کور / کره کتنه / دعلامه محمود په باره کې پوهنمل محمود ته یو دوه ټکي

دعلامه محمود په باره کې پوهنمل محمود ته یو دوه ټکي

داڅووم ځل دی چی زه د ښاغلي  پوهنمل محمود  نظري مقاله په بیلابیلو ویبپاڼوکی ګورم ، په لومړي ځپل خو ښه ورته لیوال شوم چی کیدای شی په دغه اړه به یو څه نوي ولولم ، ځکه دهغه درناوي په لامل چی زه یی دافغانستان دغه نومیالی بچی ته لرم ، مادهغه په برخه کی ډیرڅه ، ډیرنوي څه لوستلي او اوریدلي دي ، خود ښاغلی نظري صاحب مقالی مې په خپلولوستلو خدای حاضر او حضور دی ډیرچورت را خراب کړ، ځکه چی په دغه مقاله خو دومره څه چي د محمود طرزي درناوی د ې پرې وشي مانه یوازې ونه لیدل بلکه چی یولړداسې خبرې چي پریوه کتاب کی هم نه وی ویل شوې دلته راغلی وې ، زموږ نظري صاحب فکر کوم چي هرې خواته ګوري اوګرزي طنز لټوی ، ټوکی لټوي او هرڅه یې هرچیرې ترسترګو طنزطنز کیږي هغه څه چی په خپله مانا اوځای کې د ژوند یوه اړینه برخه جوړوي . داچي دی په دغه برخه کی څومره په علمی توګه ګام پورته کوي او په څه ډول یې سره شني او څیړي دابله خبره او دده کاردی چې موږ یی کله هم کره اوناکره پرمخ نه دي را ایستلی ، زه دمعاصرو ادبیاتو اوکره کتنې د یوه شاګردپه توګه نظري صاحب ته دده دلیکنې په اړه دا لاندې یادونې اړینې بولم ځکه چې خدای مه کړې څوک کله ورته وانه وایې چي  ( باهرچه بازی با ریش بابا هم ؟ ) .


لومړی داچې


 د علامه  سردار طرز ي ډیره مهمه مقاله (حی علی الفلاح ) کومه طنزي مقاله نه وه اونه هم امیرحیب الله خان دهغی پرڅنډه باندی د چرګ دبی وخته آذان اشاره دطنز په ژبه ، فکر او میتودلوژۍ سره لیکلې ده . داهغه مقاله ده چي دافغانستان د روڼ اندی اوخپلواک ځواک اوغورځنګ مرام یی د خارجی استبداد په وړاندې په دغه حساس وخت کی په ډیرجرات سره په ډاګه کړ، یوه برخه یی داسې ده : « حی علی الفلاح، ای افغان نجیب ملته ! دخپل ملت شرافت او قومي لوړتیا اوچته کړئ ! خپلواکي او دولتي واکمني مو وساتئ ! افغان چي په دیانت او دین پالنه ، زړه ورتیا او اتلولئ  غیرت او ناموس ساتنه په ټوله نړۍ کې مشهوردی ، نو آیا دا به څنګه پرخپل ایمان ، وجدان ، شرف او ناموس ومني چی د یوه پردي دولت ، پردي دین او پردی ملت ترواکمنۍ او سیوری لاندې نوم دې پرځان باندې کیږدي ؟ … دلاس لاندې توب روښانه او څرګنده مانا داده چې یو دولت بل دولت ته ووایی چی له ماپرته بل څوک مه پیژنه ، له مانه پرته مه بل دولت ته استازی لیږه اومه یې استازی منه !دخپلواکۍ روښانه او څرګنده مانا داده چی هردولت په خپلوټولوکړو وړو کی لکه چې یادونه  وشوه ،خپلواک اوآزاد وي… تراوسه هرڅه چې وو، وو، هرڅه چې وشول ، وشول ! خو تردې وروسته افغان هغه افغان نه دی چی په خپلو حقوقو به سترګې پټې کړای شي… » ( د ۱۹۱۶م کال دجنورۍ ۱۷ – ۱۳۳۴ ربیع الاول دسانسورشوې ګنې سرمقاله )


