کور / خبرتیا او پيغامونه / د كندهار راډيو تلويزيون رسمي ويبپاڼه پرانستل سوه

د كندهار راډيو تلويزيون رسمي ويبپاڼه پرانستل سوه




 


www.kandahartv.com



دكندهارراډيوتلويزيون خپرونونړيوال جال ياانټرنيټ ته لارپيداكړه .
هغه مراسم چي نن دكندهارداطلاعاتو او كلتور په رياست كي دكندهارراډيو ټلويزيون دويب سايټ درسمي پرانستني په اړه جوړ شوي وو دكلام الله مجيد دڅومباركو آياتونو په تلاوت سره پيل شول .




ورپسي دكندهارداطلاعاتو اوكلتور رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي دكندهارراډيوټلويزيو ن دويب سايټ او يادشوي علمي پرمختګ په اړه دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو اوكلتور دوزيرپيغام او پرانستونكې وينا واوروله . ښاغلي بابي دخپلې وينا په اوږدوكي ميلمنو ته دښه راغلاست ويلو ترڅنګ دكندهار راډيو ټلويزيون ويب سايټ نه يوازي دراډيو ټلويزيون داداري بلكي دكندهارداولس او نړيوالوترمنځ دارتباط دكړۍ په توګه يادكړ او دكندهارراډيو ټلويزيون داداري له كاركوونكو څخه يي هيله وكړه ترڅويي دكيفيت په ښه كولو او نړيوالو ته يي په رښتيني توګه دافغاني ټولني دپيژندلو په برخه كي هم زيار وباسي .




ورپسي دكندهار راډيو ټلويزيون آمر ښاغلي جاويد احمد وفا هم دكندهار راډيو ټلويزيون په نوي او معاصرډګر كي لاس ته راوړني او ننګونې يو پربل پسي ديوه ريپوټ په ترڅ كي دغونډي برخوالوته وړاندي كړي اوپه دي لړكي يي دكندهارولايت دمقام ، دكندهارداطلاعاتواوكلتور رياست او دكندهارولايت دځوانو فرهنګپالو دلاس نيوي ستاينه وكړه .
بيا دكندهارراډيو ټلويزيون دويب سايټ بنسټ ايښودونكي ځوان فرهنګپال ښاغلي خالد هادي حيدري پرخپل وارسره دويب سايټ په اړه له علمي معلوماتو وركولو وروسته دكندهارپه ځوانانو او پخوليكوالانو باندي ږغ وكړترڅو دنړۍ په دي نوي عصركي له دي مهمي او علمي ټكنالوژي څخه په ګټه اخيستنې سره دخپل هيواد دفرهنګ بډاينې ته لاسونه سره وركړي او داخپل دروند ملي رسالت وبولي .
ترهغي وروسته دكندهارداصلاحي او مشورتي جرګي وياند تورن نيك محمد خان ، دكندهاردكليودپراختيا اوبيارغوني رئيس ښاغلي انجنير عبدالطيف آشنا ، او دكندهارداقتصاد  رئيس ښاغلي محمدرحيم رحيمي يوپربل پسي ديادي شوي بريا په اړه ارزښتناكي او لارښوونكې ويناوي وكړي .








په پاي كي دكندهارولايت داطلاعاتو او كلتور رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي ، دكندهاردراډيو ټلويزيون آمر ښاغلي جاويد احمد وفا او ښاغلي خالدهادي حيدري دكمپيوټردكليك په وهلو سره په رسمي بڼه دكندهار راډيوټلويزيون ويب سايټ پرانسته .
ديادوني وړده چي دپروګرام په پاي كي ښاغلي خالد هادي حيدري اودكندهار داډيو ټلويزيون داداي په استازيتوب ښاغلي وفا ته دولايت دمقام لخوا وياړنليكونه دښاغلي بابي او ښاغلي رحيمي په لاسونو وركړل شول .



دغه مراسم دغرمي ددولسوبجوپه شاوخواكي داختتاميه دعا په ويلواوعصريې په خوړلو  سره پاي ته ورسيدل .