وهو في الأخرة من الخاسرين” ال عمران(85)
وګوره: مجموع فتاوى ورسائل لشيخ إبن عثيمين 3/369


دعیسویانو سره مشابهت حرام دى:
مسلمانه!
له عيسویانو سره دهغوی په مراسمو کې ګډون کول، دكرسمس كيك ورسره پريكول، لیکونه ليږل، د مبایل د لارې نه پيغامونه لیږل، دكرسمس په ورځ رخصتي کول، په دې ورځ دخوږو شیانو ويشل  او همداسى نور… حرام دي؛ ځکه دا له عيسویانو سره ځان مشابه کول دي او څوك چې دكفارو سره مشابهت وکړي نو مشابهت کوونکې د کفارو د ډلې څخه ګرځي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
“من تشبه بقوم فهو منه” ابوداود یې روایت کړی


ابن تيميه رحمة الله عليه فرمايي:
” له عیسویانو سره مشابهت او يا هم له هغوي سره په کرسمس کې برخه اخيستل  عیسویانو ته خوښي ورکوي او دا خوښي  په هغه څه كې ورکول کيږي چی دوی په باطله سره دي ځكه د عیسایت دين منسوخ شويدى- او داسى هم شي چی هغوي ته دا موقع په لاس ورشي چې ضعيفه مسلمانان د اسلام له دین څخه واړوي او هم يى ذليله كړي”
و ګوره: اقتضاء صراط المستقيم مخالفة اصحاب الجحيم.


په پای کې د کرسمس لمانځل د ټولو علماءو په اتفاق سره حرام دي، او که چا دوی ته د کرسمس مبارکي ورکړه نو د اسلام مبارک دين له دائری څخه وتلې او مرتد ګڼل کيږي.