کور / تازه خبرونه / كندهار:دژړي ،ميونداومختاركمپونوكډوال پخپله خوښه …

كندهار:دژړي ،ميونداومختاركمپونوكډوال پخپله خوښه …

دافغانستان دكډوالواوبيرته ستنېدونكوچارووزارت چمتودي چې ۱۳۸۷  كال دوري له ۱۵ نېټي څخه په كندهاراوهلمندولايتونوكې ميشت  كورني بېځايه سوي كډوال ترخپلواصلي ځايونوپوري وليږدوي .


دكډوالوچارووزارت وايې چې هڅه كوې له بهرنيوهيوادونوڅخه دافغاني كډوالوله راستنېدوڅخه مخكې كورني بيځايه سوي كډوال خپلواصلي مينوته ستانه كړي .


دګډوالواوبيرته ستنېدونكوچارووزيرشيرمحمداعتباري وايې اصلي ټاټوبوته به دكورنيوكډووالوستنېدنه په خپله خوښه وي اودوې به له درې مياشتني خوراكې مرستې سره سره دنړيوالي ټولني په مرسته ګډوالوته په خپلواصلي ځايونوكې دسرپناددووكوټودجوړونې امكانات هم  برابركړي .


شير محمداعتباري وويل چې له ګډواولوسره به په خپلواصلي مينوكې دټولگټوپروژوپه پلي كولوكې هم دوي مرسته وكړي .


دافغانستان دكډوالواوبيرته سنېدونكوچارووزيرشيرمحمداعتباري په كندهاركې دميوند،ژړي اودهلمنددمختاركمپ له كډواوسره دليدني پرمهال له هغوې نه غوښتي چې دراتلونكې جوزاله مياشتي څخه مخكې خپلواصلي مينوته ستانه سي .


دكډوالواوستنېدونكوچارووزيرشيرمحمداعتباري چې په كندهاركې يې په يوه خبري ناسته كې خبري كولې زياته كړل چې دراتلونكې جوزاترمياشتي پوري  ورسره دكډوالودپنډغالورسميت پايته رسيږي اودوي بايدله يادي سوي نيټي څخه مخكې
اصلي ځايونوته رهي سي .


نومه وړې وويل چې هغه  كورني ګډوال ورسره رسميت لري چې دملګروملتونودګډوالود ادارې له لوري دكورنيوبيځايه سويوګډوالوپه نامه پيږندل سوي وي .
 شيرمحمداعتباري وويل چې ګاونډي هيوادپاكستان هم تر۲۰۰۹ عيسوي كال پوري دجلوزو،ګردي جنګل اوپيرعلي زي كمپونودتړلوتابياكړې .


نومه وړي زياته كړل چې دملګروملتونوله لوري له زياتوګډوالوسره دوه كاله وړاندي لادمرسته لړي بنده سوي ده .


دګډوالووزيروويل چې دم كړي په ټول لوي كندهاركې داټكل له مخې نږدي يوسلوپنځوس زړه بيلابيل ګډوال ميشت دي .


شيرمحمداعتباري وايې چې دژړي ،ميونداودهلمندده مختاركمپ دكډوالوله استازوسره يې خبري كړي چې په خپله خوښه له ټاكلي نېټي سره سم خپلواصلي مينوته ستانه سي .


وزيروويل چې له كندهارڅخه يې پرته وړاندي دهرات ولايت له كورنيوګډواولوسره هم چې زياتره يي له شمالي ولايتونوڅخه كډوال سوي  ليده كاته كړې چې په خپله خوښه اصلي ځايونوته ستانه سي .


نومه وړي امنيتي ستونزوته پام سره وويل چې له امنيتي اداروسره يي پدي اړه خبري كړي چې ورسره مرسته وكړې .