کور / اسلامي / د لمانځه ځيني ځانګړتياوي

د لمانځه ځيني ځانګړتياوي


۱ ـــ لمونځ پاکي ده .
۲ ـــ لمونځ د انسان د دعا د قبليدو ښه وخت دی .
۳ ـــ لمونځ د خداي(ج) سره د انسان راز او نیاز دی .
۴ ـــ لمونځ له فحشاو او منکراتو څخه انسان ژغوري.
۵ ـــ لمونځ تقوا ده .
۶ ـــ لمونځ د نورو مسلمانانو سره د ورورګلوي ښه رابطه ده .
۷ ـــ لمونځ د انسان په مخ کي نور او رڼا پيـــــــــــــدا کــوي .
۸ ـــ لمونځ انسان ته تسکين او اطمينان ورکوي .
۹ ـــ لمونځ د انسان صحت ساتـــــــــــــــــــــي .
۱۰ ـــ لمونځ د انسان مشکلات اسانــــــه کوي .
۱۱ ـــ لمونځ انسان د ښه فاميل خاوند کــــوي .
۱۲ ـــ لمونځ د خداي (ج) سره د انسان وعده ده چي ښه به کوي بد به نه کوي .
۱۳ ـــ لمونځ تواضع ده .
۱۴ ـــ لمونځ انسان ته وقار ، درنښت او د خلګو احترام ور په برخه کوي .
۱۵ ـــ لمونځ انسان د وخت ارزښت ته متوجه کوي .
۱۶ ـــ لمونځ د توبي او خداي(ج) ته د مراجعي ښه وخت دی .
۱۷ ـــ لمونځ د خداي (ج) د ذکر ښه طريــــــــــــــــــــــقه ده .
۱۸ ـــ لمونځ د مخلوق او خالق تر منځ يو ښکلي او په ځاي انځور انځوروي .
۱۹ ـــ لمونځ د انسان اينده ده
۲۰ ـــ لمونځ د انسان د پرمختګ ښه لار ده .
۲۱ ـــ لمونځ د انسان ددنيا او اخيرت کاميابي ده .
د لمانځه د پريښودو حکم
د لمانځه د فرضيت نه انکار کفر دي
د سستي او لټي له امله د لمونځ نه کول فسق دی .