دهمدغی مقالې  اود مولوی صاحب صالح محمدخان دشعر زور و چی سراج الاخبارته دانګریزانو ورپام شو اودهغې دمخنیوي په لټه  کي شول، یومهال پرامیرعبدالرحمان خان  پسي دهندوستان خپرونو ډیرې ناوړې  خبرې وکښلی ، هغه انګریزانو  ته لیکونه واستول چی دا اخباري ډندرچیان مو منع کړۍ زموږ اوتاسې د اړیکو  په اړه ناوړه تبلیغات کوي ،  خو دوی یی په ځواب کی  ولیکل چي زموږ په قلمرو کی اخبارونه آزاد دی موږ  پرهغو باندې زور نه شو اچولی. خو کله چی سراج الاخبار نوموړې مقاله  خپره کړه ،انګریزانو بیا خپل هغه دلیل هیرکړ او دیوې میاشتې په اوږدوکی څوڅولیکونه امیرته راغلل او له هغه هیله وکړه چي ددغه اخبار د خپریدو مخه باید ونیسی … (دغه لیکونه له ماسره شته که دالله رضاوه خپاره به یی کړم ) ، کله چی حی علی الفلاح مقاله خپره شوه ، انګریزانو له هغه وروسته دسراج الاخبار خپرونه له پیښوره وړاندی نه پریښوده او ان چي ددغه اخبار په لامل یی ټول مساپر، هغه بارونه چي په هغوکی به کتابونه او لیکل شوی اسناد وو تلاشي کول ، ان چی  په تورخم او لواړګی یی پولیسو ته دنده ورکړې وه چي سراج الاخبار باید دهند ترپولو وړاندی ولاړ نه شي . لنډه داچې  که څوک طنز پیژنې اودیوه ادبی  – ژورنالستیکي ژانر په  سترګو ورته ګوري ، زه خو په حی علی االفلاح کی  په دغه اړه دطنز څه نه وینم او که ګران لوستونکي یې په کی وینی نو هیله ده چي مابه په خپله ناپوهۍ سره وبښې . همداسی دعلامه محمود طرزی په شعر کی :


وقت شعر و  شاعرى بگذشت و رفت
وقت سحر و ساحرى بگذشت و رفت
وقت اقدام است و سعى و جد و جهد
غفلت و تن پرورى بگذشت و رفت
عصر عصر موتر و ريل است و برق
گامهاى اشترى بگذشت و رفت


هم د معاصر  طنز څه نشته ، په هغه کی هم علامه طرزي دنوي شعرد مفکورې او نوې تیورې خبره را منځ ته کړې چي دمعاصرادب او ادبی تیورۍ تر بحث لاندې پرې اوږدې خبرې شوې او کیدای شي نورې هم پرې وشي . لنډه داچې دعلامه طرزي په اړه پردغه کمزورې لیکنه باید نوې کتنه وشی او هیله باید وشی چې دلوړو موخو او څېرو څرګندونه باید په داسې کمزورو او بې اسنادولیکنوکې ونه کړو چی وړیې نه وي .


  دویمه داچې :


نظری صاحب وایي چې علامه محمود طرزي د سقاو حبیب الله دناتار په دوران کې ایران ته ولاړاو هلته مړشو …. زه نه غواړم چی په دغه خبره  دخپلي خواشینی څرګندونه په ناوړو الفاظوکی ترلوستونکو پورې ورسوم ، یوازي دومره وایم هرلیکوال چې دیوچا دیوه لیکوال اولیکنې په باره کې څه لیکي باید د خپلو معلوماتو کچه دهغې موضوع په اړه ورته معلومه وي اوپه نوموړې تحقیقی برخه کې باید له  دقته کار واخلي . داسمه ده چې علامه طرزی دیوې لنډې مودې لپاره په  ایران کی وخو دا بیا پوښتنه ده چی کله هلته مړ شو ؟ دایران په کوم ښارکی خاورو ته وسپارل شو ؟ زه په دې پوهیدمه چې نیکه یی سردار رحمدل خان په نجف اشرف کی مړشوی او هلته خاورو ته سپارل شوي دی خونه علامه طرزی ، ما فکروکړ چي نظری صاحب ته به هم هغه ورپه یاد شوې وي  .اوکه نه نو لږ خو به مو ددغه علامه ژوند لیک هلته دلته لوستی وای … که زما پوهنمل اسیستانت داډول ناویلي څه او بی سنده خبره زما زده کونکو ته وکړی ، زه به کله هم هغه ته د یوه بریالی اسیستانت په توګه یو ساده سپارښت لیک ونه لیکم .  دعلامه طرزي په اړه باید دومره ووایم چي  دسقاوغله له شره دایران پرلارترکیی ته ولاړاو هلته یې د ۱۹۳۳ کال په نومبرکې د ۶۸ کالو په عمر دترکیی په استانبول کی له دغی نړۍ څخه سترګی پټی کړې دي.


