کور / کره کتنه / د کندهار په ارغنداو کي فساد مخ پر ډېرېدو دئ

د کندهار په ارغنداو کي فساد مخ پر ډېرېدو دئ

کله چې دامريکې په مشرۍ دافغانستان د طالبانو حرکت ړنګ سو،او پر ځای یې یوه موقته اداره را منځ ته سول ، لنډ محاله دوره،ازاد انتخابات، پارلمان،مشرانو جرګه،او په تد ریجي شکل د بون د اول کانفراس ټول توافقات د ملګرو ملتونو د مرستي د خاص     استازيتوب ترچترلاندی پر مخ ولاړل .


افغان مهاجر چې په ګاونډیو هېوادونو کښې اوسیدل بیا دنوؤ هیلو اوارزوګانو سره یو ځای افغانستان ته راغلل.خو افسوس چې زموږ دا هیلي او ارزوګاني نه یوازي تش خوبونه وه بلکي نا امیدی هم ،ځنی خلګ د ډي ډي ار په نامه د دولت د لیکو څخه وایستل سول.          
او  یوه اندازه خلګ بیا تر څناڅه مسلکي ذدکړو وروسته خپلو کورونو ته ولاړل.
کله چې په هیواد کښي ناامنیو زور او شد ت پیدا کړۍ په خاصه توګه په سهېل کښې،او نوموړې پروسه دخارجي تحلیل ګرانو له لوری دمنفي تاثراتوپه درلودلو وارزول سول داسي پریکړه وسوه چې دلته بیا یو تعداد خلګ د دولت په لیکو کښې په کار وګوماري .                             
چې د دې محترمینو دبیا راتګ سره سم د دولتي چارواکو داختلاص او رشوت پروسې نور هم چټکوالی پیداکړ او اوس خو داسی ښکاري لکه یو کلتوري او مذهبي کړنه.                                                       
که دکندهار ښار د دولتي چاررواکوپر اختلاصي چارو ږغیږو دا خورا ډیر بحث غواړی،اوس به دلته یوازی د ولسوالیو په کچه بحث ور باندی وکړو، په خاصه توګه د ارغندآب ولسوالۍ، په نوموړې ولسوالۍ کې اوس د خارجي قواؤ په برکت او د محترم والی صاحب په خاصه توجع داختلاص پروسې داسي شدت موندلی دی چې ساری يې په نورو ولسوالیو کښی کم تر ستګو کیږی.                                  
د نوموړې ولسوالۍ ولسوال چې یو ساده د انارو معامله ګر وو اوس د نوموړی ولسوالۍ په برکت د ښه جایداد خاوند او اوس خو د کابل د ښار د لوکسو کورونو او کاریزونو خاوندهم سو.                               
خېر! نوشجان دې سي لکه د تېرو ولسوالانوچې نوشجان سوه.          


اوس به راسو د ډی ډی ای یا کلیوالو پر مختیایي شوراګانو ته کله چې د دې محترمي شورا د رئیس سره مخامخ سې نو هغه د چا خبره د سړی څخه کالی باسی۰ نوموړې شورا خورا ښه اړیکی او همکاري یو د بل سره لري.                                                                   
دا شورا هم د نورو شوراګانو په څېر رئیس،معاون او مدیره هیت لري.
هغه کومکونه او مرستي چې د نوموړې ولسوالۍ په نامه   دغریبو،نادارو،بیوزلو،یتیمانو او د کروندګرو په نامه دمختلیفو ارګانو اوپه خاص ډول د ملګرو ملتونو د غذایې پروګرام د لارې و نوموړې ولسوالۍ ته راځي یوازي د دې محترمي شورا د ریس چې یوپخوانۍ طالب قوماندان دی او د دې شورا د غړو تر منځ توضیع کیږي او ډیره کمه اندازه یې بیا پر مستحقو کسانو توضیع کیږي.
پاته دي نوي چې نوموړۍ رئیس صاحب د تیرو څو کلنو راهیسي د      نوموړې پوست په درلودلو سره خپلي چاري پر مخ وړي.         
کله چې نوموړی رئیس صاحب په ارغندآب ولسوالۍ کښې دهر نوعه پرمختیایي پروژو دکار او موقیعت خبر شي نو په ډیر بې صبرانه ډول په نوموړې پروژه ځان خبروي او د خپلي ونډي خبری کوي.اوس دا بیا  ستاسو کار دی چې دې اذلي وږی او تږی ته څومره ونډه ورکوئ او که نه.                                                                              
ګرانو لوستونکو!ایا دا تش په نامه رئیسان د اخیرت په ورځ ایمان لري؟ او که یوازي په دې  دنیا ؟                                                  
ایا دوی په دې ایمان نلري چې یوه ورځ به موږ ټول د لوی خدای (ج)په دربار کښې حساب ورکؤ؟                                                  
بیشکه چې یوه ورځ به ټول خپل د اعمالو دخېر او د شر جواب وایو.
اولوی خدای دي هغه مشران دې ټکي ته متوجې کړي چې ددوی په ټاکنه کښې د عالي فکر او ډیر دقت څخه کار واخلي.



فتح محمد احمدی۰ یو تن دارغندآب ولسوالۍ اوسیدونکی