کور / اسلامي / دشيطان پوستې

دشيطان پوستې

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
شيطان دانسان اصلي دښمن دی،چي په دې لټه کي دی چي
انسان هم دځان په څېردالله پاک سره په دښمنۍ کي اخته کړي  اودتل لپاره يې
په عذابونوکي گرفتارکړي،دې هدف ته درسېدوپه لاره کي شيطان له هرممکن کوښښ
څخه کاراخلي اوهرهغه کارکوي چي په
هغه سره خلگ دالله پاک له لاري اوړي اوپه گناهونوکي يې مبتلاکوي.
علامه ابن قيم جوزي رحمه الله تعالی  اوه طريقې بيان کړې دي چي په هغوسره
شيطان انسان دالله پاک له لاري اړوي اوپه  خپلولوموکي يې راگيروي،
زه له هغوڅخه په پوستوسره تعبيرکوم
هغه دادي :
۱:شيطان غواړي چي په انسان باندي کفراوشرک وکړي،که په دې کارکي کامياب
شو،نوددُښمنۍ اوريې يخ شي اوپه آرام شي.
ځکه که شيطان داکارپه انسان وکړونوشيطان خپل مقصدته ورسېدی،نوکه داانسان
هرڅومره ښه کارونه کوي هغه ورته فائده نه کوي اوالله پاک يې هغه عبادتونه
نه قبلوي.
که انسان تردې پوستې دايمان په رڼاتېرشونوبيايې په
۲:دوهمه پوسته راگرزوي چي هغه دبدعت پوسته ده،په داسي عقيده يې معتقدکړي
چي هغه دپيغمبرعليه السلام دراوړي دين سره په تضادکي وي اوياپه داسي
عبادت کي يې  اخته کړي چي دهغه الله پاک حکم نه وي کړی .
نوعبادت به هم کوي خوالله پاک ته به دقبول وړنه وي .
که تردغي پوستې هم ددين په رڼاسره تېرشونوبيايې شيطان په
۳:دريمه پوسته راگرزوي چي هغه دکبائرو(لويوگناهونو)پوسته ده .
که په دې کارسره بريالی شونوداگناوي ورته وړې ښکاره کړي،داميدونودروازې
ورباندي راخلاصي کړي
شيطان ورته وايې چي اوس خوځوان يې!وروسته به توبه وباسي،اوس
خپل طبيعت سموه،هرڅه چي کوې کوه بيابه توبه وباسي .
په داسي حال کي چي مرگ خودانه غواړي چي داپرېږده تراوسه يې ارمانونه پاته
دي،مرگ نه نمبرلري اونه مشراوکشرته گوري اونه يې هم وخت معلوم دی .
نوهوشيارهغه دي چي ځان مرگ ته تيارکړي اوددُنياپه فاني ژوندباندي دوکه نشي .
که تردې پوستې هم تېرشونوبيايې په
۴:څلورمه پوسته راگرزوي چي هغه دصغيرو(وړوگناهونو)پوسته ده .
ورته وايي :داخودومره گناه نه ده،له لويوگناهونوخودي ځان ساتلی دی،داخوپه
لمانځه اواوداسه سره هم بخښل کيږي .
تردې چي داسي اندازې ته يې ورسوي چي دلويوگناهونووالا(چي له الله پاک څخه
ويريږي اوپه خپلوکړوباندي پښېمانه وي)ترده غوره شي ځکه چي لويه گناه هم
په توبې سره ختميږي اووړه گناه چي څوک تل کوي،له هغې څخه لويه جوړيږي .
که تردغي پوستې هم په تقوی اوځان ساتني سره تېرشو،بياشيطان هڅه کوي چي په
۵:پنځمه پوسته يې راوگرزوي
چي هغه دمباح کارونوپوسته ده،پدې سره يې وخت ورضائع کړي اوله
عباداتوڅخه يې راگرزوي
که له دې پوستې هم تېرشو،ځکه دوخت قدريې وپېژندی
اودعباداتوپه اهميت پوهېدی نوشيطان يې په
۶:شپږمه پوسته راگرزوي چي هغه دکمزورواعمالوپوسته ده،پدې سره يې له راجح
اوغوره عمل څخه راگرزوي
اوپه داسي کارونوکي يې اخته کوي چي که څه هم ثواب لري خوثواب يې کم وي
اوددې پرځای يې له داسي عبادت څخه راوگرزوي چي
ثواب يې تردې زيات وي .
که تردغي پوستې هم ورتېرشونوبيايې په
۷:پوسته راگرزوي اوهغه دمصيبتونواوتکليفونوپوسته ده.
که څوک له مخکي ټولوپوستوراتېرشونوبيابه خامخاورباندي
امتحانونه راځي،په داسي حالت کي بياشيطان ته موقع په لاس ورځي اوکوښښ کوي
چي داسي خبره يې ترخولې وباسي چي الله پاک ترې
ناراضه کړي اوياورباندي دبې صبرۍ خبري کوي اويايې له
عبادتونوڅخه راوگرزوي نوانسان به په دې حالاتوکي هم
له الله پاک څخه دُعاگاني غواړي اودصبراواستقامت کوښښ به کوي
الله پاک مودي په خپل فضل اوکرم سره له دغه خطرناک دښمن څخه وساتي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله اصحابه ومن تبعه الی يوم الدين