افغان منورين او د هېواد د ژغورنې لپاره د عبدالباري جهاني ږغ
له ټولو هغو ستونزو سره سره، چې د هرې ټولنې د منورينو تر منځ يې شتون ممکن دي، زموږ د ټولنيزې بدمرغۍ تر ټولو ستونزمن اړخ دادی ، چې د ملي يووالي او ملي ګټو په هيله د ارمانجنومنورينو لوی اکثريت هېوادنۍ بدمرغۍ ته د زلزلې په څېر د يوې طبيعي پېښې په سترګه ګوري، لکه مخنيوی چې يې بالکل د انسان له وسې وتلی کار وي، بس قهرمان هغه بلل کېږي چې پښې ترې خلاصې کړي.
بله برخه منورين په دې باور دي، چې که هېوادپال شخصيتونه په جلا ډول په خپلو ، خپلو لارو تلاش وکړي ، خپل ځانګړي استعدادونه او امکانات په کار واچوي يا د خپلو ځانګړو اړيکو او شناخت له لارې پرمختګ (!) وکړي او د دولتي واک لوړو پوړيو ته ورسيږي ( وکيل شي يا والي اويا وزير شي )، کولای شي دولتي اداره له فساد، رشوت او چټلۍ څخه پاکه او ټولنه له موجودو ګواښونو څخه وژغوري.
يو شمېر نور منورين بيا سياست ته د يوې ناپاکې او بدنامې پديدې په سترګه ګوري، او برسېره پردې چې ځان ترې ساتي، نورو نږدې يارانو ته هم د پېرزوينې له مخې له دغې (ناپاکۍ!) څخه د ځان ساتلو مشوره ورکوي . په دې ډول، هغوی چې دملي يووالي او ملي ګټو لپاره د رښتينولۍ، پاکۍ او سپېڅلتيا تمه ترې کيږي، د سياست له ډګره په يوه يا بله بهانه لېرې پاتې شوي دي، او په دغه ډګر کې د ناپاکۍ تخم ته د ودې او پرمختيا ښه زمينه برابره شوې ده . زموږ له ډېرو منورينو څخه ددې پوښتنې ځواب ورک دی، چې د ټولنې د سياسي ډګر د ناپاکۍ ډېره ملامتيا به د سياست پر اوږو بار وي او که دهغو بېطرفو (!) وطنپالو منورينو، چې د خپلې کمزورۍ يا بېوسۍ له وجې يې سياسي ډګر د ناولو سياست بازانو لوبو ته خالي کړی دی.
يوه بله جدي ستونزه چې زموږ د هېواد د ټولنيز بحران د ټينګېدو او اوږديدو سبب ګرځېدلې ده، د ديموکراسۍ اود بيان د ازادۍ تر چتر لاندې د انارشۍ تر پولو د بې بندوباره او بې کنتروله خپلسرۍ پراخېدل دي . ددغه خپلسرۍ له شامته په هېواد کې تر سلو زيات سياسي ګوندونه او سازمانونه رسمي راجستر شوي دي. برسېره پر دې ګڼ شمير غير رسمي سياسي ګروپونه او انډيوالۍ وجود لري . دغه ګوندي تعدد د سياسي نظرياتو د تعدد ښکارندوی نه دی، بلکې له يوې خوا په ټولنه کې د سياسي کلتور د نهايت کمزورتيا او له بلې خوا د ګڼ شمېر خارجي لاس وهنو او فرمايشونو څرګندونه کوي . د ګوندونو او سياسي ډلو تعدد په ټولنه کې د هغوی رول ته پوره ډېر زيان رسولی او د هغوی اعتبار يې کم کړی دی. که ګوندونه او سياسي ډلې د نظرياتو د ورته والي او اختلاف پر اساس تقسيم بندي شي، په ټول افغانستان کې درې، څلور غټ ګوندونه منځته راتلای شي چې د هر يوه رول او اعتبار به د پاملرنې وړ وي. خو د پورته يادې شوې ستونزې يو بل اړخ دا دی چې اکثره اوسني سياسي ګوندونه او ډلې د پخواني سياسي نږديوالي يا لريوالي پر بنسټ منځته راغلي دي . د ډېرو دغو ډلو پيروانو ( که پخواني جهاديان دي يا پخواني انقلابيان ) په مختلفو علتونو او مختلفو وختونو يې د نورو ډلو له پيروانو سره وهلي، ټکولي، بنديان کړي او وژلي دي . سره له دې چې په دغو سازمانونو يا تشکيلاتو کې ګڼ شمېر سالم او هېوادپال عناصر تنظيم دي، خو مخامخ د هغوی يووالی دناممکناتو تر بريده ستونزمن برېښي. د دوی يووالی هم د داسې يو چا مخکښۍ او يا لږ تر لږه منځګړتيا ته ضرورت لري چې څوک ونه کولای شي د يو طرف په توګه د نورو د وهلو، ټکولو، بنديانولو او وژلو ګوته ورته ونيسي.