دریمه داچې :


محمود طرزي اودهغه نظریات ، شعرونه او دهغه مقالې ، په فارسي ژبه دي ، که لیکوال دی هم دهغې ژبې دی او که شاعردی هم دهغې دی ، کومه ژباړه چې په پښتو کې تاسی کړې لومړی خو دهغو اړتیا نه وه ځکه په افغانستان کی چی څوک د شعراوشاعرۍ اویامعاصرو ادبیاتو په برخه کی ډیره لږ مطالعه لري ، هغه دعلامه طرزی (ازهرچمن ثمنی …) له لیکنی سره آشنادی ان چی دغه سرلیک نژدی یوه پیړۍ د افغانستان د رادیو دادبي پرګرام سرلیک اونوم و. دهغه ژباړه هغه ښکلا چي په اصل کی یې لیدله کیږی له ځانه سره نه لري ځکه نو سړی دخوښئ پرځای نیغ په نیغه ژړوي …


وروستۍ  مشوره :


 زه له  هغوقلموالو یارانوڅخه چی پر یوڅه نه پوهیږي ،علم یی نه پرې رسيږي او یا نه شي کولای یوه علمي موضوع په سمه بڼه او پوره امانتدارۍ سره ترلوستونکو او مینه والو پوري  ورسوی ، د زړه له کومي هیله کوم چي داسې درنو او له مسولیته ډکو پیټیو ته خپلې لغړې اوږې اړم نه کړي، څیړنه او تحقیق نه شعردی او نه هم کیسه چی هرڅه وایې او لیکی ، نو بیا ټول وایی شاعردی او ایجادګر، اما په څیړنه اوتحقیق کې باید په فکټونو او لاملونو باندې خبرې وشي اودهغواهمیت او مسولیت ته باید په هردم او قدم کی دلیکوال او ذمه وار پام وي. ځکه چې هلته هرسورږیرۍ ملا شاه ګل نه دی …  له بلی خوا پردی هم باید فکروشي  دغه یوڅو سایټونه چی موږ په پښتو کی لرو ، سره له دی چی دوی هم کله کله د ژبی په وړاندې دمسوولیت اوکیفیت اړخ ته ډیرپام نه کوي خو خلک یی په مینه پرانیزي او لولي یی . موږ ته دوی د اچانس راکوي چې زموږ لیکنې خپرې کړې ، خو زموږ رسالت باید دانه وي چی هرڅه حق اوناحق  دوی ته ور واستوو او د دوی دخپرونې باور پرې را ټیټ کړو ، نه ، موږ باید دخپلو لیکنو او څیړنو په ترڅ کی دخپل مسوولیت د سرته رسولو په فکرکی هم وو او دغه ټکی ته مو باید پام وي چي : کله کله زموږ لیکني ترموږ په لیکنو پوه او مسلکی کسان هم له ښۍ و رځي او یا له بدې دلته او هلته لولی .


په درنښت


پوهنوال دوکتورعبدالخالق  رشید 



دګران نظری صاحب مقاله تاسې په  Larawbar.com  اونورو ویبپاڼوکی  لوستلای شئ  .






علامه محمود طرزی
علامه محمود طرزی
2011-12-30 پوهنمل محمود نظري