کور / راپور / ښاغلي اسماعيل يون په جرمني کښي د افغاني ټولنو سره وکتل

ښاغلي اسماعيل يون په جرمني کښي د افغاني ټولنو سره وکتل

 


افغان ليکوال او د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد اسماعيل يون اروپا ته د خپل سفر په لړ کې، د ۲۰۰۸ کال د مارچ په درويشتمه د بن په ښار  کې د يو شمير علمي او فرهنگي شخصيتونو سره وکتل.
غونډه  «د افغانستان اوسنۍ پرمختياوې، ستونزې او احتمالي حل لارې» تر نامه لاندې د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک)  په دفتر کې جوړه شوی وه. د جرمني سربيره  د هالند، بلجيم او انگلستان هېوادونو څخه هم د فرهنگيانو ځينو استازيو په دغه غونډه کې گډون کړی وو.


 


 


 


د افغانيک مشر ډاکتر يحیی وردک د يون صاحب په پېژندنې کې وويل:
«ښاغلی اسماعيل يون هم د فکر، هم د خبرو، هم د قلم او هم د عمل سړۍ دی.»
وروسته ښاغلی اسماعيل يون راغلو ميلمنو ته په وروستيو اوو کلنو کې زموږ د گران هېواد په لاندو ټکو خبرې وکړی:
1. سياسي پرمختياوې او نيمگړتياوې
2. اقتصادي  =  =
3. فرهنگي =  =
4. نظامي   =  =
5. د بهرنيو قوتونو هماهنگي
ښاغلی يون په دغو برخو کې د شته ستونزو په لېری کولو کښې د بهر ميشتو افغاني علمي شخصيتونو په لا زياته ونډه ټينگار وکړ.
بيا يون صاحب افغان حکومت ته  د بهرميشتو افغانانو  وړانديزونه د ځان سره واخيستل او هم يي د دوی پوښتنو ته ځوابونه وويل. او وعده يی وکړه، چې دا نظرونه او وړانديزونه به تر خپلی وسې پورې مسوولينو او ادارو ته رسوی.
د ناستې په پای کې د افغانيک لخوا ښاغلی يون ته د مننې او د نن ورځې د يادون په توگه د فرانسوي ليکوال انتوان دو سانت ايکزوپېري د  ”کوچني شاهزاده“ کتاب ډالی شو.


ښاغلی اسماعيل يون د افغان ليکوالو او فرهنگي شخصيتونو د کتلو لپاره  پاريس، بلجيم، هالند، دنمارک او سويدن ته هم ورغی. په دغه سفر کې د ده سره ښاغلی غريب په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د گډي جرگې، ښاغلی امين باوري په بلجيم کې د بهير د ټولنې، ښاغلی محمد حسن شور په هالند کې د کلتوري ټولنې او ښاغلی نجيب احمدزی په انگلستان کې د فرهنگيانو په استازيتوب هملاري وو.