د فلسفي بهير دویمه غونډه جوړه سوه

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2011


 د جمعې پر ورځ، له ماسپښين وروسته د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د ځينو ځوانو ليکوالانو لخوا دفلسفي بهير  دویمه غونډه ترسره شوه.
دغه فلسفي بهير خپله دویمه غونډه په خوځون علمي پرمختيايي مرکز کې چې په احمدشاه بابا مېنه کې موقعيت لري، ترسره کړه.
د فلسفي بهير په دویمه  غونډه کې د فلسفې په تاریخي خبرې وشوې.
عبدالودود پښتونځار او خان ولي خان بشرمل د فلسفې د تاریخي بهیر په اړه خپله ليکنه واوروله او په اړه يې څرګندونې وکړې چې د دوستانو ځينو پوښتنو ته يې ځوابونه هم وويل.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې غونډه کې به محمد داود نیازی د اقتصاد د علم د رامنځته کیدو په هکله دوستانو ته معلومات ورکړی، هیره دې نه وی چې له دې وروسته به هره اوونۍ د فلسفې په اړه په همدې ځاى کې ناستې کيږي او ځوانان به پکې د فلسفې او اړوندو علومو په اړه خپل نظريات څرګندوي او له ويناوالو څخه به اښتنې پوښتنې کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024