کور / شعر / سحرگل خورته ډالۍ

سحرگل خورته ډالۍ

سحرگل خورته ډالۍ


اې دافغان دمسلمان لورې!
اې دايسادسترتوپان لورې!
پـــــرتــــاظـــلـــمــــونه وشول
تــــــاډيــــرخـــواري زغمـــلي
تــــــــه ودردوته دردشـــوې
تـــــه وتــــپـــــــوته تپ شوې
لــــــــه خولى دي آه ونه وته
لــــه زړه دي ســـاه ونه وتــه
تــــه يــــومثال وگـــرځيدې
ته يومشعال وگرځـــيـــدې
تــــــه واقعي چې دافغان بچې وې
دمـــــســــلــــمــــان بــــــچـــــې يـــــې
تادافغانۍ مورشيدي رودلـــــــي
تادافغانۍ مورشيدي رودلــــي
له توپانونوسره وجنــــــگــــيــــدې
له سخت ظلمونه سره وجنگيدې
ســـــــل افـــرين دي وتربيې لره ده
زرافـــــرين دي حوصــــــلې لره ده
تــــــــــــــــــــاخودځان پرواهيڅ ونكړله
كه څه هم ټول وجوددي ټول قربان شو
تـــــــانـــــــــــن دنـــــيــــــــالره داوښــودله.
تـــــــــــــادافغان همت نن بياژوندى كړ
تــــــــه اوس دټــــــــولوافختاروگرځيدې
پــــــه تـــــــاداټــــــــــوله افغـــانان نازيږي
پـــــه تـــــــادهـــــــــرځاي مسلمان نازيږي
تــــــه په يوداسي يوماحول كې وې چې
هـــــــــــلـــتـــــه ژونـــــــــــددانسانانونه و
هـــــلـــــتــــه كـــلـــه انـــســــانــــان اوسـيــدل
بلكي ليوان،سپيان اووحشيان اوسيدل
ســـتـــادښــمنان له خدايه(ج) تورغواړومونږ
ســــتـــاپلويان له خدايه(ج) نورغواړومونږ
اې بـــخـــتـــــورې اومظــــلـــــــومې خورې!
اې دغــــــريب اولــــس پتــــــمنــې خورې!
اې پــــــــرزړګي باندي خـــوږمنې خورې!
چـــــــې كــــــــړاونه،زحـــمـــتـــونـه نه وي
داتكــــــلـــيــفــــــونه اودردونــــــه نه وي
ځـــــكــــه نــــوتـــــــل به حسرتونه نه وي
تــــه نــــــن كـــامــــيـــابه پدې وتوانيدې
داامــــتـــحان دخــــداي(ج) له لوري څه و
خداي (ج) بــــه دهـــــرزخــــم عـوض دركوي
خـــداي(ج) بــــه حـــتـــمـاًتاته جنت دركوي
بــــــيــــشــــــــكه دامـــتل پرځاي متل دى
بـــــــې له زحــــمــــتـــــه راحت چاموندلى.