کور / علمي / دفلسفي قانونمندۍ ژورتیا او پراختیا

دفلسفي قانونمندۍ ژورتیا او پراختیا

( عمودیت او افقیت )


فلسفي بحث


 فلسفه دالاهي خلف علم په حېث ، که په ماهیت کې په ټول جهان او ټولو خلقتونو محیط علم نه ګڼل کیږي ، د  پرنسیپ او تیوریک اصولو له مخې  یي په ټول جهان ، خلقتونو او پدیدو  محیط علم ګڼلې شو .دا ځکه  چې:


۱ ــ ددې جهان ټولې پدیدي ، چې د عالم آمراو عالم خلقت ، الاهي احکامو له مخې پېدا شویدي ، د انسان لپاره هم مسخر او مقدر ګڼل کیږي او هم یي په معرفت مکلف او مؤظف ګرځېدلې دې .


  ــ عالم آمر په دې مفهوم او معنا، چې له یوې خوا زماني او مکاني قېدیت لري او پوهه یي ماهیتا ً مشکله ده او له بلې خوا په هغې باندې پوهه او معرفت د انسان داستفادې او ضرورت وړ هم نه ګڼل کیږي ، لکه د ټول جهان د پېدایښت او پایښت نېټې ،چې یواځې د الاهي عالم آمر یعنې د ( کن فیکون ) د حکم په واسطه افاده شوې دې ،خو کېدلې شي چې په مؤجل ډول دشرایطو په مساعدت سره دعالم آمر داحکامو معرفت هم د انسان لپاره ممکن وګرځي .


  ــ د عالم خلقت ټولې پدیدي د انسان لپاره مسخر او مقدر ګڼل کیږي او د امکاناتو او مساعدت په صورت کې یي په معرفت هم لاس برې لري .


 ۲ ــ لوی جهان او ټول خلقتونه د واحد قانونمند نظام په بڼه د الاهي لوی علم  دقانونمندیو له مخې پېدا ،پایي او بدلون مومي او دغه قانونمندۍ،  په کل کې  په الاهي کلام کې ، دانسان په ژبه په پوره فصاحت او بلاغت سره افاده شویدي او دعلم او تخنیک په پرمختګ سره ددغه قانونمندیو دپوهې او افادې په لار کې کوم خنډ او ممانعت هم نه سترګو کیږي .


په نتیجه کې ویلې شو چې فلسفي علم ، دټاکلو امکاناتو په ترلاسه کولو سره ،ددې جهان د ټولو قانونمندیو په پوهه او افاده قادر او جوګه علم ګڼل کیږي . کوم څه چې د فلسفي علم په ژورتیا او پراختیا ، انتګرالي او دیفرنسیالي( کلیت اوجزئیت )قانونمند دیالکتیک او دالاهي علم د خلا فت په موقف پورې اړه لرلو کې شک کول او شک لرل دي ،یواځې  بشري کمي  او کېفي نیمګړ تیاوې  ګڼل کېدلې شي . دا لوی جهان او ټول خلقتونه تر هغې کچې یو تر بله سره تړلي دي، لکه چې  مولانا یي د« مثنوی معنوی » په یوه فرد کې په پوره ظرافت سره هراړخیزه افاده کړې ده : « اگر برگیری یک ذره ازجای *** فرو ریزد همه عالم سرا پای » . دا به مشکله وي وویل شي ، چې د مولانا هدف به له دغه افادې څخه د لوی جهان  د عمودیت او افقیت انتګرالي او دیفرنسیالي قانونمنددیالکتیکي کلي او جزئي تړلتیا وه او که په کوم  بل منظور به یي دغه مطلب افاده کړې اوسي ،ځکه دغه ډول ډیر ژور فلسفي  مفاهیم دهر اړخیزو څېړنو او ارزونو مستلزم او مستدلو ثبوتي فورمولبندیو او قانونمندیو راوړل په کې لازمي شرط ګڼل کیږي . که رښتیا ووایم ، ما دغه مطلب هغه وخت افاده کړې وو ، کله چې مې په دې جهان کې د خلا ء په هکله خپل نظر څرګندوه . هغه وخت ما خپل نظر دغه ډول  څرګند کړې وو « په دې جهان کې خلا ء وجود نه لري . که چېرې د یوې ذرې په اندازه خلا ء وجود ولري او مطلق سکون برقرار اوسي ، نو دا ټول جهان به په کې غرق شي » ( دعینیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې ، ډاکټر حرکت ) .


