کور / اسلامي / مذهب څه ته ويل کيږي؟

مذهب څه ته ويل کيږي؟

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
له يوڅه وخت راهيسي يوه ‌ډله داسي پيداشوې ده چي دوی شپه اوورځ دمذهب په
خلاف خبري کوي اوخلگوته داسي باورورکوي چي
داڅلورمذهبه دقرآن اوحديث سره په ټکرکي دي،په قرآن اوحديث باندي عمل نه
کوي اوټول مذهبيان مشرکين يامبتدعين دي اويوازي دوی(غيرمقلدين
سلفيان)پرحق دي اويوازي رښتيني مسلمانان دي .دبېلگي په توگه ددوی ديوه
ليکوال خبري ليکم:
مشهورغيرمقلد(سلفی)ابوالشکورعبدالقادرحصاروي ليکي:
حق مذهب اهل حديث(بې مذهبي)دی اونورټول درواغجن اوجهنميان
دي،نوپراهلحديثو(بې مذهبوسلفيانو)واجب دي،چي له دغوټولوگمراهوډلوڅخه ځان
وساتي(سياحة الجنان ص:۴)همدارازنوموړی ليکوال ليکي:دحنفي مقلدينو(دامام
صاحب دمذهبيانو)دواړه ډلي:ديوبنديان اوبرېلويان بې شکه گمراه دي
اوداهلحديثوپه څېرمسلمانان نه دي(سياحة الجنان ص:۵)
همدارازنوموړی ليکي چي دامام صاحب مذهبيان ټول مشرکان اوبدعتيان دي
(سياحة الجنان ۵)
همداراز ددوی نورليکوالان لکه طالب
الرحمان،زبيرعليزئی،محمدجوناگړي،ابويزيد،اونورهم   همدغسي خبري کوي
دوی چي دامام صاحب رحمه الله دمذهب اومذهبيانوسره څومره کرکه لري،دهغې
بيانول مشکل دی .
دوی وايي چي دغوڅلوروامامانوته هيڅ اړتيانشته،هرسړی کولای شي چي پخپله په
قرآن اوحديث باندي عمل وکړي،که څوک په عربي نه پوهيږي هغه دي دترجمې
والاقرآن کريم اوبخاري شريف پيداکړي اومسئلې دي ترې راوباسي
په داسي حال کي چي ددوی دغه خبري بلکل غلطي دي
ځکه مذهبونه خودقرآن اوحديث تشريح اووضاحت کوي،بېل شی نه دی.
په قرآن اوحديث باندي دامامانوله رهبرۍ پرته عمل کول شونی نه دی اوهرسړی
نشي کولای چي په قرآن اوحديث عمل وکړي ځکه په احاديثوکي منسوخ هم
شته،موضوع(له ځانه جوړشوي)هم شته،ضعيف اوکمزوري هم شته .
ددغوحديثونومعلومول دهرچاکارنه دی .نوله دې  امله علماءوايي چي په
څلورومذهبونوکي ديوه پابندي کول واجب اوضروري دي .
ځکه قرآن اوحديث ددرياب(سمندر)په څېردی،په درياب کي ډول ډول ملغلري
اوقېمتي غمي شته،خوپه دې هرڅوک پوهېږي چي هرڅوک ملغلري اوغميان له درياب
څخه نشي راايستلای بلکي يوازي هغه څوک يې راايستلای سي دچاچي لامبوزده
وي،که دچالامبونه وي اوووايي چي زه غمي پخپله راباسم اوپخپله په درياب کي
غوټه کيږم،نومعلومه خبره ده چي هغه سړی نه غميان اوملغلري راايستلای شي
اونه به پخپله راووزي .
نوهمداراز په قرآن اوحديث کي هره مسئله  شته خوليکن راايستل يې
دهرچاکارنه دی اونه يې هرڅوک معلومولی  شي،ددې لپاره
ديوه داسي ماهرشخص تابعداري ضروري ده چي هغه په دين کي مهارت ولري اوددين
په رموزوپوه وي لکه داڅلورامامان،په ځانگړې توگه حضرت امام اعظم صاحب
رحمة الله عليه .مطلب مي دادی چي داڅلورمذهبونه دقرآن اوحديث تشريح ده او
مسائل يې له قرآن اوحديث څخه راايستل شوې دي.نوڅوک چي غواړي  چي په قرآن
اوحديث باندي عمل وکړي نوهغه دي
پرمذهب باندي عمل وکړي امام الهندحضرت شاه ولی الله دهلوي رحمه الله
ليکي:ان في الاخذبهذه المذاهب الاربعة مصلحة کبيرة وفي الاعراض عنهامفسدة
کبيرة(عقدالجيدص۳۶)ددغوڅلورومذهبونوپه اخيستلوکي لوی مصلحت دی اوپه مخ
اړولوکي ترې لوی فساددی همدارازنوموړی امام مرحوم ليکي:ولمااندرست
المذاهب الحقة الاهذه الاربعة کان اتباعهااتباعًاللسوادالاعظم والخروج
عنهاخروجاعن السوادالاعظم(عقدالجيدص۳۸)(کله چي له دغوڅلورومذهبونوپرته
نورحق مذهبونه ختم شول،نوددغوتابعداري دسواداعظم تابعداري ده اوله دغوڅخه
وتل له سواداعظم څخه وتل دي)
(سواداعظم هغه ډله ده دکومي دپلوئ دکولوچي پيغمبرصلی الله عليه وسلم امت
ته امرکړی دی)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين