کور / شعر / درې ګلونه

درې ګلونه


رحیمه پښتونجار
رانه دي ورک ګلونه
راڼه راڼه مې دي پراته د زړه په تل ګلونه
اوښکو کې پټ ماته ښکاره زما غمجن ګلونه
شوه رانه لیرې په سپيرو دښتو کې
پښو ته پراته دي د اغزو زما په سجدو ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
د پریښتو ګلونه
د ښاپیریو د کمڅو ګلونه
ترینه ټوکیږي د لونګو د خوشبو ګلونه
هم د رنګینو ګلغټیو د وږمو ګلونه
 رانه دي ورک ګلونه
چا د ښکلا په عمر ئې نن د خزان ترخې سیلۍ راوستي
څوک ئې د پرخو د بڼو په څوکو
د بیلتانه د سړې غیږې جنازې ښخوي
څوک لوټوي ئې ښکلا
څوک کړوي یې وفا
هر خواته ګورم لټوم مې د حیا ګلونه
رنګ مې د کور د زړه په ګور زما آشنا ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
د حکمتونو خدایه
د پریښتو د لمن
د سیوري لاندې ئې  خوندي لرې زما  گلونه
زما د وارث، زما د حارث زما د بلال ګلونه
زما د ټاټوبي ټول تنکي ښکلې ځوانان ګلونه
رانه دي ورک ګلونه
راڼه راڼه می دي پراته  د زړه په تل ګلونه
اوښکو کې پټ ماته ښکاره زما غمجن ګلونه
رانه دې ورک ګلونه