کور / تازه خبرونه / په لويه واله کې دANP يوه سيمه ييزه غونډه وشوه !

په لويه واله کې دANP يوه سيمه ييزه غونډه وشوه !

لراوبر ويبپاڼه ( کندهار – هوايي ډګر)٢٦/مارچ/٢٠٠٨




په دغه غونډه کې چې دکندهار ښار په شمال کېوشوه دپوليسو دمشرتابه په ګډون ځايي مشرانو او سيمه ييزو وګړو ګډون پکښي وکړ ، راغونډ شوي دغه ٢٦٠دافغان پوليو دراتلونکي ټريننګ په اړه سره وغږېدل ، دکندهار دپوليسو له څلوروحوزو څخه ١٨٨ کسان انتخاب شوي چې ټرېننګ ترلاسه کړي او دوى به دايتلافي ځواکونو په ټرېننګ او پرمخ تللو وسلو وپوهول شي . دغه ١٨٨ کسان به دANP په ټريننګ سينټر کې ددوو مياشتو لپاره ټرين کړل شي . ددوى دټريننګ پر مهال به ددوى ځايونه نور پوليس ډک کړي خو ترټرېننګ وروسته به بېرته خپلو وظايفو ته راستانه شي . دکندهار دامنيه قوماندانۍ ډګروال بهير او دکورنيو چارو له وزارت څخه راغلو کسانو هم په دغه غونډه کې برخه واخيسته .ډګروال بهير په جزباتي انداز وويل چې :ټولنه ، حکومت او افغان امنيتي ځواک بايد له يوبل سره همکاري وکړي . ده دګڼو خلکو سوالونو ته جوابونه وويل او زياته يې کړل چې ډېرژر به په مياشت کې دننه يوه بله غونډه هم وکړي چې دخلکو وړانديزونه او مشورې ترلاسه کړو . دکندهار دبيارغونې دټيم غړي ، کاناډايي او امريکايي پوليسو دمشاورت ټيم هم موجود وو. دوى ژمنه وکړه چې دکندهار دپوليسو په مسلکي کولو کې به مرسته وکړي