(هغه وخت ماپه دې باره کې اضافي توضېحات نه وو کړي ، ځکه چې تر دې دمخه ما د « فلسفه علم دې ؟ » په موضوع کې د حرکت موضوع څېړلې وه او هلته مې ددې موضوع وضاحت کړې وو،چې  مطلق سکون وجود نه لري . که چېرې دیوې ذرې په اندازه  مطلق سکون پېداشي دا ټول جهان به کې غرق شي .همغه ځای ، داموضوع په کافي اندازه څېړل شوې او دلته هم دوباره وضاحت اضافي ګڼم . )دقیق نه پوهېږم  ، خو دومره ویلې شم ،چې دخپلې دغه لیکنې څخه د کلونو په موده وروسته مې  د مولانا پور تنې فرد دکوم بل چا په یوه لیکنه کې ولوسته او له همغه وخت څخه مې د مولانا د افکارو په ژورتیا عقیده پېدا شوه .


لکن دروغجن به شم ، که دا هم  ونه وایم  ،چې  کله مې د مولانا  «مثنوی معنوی » او « کلیات شمس تبریزی » ترلاسه او ځیني برخې مې ولوستلې ، هغه عقیده چې مې  پېدا کړې وه ، بېرته  مې له لاسه ورکړه . زه هېڅکله دا نه شم منلې ، یوعالِم چې په شعوري توګه په علمي قانونمندۍ باور پېداکوي ،څه ډول ممکنه ده،چې داسې په اسانۍ دې د یوه تصادفي ملاقات په قمار کې د ژوند ، عقیدې ، عقل ،شعور ، او پاکې رښتیني میني ټول بنیادي ارزشونه او شته وبایلي او پاتې عمر دې  « العیاذ بالله » د بنده په اغراق امېزه مدح او یا (که دخپل هغه عقیدت او باور په نسبت ،چې د حضرت مولانا صاحب علمي مقام او شخصیت ته یي لرم ، له خپلې  ډېرې غصې څخه ستغ او ګستاخانه ووایم ) بنده ګۍ کې عبث تېر کړي  . زه ډېر تأسف کوم چې د حضرت مولانا د شان او شخصیت په هکله داسې کلمات اظهاروم . هېڅ باور مې نه راځي ،چې داډول پېښه دې رامنځته شي . خو دا یو واقعیت دې او همدا زما رښتینې احساس ، برداشت او درک دې ،چې ماته پېدا شوې دې . که بل ډول مې لیکلې وای ، نو رښتیا به مې نه وې ویلي ،نو ځکه مې خپله رښتیني عقیده په خپله اصلي ترخه بڼه اظهار کړه ، چې که د مولانا د افکارو او اثارو څېړونکي او مینه وال په خپله بزرګوارۍ سر ه په دې باره کې  لازم سپیناوې او وضاحت راولي او دشکونو ترګمۍ رڼه شي .


دې کې شک نه شته ،چې د شمس تبریزي دیوان پخپله یو ډېر لوی اوبې سارې معنوي ارزش دې ، خو نو ،نه د مولانا غوندې علمي شخصیت د ټول عمر د کار او زیار د محصلې په بیه . ښه به وې ،چې که دا پېښه نه وې شوې ، نو حضرت مولانا به د شمس تبریزي ددیوان په نسبت، نورې لا خورا با ارزشه څېړنې او ارزونې کړې  او لا با ارزشه اثار به یي پنځولي او تخلیق کړي وای .


