د مسجد جامع سره د چاودني له امله درې تنه له منځه ولاړل

مختار احمد احسان | دسمبر 30th, 2011


د شمالي نايجيريا د “مایدوجوري” نومي ښار کي د یوه مسجد جامع سره د یوې بمي چاودني په ترڅ کي درېیو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ .

ویل کیږي چي چاودنه د جمعې تر لمانځه وروسته د مسجد څخه د خلګو د تلو پر مهال رامنځته سوه .

د یادوني وړ ده چي په عیني هیواد کي د روان زېږديز کال (۲۰۱۱) په وروستیو کي پر کلیساوو هم یو شمېر حملې وسوې، چي له امله یې تر ۴۰ زیات کسان ووژل سول . یو شمېر راپورونه لیکي چي پر کلیساوو حملې د “بوکو حرام” نومي اسلامي ټولني له خوا ترسره سوي دي . دا چي پر مسجد جامع تازه ترسره سوې حمله به د کلیسا له خوا غچ اخیستل وي او که نه; په دې باب تراوسه کافي معلومات نسته .

د نورو حملو د مخنيوي لپاره په نايجيريا کي زیاتو کلیساوو د زېږدیز کال د اوښتون په شاوخوا کي خپل کارونه د موقت وخت لپاره درولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024