رښتيا خبره داده، چې تر اوسه ډېرو ملي وطنپالو ځانګړو شخصيتونو او يا متشکلو سياسي سازمانونو په مختلفو وختونو د هېواد د ژغورني، نیکمرغه کولو او سمسورولو په نيت د هېوادپالو افرادو او کړيو د پراخ ملي راټولښت لپاره ږغ پورته کړی او هڅې يې کړې دي . مګر د مختلفو عواملو له کبله يا د دوی اواز تر ټولو نه دی رسېدلی او ياټولو ددوی اواز نه دی اوريدلی او له همدې کبله تر اوسه پورې له بده مرغه تشتت او پراګندګي زموږ د منورينو پر ذهنيت حاکمه ده . خو دا په هيڅ ډول دمنلو وړ نه ده چې بدمرغه، بدرنګه او بې خونده ژوند دې د ابد لپاره زموږ د هېواد او هېوادوالو برخليک وي . نن وي که سبا ، ژر وي او که ځنډ، داسې وخت حتماً راتلونکی دی، چې زموږ ټولنه به په سالم عقل او پوره حوصله دشر او فساد دکورنيو او بهرنيو عواملو څخه د ځان د خلاصون لپاره غوڅ تصميم نيسي .
د « ملي يووالي» تر سرليک لاندې مې د ستر افغان شاعر او فاضل ټولنپوه ښاغلي عبدالباري جهاني ليکنه ولوستله ، او په لوستلو يې ډېر خوشال شوم. ځکه هغه څه مې په کې په ډېر وضاحت پيدا کړل چې له ډېرې مودې راهيسې مې په فکر کې کښته پورته کېدل، او غوښتل مې نه يوازې د درانه جهاني صاحب ، بلکې د خپلو ټولوهغو يارانو په وړاندې يې مطرح کړم ، چې د علم، فرهنګ، کتاب او قلم سره سروکار لري يا په حکومتي او ټولنيزو چارو بوخت دي او مجبور دي چې سياست وکړي خو له سياست څخه يې په يوه يا بله بهانه فاصله نيولې ده . دوی شپه او ورځ او هره ګړۍ د هغو مسايلو سره لاس او ګريوان دي چې ځانګړي افراد او کوچني سازمانونه که هر څومره فکري او فزيکي قوت هم ولري له حل څخه يې عاجز دي او يوازې يو پراخ ملي منظم او متشکل نهضت يې د حل لارې موندلای شي. د دغه شان يو پراخ ملي تحريک رامنځته کول د ټولنيز بحران دحل يوازينۍ موثره لار ده، خو د جوړولو لپاره يې د هر چا اواز تر ټولو نه رسېږي . له همدې کبله ددې کار لپاره د جهاني اواز ضروري و. اوس د داسې خوښۍ او دمې احساس کوم لکه د کومې ورکې په لټون پسې چې سرګردان وم او له ډېرې مودې وروسته په لاس راغلې وي . له يوې خوا زما لپاره مشکله وه چې د جهاني په شان ديوه پېژندل شوي شخصيت او هر اړخيز پاخه او درانه مشر په وړاندې هغه څه وليکم لکه څنګه چې ده خپله ليکلي دي : «… تجربې وښودله چی ملی وحدت لکه چی يوازي د ضرورت په اساس منځته نه سي راتللای . ملي وحدت لکه چی یوازي د احساساتي شعرونو، علمی مضامینو او منطقي کتابونو د لیکلو او خپرولو له لاري نه ترلاسه کیږی. ملی یووالی، په اصل کی، نظري شی نه دی بلکه عملي اقدام دی … ، … زما په عقیده د افغانستان د ژغورني، نیکمرغه کولو او سمسورولو یوازینی لاره د داسي یوه قوي تنظیم جوړول دي چی ټول غړي یی ملي ارمانونو ته وفادار وي او د افغانستان د ټولو قومونو افراد، پرته له هیڅ تبعیض څخه، برخه پکښی ولري. ملي وحدت پر یوه ملي پروګرام باندي جوړیږی او د ملي ارمانونو د پوره کولو لپاره، د بري تر پولي، مخ په وړاندي ګامونه اخلي. د دې اوږده سفر لومړنی ګام د وروڼو قومونو او د هغوی د منورینو او مخکښانو ترمنځ اعتماد او دوهم ګام یی د یوه غښتلي تنظیم او سازمان جوړول دي…» .