دا جهان دهمزمان او هم مکان انتګرالي او دیفرنسیالي (کلي او جزئي )قانونمند دیالکتیکي تړلي وضعیت کې قرارلري . فلسفي قانونمنده ژورتیا او پراختیا هم د جهان د کلي او جزئي قانونمند دیالکتیکي دواړو  وضعیتونو په تناسب د محاسبې وړ ګڼل کیږي . په دې توګه فلسفي ژورتیا او پراختیا له یوې خوا د الاهي علم د محاط محیط سره معادل او الاهي فلسفه هم همغسې چې په الاهي کلام قرآنکریم کې افاده شوې د خدایي ذاتي علم سره معادل تناسب جوړوي ، خو  دانساني ذاتي نیمګړتیاوو ، تناقضاتو او تناقصاتو په کچه څرنګه چې همدغه خدایي  علم او فلسفه په بشري ذهن کې یواځې د هغه دمقدراتو په کچه انعکاس پېدا کولې شي ، نو ځکه انساني فلسفه هم یواځې د انساني ذهنیت د مقدراتو سره معادل تناسب ګڼل کېدلې شي . هر دیالکتیکي قانونمند نظام که جزئي دې او که کلي ، همزمان او هم مکان ځانګړي کلي او جزئي واحد نظامونه ګڼل کیږي . دغه کلي او جزئي نظامونه همداسې  په  همزمان او هم مکان قانونمنده ځانګړتیا او تړلتیا (اختیار ، استقلالیت او مربوطیت )  یعنې تأثیر او تأثر کې سره  واقع دي او د کوچنۍ ذرې له کچې څخه نیولې تر لویو سماوي اجرامو او لوی جهاني واحد نظام  تر کچې مستقل ځانګړي   اولوی او  کوچني تړلي واحدونه جوړوي . همدغه کوچني او لوی ځانګړي واحد نظامونه معادل جوړښتي او قانونمند مشابه او متناسبه فلسفي ژورتیا او پراختیا لري او په تخمیني ډول ویلې شو  چې محاسباتي معیارونه یي یواځې د اعشاري ارقامو او اعدادو د درجې په کچه تفاوت لرلې شي . همغسې چې الاهي ذات په کل او جزکې واحد ذات دې ، الاهي نظام هم ، زه نه شم ویلې په کوم تناسب او کچه ، خو دومره ویلې شم چې ټول مادي واحدونه تل همزمان او هم مکان جزئي او کلي  واحد اوصاف او خصوصیات لري . دغه اوصافو او خصوصیاتو په عالم الاسباب کې ،سره ددې چې دانساني  فلسفي څېړنو او ارزوونو چارې اسانه او  د  مقدراتو کچه لوړه کړېده ،خو بیا هم دغه نظامونه که لوی دي او که واړه ، د قانونمند دیالکتیکي کل او جز په حېث  څېړل او ارزول ، حتا د ننني علمي ــ تخنیکي امکاناتو په شته والي سره هم ډیر دروند ،پېچلې او نا شونې کار ګڼل کیږي . ما دغه ډول جزئي او کلي فلسفي څېړنې او ارزونې د عامو قوانینو او قانونمندیو له مخې په مختلفو ټولنیزو ،علمي ، سیاسي ، رواني ،شعوري ،کلتوري  ، تخنیکي او نورو برخو کې د ارزونو په خاطر وړاندې کړي ، خو له بده مرغه تر اوسه پورې مې  ددغه ارزوونو او څېړنو په هکله ، حتا د ډېرو نژدې دوستانو ، ملګرو او هیواد والو کاري او کره ملاتړ نه دې تر لاسه کړې ، نه د پوهې او قانونمند منطق له مخي دچاد تأئید یا رد غږ پورته شوې ، نه مې د زړه له تل څخه ددغه مهمو حیاتي مسایلو سره  دعلاقې لرلو له مخې دچا کور ودانې اورېدلې او نه مې دچُپ شه په خاطر  چا په خوله لا ایښې دې او په اصطلاح دوست او دښمن او نیک نیته او بد نیته  یو ډول بې تفاوته او ممتنع پاتې دي . شک نه شته ،  چې یواځې د ځینو دوستانو تشویق او هڅونه ده  ،چې په دې لار کې زما د استقامت ، پایدارۍ او نه ستړي کېدونکي کار او زیار سبب شوې او دخپل عزم څخه نه یم ګرځېدلې . خو زه په دې عقیده یم ، نړیوال مجبور دي چې هر ډول علمي او عملي څېړنې ،ارزونې او چارې یواځې ددغه اصولو ،معیارونو ، قوانینو او قانونمندیو مطابق او موافق پر مخ بوځي تر څو سم حقیقي او واقعي رښتیني نتایج تر لاسه کړې شي . د پخوانیو تخیلي زړو فکرونو ، متودونو او تیو ریو په  بنیاد څېړنې پر مخ وړل نه ممکنې دي او نه مطلوبو نتایجو ته رسېدلې شي . مونږباید اګاهانه پدې وپوهیږو ، چې څه ډول  او په کومو ابعادو سره څېړنې کول  غواړو او د هغې  مطابق په ځانګړي ډول ، په دیالکتیکي غیر ارګانیک  ارتباط اویا په مجموعي ډول دیالکتیکي ارګانیک کامپلکسي ارتباط کې ، پدیدي څيړل پېل اومطلوبې  پایلې تر لاسه کړو .


