کور / نثر / شخصيت

شخصيت


احمد شا امين - کندهارپه نړۍ کي هر بشر يو شخصيت لري، شخصيت هغه څه دئ، چي د بشر ښېګړه، همت، شرافت، وجدان، غيرت، تورياليتوب، برياليتوب، بې همتي، سپکتيا، ذلت، وچ تقليد، بې پتي او داسي نورو خواصو ښکارندويي کوي. 
دا چي بشر يو ټولنيز ژوئ دئ؛ نو له دې اسيته يې د شخصيت له مخي پر درو ډلو ټپلو وېشو:
– ښه شخيصت: هغه دئ، چي و ټولني ته د نېکمرغۍ او تقوا پيغام را وړي.
– بد شخصيت: هغه دئ، چي و ټولني ته د فساد او فتنې پيغام راوړي او شايع کوي يې.
– کمزورئ شخصيت: هغه دئ، چي نه و ټولني ته د نېمکرغۍ پيغام را وړي او نه هم فساد خپروي، بلکه په ټولنه کي هر څه ويني او اوري خو ژبه نه لري، چي يا يې مخنيوئ و کړي او يا يې تائيد.