کور / هراړخیز / کیم جونګ ایل- د شمالی کوریا(ګران مشر) لومړی برخه

کیم جونګ ایل- د شمالی کوریا(ګران مشر) لومړی برخه

د یکشنبه ماښام، د ډیسمبر۱۸، د شمالی کوریا دولتی تلویزون اعلان وکړ چی د هیواد مشر د زړه د دریدو له امله له دی نړی سترګی پټی کړی. 
کیم جونګ ایل د کمونیستی دولتونو له پاتی شونو څخه پر یوه حاکم وو؛ دده حکومت یوه ترټولو مهمه ځانګړنه داوه چی تر پایه یی  کمونيسټي وساتله ، هغه د هیواد ګوښه نشینئ او رهبانیت وو.
د نړیوالو لپاره د شمالی کوریا هیواد؛ د بشر د حقوقو ناقص، د سیاسی استبداد، نظامي واک او ځواک په نوم تعریف شوی. فوځیان په دولتی تشکیلاتو کی مهم رول لري او نه پریږدي چی هیواد سیاسی ازادي ترلاسه کړي.
ملت په سختو شرایطو کی خپل ژوند ته ادامه ورکوي؛ خو حکومتي تبلیغات دغه سخت شرایط له باندی-متوجه خطرونو سره د مقابلی او دایمی ازادی لپاره حتمي او لازمی بولي.
په اخرنیو کلونو کی حکومت د اتومي پروګرام پرمخ بیول تیز کړل هغه هم په داسی حالت کی چی تخمینونه او احصاییی دا هیواد د خوراکي توکو له کمبود سره مخامخ بولي.
جونګ د خپل پلار سونګ پرځای د واک پر ګدی کیناست او د خپل پلار غوندی شخصیت یی خپل کړ.
سونګ ته یی په کوریا کی د(کوریا د دیموکراتیکو خلکو د ولسمشر) لقب ورکړی وو؛ د هغه له مرګ وروسته دغه لقب بل چا ته ورنه کړل شو. کیم ته یی په کوریا کی د (ستر لارښود\” او یا هم \”ګران مشر\” او \”محترم پلار\”  لقبونه ورکړل.
څنګه چی د کوریا په اړه مالومات مرموز او مخفي دي؛ دا ډول خبری د جونګ د ژوند په اړه صدق کوي.
د شمالي کوریا د رسمي منابعو په وینا جونګ په کال ۱۹۴۲ کی د فروری په ۱۶ د کوریا په غورنو کی چی هغه مهال د جاپان تر استعمار لاندي وو په یوه فوځي کمپ کی نړی ته سترګی وغړولی؛ دغه استثنایی نو مولود په منځ ته راتګ سره په غره د شنی زرغونی نښی ولیدل شوی.
د پخواني شوروي اتحاد لخوا ورکړل شوي مالومات بیا بیل ډول دي. دوی وایي چی جونګ په ۱۹۴۱ کی،د روسیی د خاباروسک کلی ته نږدی په یوه کلی کي دنیا ته هغه مهال چی پلار یی سونګ له چینه او کوریا د تښتیدلو کسانو د یوی ډلی مشري په غاړه لرله سترګی غړولی دي.
ددی مالوماتو پر بنسټ ویلی شو چی د جونګ مور د کیم جونګ سوک د سونګ لومړنی میرمن وه.
په کال ۱۹۴۵ د دویمی نړیوالی جګړی په منځ ته راتګ سره، کوریا د جاپان له څو دیرشو کالو له استعماره خلاصه شوه. سونګ دشوروي په یوی کشتی کی له خپلی کورنی سره کوریا ته ستون شو او د شمالي کوریا په اوسني پایتخت پیانګ یانګ کی یی واړول.
د دویمی جګوی په پای ته رسیدو سره، د شوروي او امریکی ترمنځ د شوي توافق له مخی، د کوریا جزایر په دوو برخو وویشل. په کال ۱۹۴۸ کی شمالي کوریا د شوروي په ملاتړ د سونګ په مشری رسماً د خپل شتنون اعلان وکړ.
د جونګ بیوګرافي ښیی چی ده خپلی لومړنی زده کړی په  پیانګ یانګ کی ترسره کړیدي. له هغه وړکتوبه په سیاسي فعالیتونو او حزبی منډو ترړو بوخت وو. خو باندنی منابعی وایي چی هغه مهال چی د دوو کوریاوو ترمنځ(۱۹۵۰-۱۹۵۳) جګړه روانه وه نو د شمالي کوریا د مشر ځوی په چین کی په زده کړو بوخت وو.
جونګ وروسته د کیم ایل سونګ له پوهنتونه په شمالي کوریا کی فارغ شو او ویل کیږي چی په کال ۱۹۷۰ کی د خپل پلار د دوستی له وجی چی د مالټا له لومړي وزیر سره یی درلوده، د انګریزی ژبی د زده کړی لپاره هغه هیواد ته تللی دی.
په همدی مهال هم هغه د خپل پلار ځایناستی ګڼل کیده او په ۱۹۷۵ کی یی رسماً د \”د ګران مشر\” لقب تر لاسه کړ.
د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۴ په کلونو کی یی د حکومت،ګوند او فوځ په مهمو پوستونو دندی ترسره کړی؛ او کله یی چی پلار سونګ په ۱۹۹۴ کی د جولای په اتمه مړ شو نو دی د شمالي کوریا رسمي واکمن اعلان شو.
شمالي کوریا د جونګ په دوره کی:
هغه مهال چی کیم د شمالي کوریا واکمن شو، دده په اړه ډیر کم مالوماتو شتون درلود هغه هم په داسی حال کی چی ده د حکومت،ګوند او فوځ په ډیرو مهمو پوستونو باندی دندی ترسره کړیوی.
د جنوبی کوریا رسنی دی په کال ۱۹۸۷ کی د جنوبی کوریا د یوی الوتکی د غورځیدو مسول ګڼي او دی یو خودخوا، کم هوشه او د الکولو او ډول،ډول غذاوو خیټور خوړونکی بولي.
په همدی مهال، هغه کسان چی ده ته نږدی دي؛ دی یو هوښیار، په کار پوه، په سیاسي رموزو بلد او له نړیوال سیاست سره بلد کس په توګه پیژني چی له دی ډلی څخه د امریکی د وخت د باندنیو چارو وزیر میډلن البرایټ، له ده سره د لیدنی وروسته، دی یو له مالوماتو ډک کس وباله.
پاتی لري…
nnwriter@yahoo.com