شک نه شته ، چې زه پرون د تعلیم او نن د څېړنو او ارزونو په وخت کې د کمو امکاناتو ، کم وخت  او کمو مساعدتونو څخه برخمن یم ،نو  هغه لیکنې او مفاهیم چې  ما دمخه محترمو لوستونکو ته د ارزونې او کره کتنې په خاطر وړاندې کړي او یا وروسته له دې به یي وړاندې کوم  ، حتما ًً به له اشتباهاتو څخه خالي نه وي ، خو هغه څه چې په دې ټولو وختونو کې  زما د ستونځمن سفر او تورتمۍ لارې همېشنۍ بله ډیوه وه ، هغه پر ځان باور او د نژدې څخه نیولې تر خورا وړاندې پراته چاپېریاله پو رې ، پدیدو او خلقتونو سره ، اګاهانه او دیقین او علم تر سرحده کړه وړه کول وو . هر انسان له سهوې او خطا څخه خالي نه دې . سهوې ،نیمګړتیاوي او خطاګانې منم ، خو د یقین ، پوهاوي او علم تر سرحده په خپلو کړو باور لرم  او تر همدغه سر حده مې زیار او ستونځي هم ګاللي او هڅه مې کړې په خپلو خبرو کې د اضافه ګویي ، توصیف او هجوې څخه ډډه وکړم . کېدلې شي ، په  ځیني مسایلو کې اضافه ګویي او ډېرې خبرې  شاید  تفنن او هنر وګڼل شي  او سناریو رنګینه او دهر چا د ذوق وړ وګرځوي ، خو په فلسفه کې نیمه خبره کمه او اضافه کول هم نه بخښونکې ګناه ګڼل کېږي  .


دمخه د فلسفي ژورتیا او پراختیا ( عمودیت او افقیت ) په هکله مونږ وویل ،چې دغه مسایل د یوې  ذرې ، یوه سماوي تر ټولو لوی واحد اوددې لوی جهان په کچه ، یو شان ژورتیا او پراختیا یعنې« بوده » ،« تنسته »او ژوروالې  لري، چې   پخپله د الاهي خلقتونو د خلقت اعجاز ،خارق العادګي  او بې ساریتوب  په کې له   ورایه


