کور / خبرتیا او پيغامونه / له ملي سوداګرو او…څخه دميدان وردګو ولايت د مشرتابه غوښتنه

له ملي سوداګرو او…څخه دميدان وردګو ولايت د مشرتابه غوښتنه

له ملي سوداګرو اوشتمنو هېوادوالو څخه دميدان وردګو ولايت د مشرتابه غوښتنه


دهېواد دننه او بهر درنوهېوادوالو، ملي سوداګرو،پانګوالو او شتمنو تر هر څه لومړى تاسو ټولو ته له ستر څښتن  تعالى څخه  روغتيا اودژوندانه په ټولو چارو کې برياوې غواړو، لوى څښتن(ج) دې وکړي چې روغ او بريالي اوسئ!


درنو،تاسو به دميدان وردګ ولايت په اړه مالومات لرئ، چې دهېواد يو وروسته پاته مرکزي ولايت دى. په وروستيو درې لسيزو کې ورته دجنګونو له کبله دځينو نورو ولايتونو په شان ډېر زيانونه اوښتي اوويجاړتياوې پکې رامنځته شوي.ددغوورانيو د ودانولو او ددې ولايت د رغولو لپاره ډېرو جدي هلو ځلو ته اړتيا ليدل کيږي. په ځانګړې توګه   په پوهنيز ډګر کې ډېرو  پرمختيائي چارو ته اړتياده.


محترمو! په ميدان وردګ ولايت کې(٢٦٨) ښوونځي شته، چې (١٣٢٠٠٠) تنه زده کوونکي په کې لوست کوي. په دې ښوونځيو کې (٢٨٠٠٠) تنه نجونې او (  ١٠٤٠٠٠)هلکان  زده کړې کوي. له دغو ښوونځيو څخه  (١٤٦) ودانۍ نلري او(١٤٠) ښوونځي دڅښلو پاکې اوبه او تشنابونه نلري.حتى په ځينو ځايونوکې ماشومان کتابونه او درسي مواد هم نلري. پر ډاګ اوکنډوالو کې لوست کوي او پښې لوڅې ښوونځيو ته راځي. تاسو باور وکړئ وړم کال موږ دولايت ځينو ولسواليو ته کاري سفرونه وکړل او هلته مو داسې بې وسه کوچنيان وليدل، چې پښې ابلې،جامې شلېدلې، بې قلمه او بې کتابه ښوونځيو ته راغلي وو.


 درنو!موږ سږ کال پتېلې ده،چې په ميدان وردګ ولايت کې ددغو ماشومانو لپاره دښوونې او روزنې سمه زمينه مساعده کړو.ستونزې يې،تر ډېره بريده لرې کړو.د بې ودانيو ښوونځيو ودانۍ جوړې کړوو. دپاکو اوبو لپاره ورته څاوې وباسو.څوک چې کتابونه نه لري، کتابونه ورته چمتوکړو.او درسي خونې  ورته په درسي وسايلوسمبالې او جوړې کړو.


ددې ستونزو دهواري لپاره موږ له مرستندويانو څخه مرستې غوښتي او غواړوو يې. همداشان  دپوهنې له وزارت سره مو هم ستونزې  شريکي کړې دي،چې هغوى هم راسره د(         ) ښوونځيو لپاره د ودانيو دجوړښت ژمنه کړې. له دې سره سره، موږ هيله لرو چې تاسو ملي سوداګر او شتمن د مرستندويانو او پوهنې وزارت په خوا کې له موږ سره  په نوموړي کارکې  برخه واخلئ.چي دځورېدلو بچيانو دزده کړې په وړاندې ستونزې کمې شي او دهېواد په بيارغونې کې له موږ سره شريک شئ. او هر څومره مرسته(ديوه کوهي کنستل، قرطاسيې برابرول، انګړ جوړول او يا هم د پوره ودانۍ جوړول) مو چې په وس پوره وي  هم ونه سپموئ!


موږ دمرستو د راټولونې، دعملي کار پيل کولو اوپه شفافه توګه دلګونې  لپاره يو درې کسيز کمېسيون ټاکلى،چې خداى مکړه  ستاسو او نورو مرستندويانو مرستې بې ځايه لاړې نشي. په دې  درې کسيز کمېسيون کې د ددې  ولايت درې تنه رئيسان: دپوهنې رياست رئيس ښاغلى (عبدالواحدحکمت،دکرنې رئيس ښاغلى (فضل عمر) او دښځو دپرمختيائي چارو رئيسه اغلې( حميرا حقمل) شامل دي. که تاسې غواړئ، چې په دې لار کې له خپلو بې وزلو کوچنيانو سره مرسته وکړئ، نو دکمېسيون له غړيو سره تماس نيولاى شئ.
ښاغلى عبدالواحدحکمت دپوهنې رياست رئيس: ٠٧٧٢١٢٨٩٤٣
ښاغلى فضل عمر د کرنې رياست رئيس: ٠٧٩٩٨٦٧٢٨٥
اغلې( حميرا حقمل)،دښځو دپرمختيائي چارو رئيسه: ٠٧٠٠٢٩٢٦٥٩


تاسو ټولو ته  په خپلو کارونو کې لا برياوې غواړوو او يوځل بياغوښتنه کوو،چې هر څومره  مرسته موچې په وس پوره وي، هغه  د راتلونکي نسل د ښووني او روزني په برخه کې ونه سپموئ.


په هېواد کې دپوهنې دغوړيدا په هيله
عبدالجبار نعيمي
دميدان وردګو ولايت والي
٧-١-١٣٨٧ل.ل
Maidan_wfs@yahoo.com