دا هم بايد ووايم چې د ملي يووالي او پراخ ملي راټولښت لپاره د ښاغلي جهاني ليکنه او ږغ کومه معجزه او يا فوق العاده نوې خبره نه ده او لکه څرنګه چې مخکې مې وويل ، تر اوسه د فرهنګي او ټولنيز ــ سياسي ماحول ډېر منورين په ورته روحيه د پراخ ملي خوځښت لپاره په خبرو، ليکنو، دعوتونو، منډو رامنډو، غونډو او نشراتو د ناامېدۍ تر بريده ستړي شوي دي . خو د ټولنيزې پروسې خصلت همدا دی چې هر کار هر وخت نه تر سره کيږي . يابه د مخکنيواواز دومره کره او کاري نه و چې تر ټولو رسېدلی وای، يا به نورو غوږونه کاڼه اچولي وو چې د دوی اواز يې نه دی اوريدلی او يا به دغه ولسي اصطلاح ډېره پخه وي چې وايي « سوره هماغه يوه ده خو خوله د ملا عثمان غواړي! ». هر څه چې وو خو حقيقت دا دی چې د پراخ ملي خوځښت تشه لا تر اوسه نه ده ډکه شوې او دغه ضرورت د ټولو هېوادپالو منورينو عملي ګام ته انتظار باسي . د پراخو ملي نهضتونو د رامنځته کېدو نړيواله تجربه او زموږ د هېواد تجربه ښايي چې دغسې نهضت په هغه صورت کې رښتينی او غښتلی رامنځته کېدای شي چې د راټولښت مخکښ اواز يې د داسې چا له ادرسه راپورته شوی وي چې د ځان لپاره د ثروت او شهرت پيدا کولو او نورو شخصي غرضونو او مرضونو څخه خلاص وي، د ځانګړو علمي، فرهنګي او ټولنيزو فضيلتونو خاوند وي، په ټولنه کې په رښتينولۍ او سپېڅلتيا پېژندل شوی وي او د ټولنې اکثريت وګړو په ځانګړي ډول ځوان نسل ته معقول او مقبول وي. که څوک زما له دې خبرو سره موافق، او له غميزې او بحران څخه د هېواد او هېوادوالو د ژغورلو هيله او ارمان ورسره وي، همدا اوس او همدغه بلنه د پراخ ملي راټولښت لپاره تر ټولو برابر شرايط دي .
د هېواد د لوستي او منور نسل رسالت او مسئوليت په دې کې دی چې يوازې د تاريخي پېښو کتونکي، ثبتونکي اولوستونکي نه وي، بلکې د غميزې او بحران څخه د وتلو او د هېواد دملي ګټو د ساتلو په هدف د پراخ ملي راټولښت لپاره په فعالې او ژوندۍ ونډې اخيستنې دغه پروسه ګړندۍ کړي. بيدار ولسونه نېکمرغه ژوند ته د رسېدو لپاره بهرنيو معجزو او يا د«لومړي بن» او «دوهم بن» په ناستو کې د بهرنيو خيراتونو په تمه بيده نه دي پاتې شوي، بلکې دپراخوملي نهضتونوپواسطه د ملي ګټو دخوندي کولو له لارې نېکمرغۍ ته رسېدلي دي. د ټولو سياسي ګوندونو او ډلو مشران، فعالين او پيروان دې ښه وپوهيږي چې يوازې دافغانستان دملي ګټو په دفاع کې د بقا قابليت لري او له دې پرته په زوال محکوم دي. لدې کبله دوی ته ښايي چې ځان ته د هېواد دملي ګټو تعريف روښانه کړي، په همدغه تعريف دې په ټولنه کې خپل همفکران ولټوي او د ورته سياسي ګوندونو او ډلو تر منځ دې د يووالي لپاره په ټول ځواک تلاش وکړي. ددغه تلاش په نتيجه کې غل او مل خپلې لارې سره جلا کوي . که په دې ډول سالم افغانان يو له بل سره پيدا کړي او په يوه اواز له غلو او غاصبينو څخه خپل نفرت اعلان کړي، زه باور لرم چي شمېر او ځواک يې د غلو او شرو فساد د عاملينو په نسبت بېخي زيات دی.
له ټولو څخه د هېواد د ښېرازۍ، د هېوادوالو د نېکمرغۍ او دملي ګټو د ساتلو لپاره د ټولو افغانانود پراخ ملي نهضت دجوړولو په کار کې د عملي ونډې په هيله !