څرګند دې .دغه ژورتیااو پراختیاد ډیر ساده او ډیرو پر مختللو مادي واحدونو او بیولوژیکي ، فزیولوژیکي ،کیمیاوي ،فزیکي او نورو ډول ډول مرکباتو او تعاملاتو تر منځ د پام وړ تفاوتونه نه لیدل کیږي .  دغه عناصر ذاتي تفاوتونه هم سره نه لري  او د دوۍ اتمونه او حجرې د یو ډول اولیه موادو څخه جوړې شوي او د یوه  یوه الکترون او پروتون او یو تعداد  نیترونونو له مخې یو تر بله سره فرق لري . دغه ټول ذرات ،دغه ټول مادي واحدونه، خلقتونه ، پدیدي او دا لوی جهان په واحد قانونمند نظام کې قرار لري او هر یو واحد له کوچني څخه نیولې تر لوی پورې د خپلو خپلو مقدراتو د اختیار او استقلالیت په تناسب یو تر بله په مختلفو وسایلو اوامکاناتو سره  تړلي  او یو له بل څخه متأثر او متحسس دي . یو دبل متمم او مکمل ، یو بل سره تغذیه کوي او یو تربله سره په مساعدت کې بدلون او پرمختګ مومي او د بې شمېره ډول ډول مادي نعماتو د ایجاد علت او معلول جوړوي او یو دبل په مجاورت او یو تربله په تأثیراو تأثر سره معرض د معرفت واقع کیږي .


زمونږ نژدې لمر له ځمکې څخه ۱۵۰ ملیونه کیلو متره  لیرې  واقع دې ، خو په ځمکه کې ټول مادي نعمات اودژوند ټولې رنګینۍ د الاهي علم د قانونمندیو په بنیاد ، د نژدې  لمر  او نورولیرې بې شمیره لمرونو دشعاعاتو او فوتونونو د انعکاساتو او تعاملاتو په بنیاد رامنځته کیږي . تیره شپه ( 07.12.2011 م) اریا نا تلویزون اعلان وکړ ، امریکایانو ( یوستورې )، خو دا خبره سمه نه ده بلکه  یوه سیاره کشف کړې ، چې له ځمکې څخه ۶۰۰ ( کاله ) دا خبره هم سمه نه ده ، بلکه  ۶۰۰ نوري کاله مصافه لري  او معلومه شوېده ، چې هلته اوبه او ژوند هم وجود لري . ( نوري کال په دې مفهوم ، نور چې په یوه ثانیه کې  ۳۰۰ زره کېلو متره لار وهي ، که ۶۰۰ کاله لار ووهي تر دغه سیارې به ورسیږي . ما چې محاسبه کړه ( پنځه تریلیونه، شپږسوه شپږ اویا بلیونه ، څلور سوه اتیا ملیارده کیلو متره مصافه کیږي )، چې برابره ده د هغه مصافې سره چې که مونږ له ځمکې څخه ۴۰۶ ملیارده کرته دوره ووهو . په حقیقت کې دغه مصافه له دې څخه هم ډیره زیاته ده ، ځکه چې ما دغه مصافه د نور  په سرعت محاسبه کړه ، حال داچې ، کوم امواج چې ددغه سیارې په لور لېږل شوي ، نوري نه ،بلکه الکترو مقناطیسي امواج دي ، سرعت یي له نور څخه ډیر کم دې . مونږ په ځمکه کې عملا ً نن د کوچنیو ذراتو په ذریعه ، د مصنوعي سپوږمکیو له لارې ، زرونه متره دځمکې لاندي  دمعدنونو موقعیتونه ، کمیتونه او کېفیتونه معلومولې شو .


په یوه تصادفي مثال کې مونږ وښودلې شوه ،چې د فلسفي علم تړلتیا ،ژورتیا ، پراختیا او کېفیت  تر کومې اندازې دقیق او وسیع دې . په دې باره کې بې شمېره مثالونه راوړل کېدې شي  ، چې زمونږ  د پورتني استدلال په تأئید او ثبوت دلالت وکړي . زه د ډېرو مثالونو راوړلو ضرورت نه وینم  ،خو دومره ویلې شم ،چې د نورو فلسفي موضوعاتو د ارزونې او څېړنې په وخت کې به بیا بیا په دغه باره کې لازم وضاحتونه وشي .