کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان ځوانانو د پيوستون ټولني بيړنۍ غونډه او پرېكړه ليك

د افغان ځوانانو د پيوستون ټولني بيړنۍ غونډه او پرېكړه ليك

لورونكي ځواك او واك په نامه چې انسان ته يې قلم ورډالۍ كړى.


 


په افغانستان کښی د افغان ځوانانو د پيوستون ټولنې بيړنۍ غونډه او پرېكړه ليك!


 


لكه څرنګه چې خبرياست څو ورځې وړاندې  مو له ډله ييزو رسنيو واورېده چې د هېواد وتلى سياستوال او د امن او امنيت نوښتګر كارپوه نوميالی پروفيسور ښاغلى علي احمد جلالي په اټكلي ډول د راتلونكو ټولټاكنو نوماند ( كانديد ) دى خو ښاغلي جلالي خپله نوماندي  نه تاييد كړې او نه يې رد كړې ده.


ددې خبر په اورېدو سره  په افغانستان کښی د  افغان ځوانانو د پيوستون ټولنې ځوانانو د پيوستون ټولنې يوه بيړنۍ غونډه وكړه او يو پرېكړه ليك يې خپور كړ چې منځپانګه يې پدې ډول ده:


د ګران افغانستان د اوسني سياسي بحران د پايته رسولو لپاره د يوې سالمې او كارنده ادارې جوړېدا ډېره اړينه ده او په اوسني بحرانی حالت كې ښاغلى  پروفيسور علي احمد جلالي يو لوړ شخص او د ګران هېواد له بحرانونو هغه خبر او اګاه سياستوال دى چې، په دغه لاره كې  نه ستړې كېدونكې خدمتونه كوي. په افغانستان کښی د  افغان ځوانانو د پيوستون  ټولنه نه يواځې دا چې له نوموړي څخه خپل ټينګ او هر اړخيزه ملاتړ اعلان وي ، بلكې هيله ترې كوي چې د يوې سالمې او ملي ادارې د جوړېدا لپاره اړينه ده چې نوموړى ( ښاغلى جلالي ) په راروانو ټولټاكنو كې ګډون وكړي ځكه چې دا د هېواد حق او د افغØ
 �نانو غوښتنه ده.


اوسمهال ټولو افغانانو دا درك كړې ده چې څوك د څه شي وړتيا لري، يانې افغانان له ښاغلي  پروفيسور علي احمد جلالي نه كلك ملاتړ كوي.


د  افغان ځوانانو د پيوستون ټولنه يوه ملي، خپلواكه، سياسي، كلتوري او افغاني ټولنه ده چې د هېواد په كچه د نظر د خاوندانو او بااحساسه ځوانانو په مرسته د هېواد د مادي او معنوي رغونې لپاره نه ستړې كېدونكې، اسلامي او افغاني هڅې كوي. دغه ټولنه په پلازمېنه كابل كې څوارلس سيمه ييز دفترونه او هم دولس ولايتي نمايندګۍ لري، همدارنګه د ټول هيواد هېوادپال ځوانان(ښځينه او نارينه) ورسره ملګري دي.


په ټوله هېوادنۍ مينه او درنښت


د ټول افغان ځوانانو د پيوستون ټولنې د اړيكو د سمون کميټه