کور / کره کتنه / خوست مېشتي له حکومت اونړيوالې ټولنې ګيله لري

خوست مېشتي له حکومت اونړيوالې ټولنې ګيله لري

خوست مېشتي له حکومت اونړيوالې ټولنې ګيله لري


خوست دافغانستان په سويل ختيځ کې پروت سرحدي ولايت دى ،په دې وخت کې ترنورو سرحدي ولايتونو دموقعيت په لحاظ زيات دپاملرنې او اهميت وړ دى ،ځکه چې خوست  اوس مهال دجګړې په لومړۍ کرښه کې پروت ولايت ويل کيږي ،په نوموړي ولايت کې هرپرمختګ اومثبت بدلون په نورو ولايتونو په ځانګړې توګه په مرکزي حکومت باندې په نيغه توګه اغېزلري ،ځکه چې په مرکزي سيستم کې دهرسيمه ييز واحد اغيزپه مرکز پرېوځي ،په تيره بيا دهغه واحدونو چې هغه په سرحدي سيمو کې پراته وي .په خوست کې دټولنيزجوړښت له مخې بېلابېل قومونه ژوند کوي ،مرکې ،جرګې اونرخونه لري،چې يادې سيمې ته په تاريخي لحاظ دجرګو اومرکو وطن هم ويل کيږي چې دا تاريخي کرښه ترډيره بريده په واقعيتونو اورېښتينوبنسټونو ولاړه ده .تېرو جګړو،ستونزو،ناخوالو اوبدمرغيوددغه ولايت خلکوپه ځانګړې توګه ټولنيزجوړښت ته ډير ژور زيانونه واړول اوپه دې ولايت کې مېشت ولسونه د قومي شخړو،منازعاتو اوکړکيچونو په دايره کې راښکيل شول ،ډيرقومونه دغرونو،څړځايونو اولويودښتوپرسرپه خپل منځ کې سره بدل شول ،په دې کارسره ورور وژنې او انسان ځورونې زياتوالى پيداکړ.ځوانان له زده کړو پاتې شول ،دښوونځيودروازې وتړل شوې ،دپرديو دسيسو لپاره هم زياته زمينه مساعده شوه ،دولتي ملکيتونه ،دغرونو ځنګلونه له غصب اوتالان سره مخامخ شول ،ډيرې داسې ستونزې اوبدمرغۍ رامنځته شوې چې ددغه ولايت مېشت ولسونه يې په بېلابېلو اقتصادي ،سوداګريزو،ټولنيزو،پوهنيزو اونورو ورته برخو کې دپرمختګ ،اومثبت بدلون پرځاى له شاته تګ ،ستونزو اوناخوالو سره مخامخ کړل .له نېکمرغه اوس مهال په دې ولايت کې مېشت ټول ولسونه په دې باندې پوهيدلي، چې نوره دپرمختګ ،ترقۍ ،بيارغونې ،تمدن اوروښانه برخليک لاره کومه ده ؟بلکې دې پوښتنې ته دځواب پيداکولو هنريې په ځان کې پيداکړى دى .همدا لامل دى چې په دې وروسيتو کې ددغه ولايت ډيرلوى قومونه دې ته چمتوشوي، چې دخپل نظام ترسيوري لاندې دخپل دولت دتګ لارو اوکړنلاروسره سم دډاډمن امنيت ،دسولې دټينګښت اوپرمختګ لپاره مټې راونغاړي .داچې ولې قومونه په ولسي ځواک سره دخپل دولت سره دهمکارۍ اومرستې لپاره چمتوکيږي ،په دې کې يوبل راز نغښتى، هغه داچې ددوه کالونوراپدېخواپه دغه ولايت کې په هره برخه کې دډيرو مثبتو بدلونونو اوپرمختګونو څپې راژوندۍ شوې دي ، دخوست والي عبدالجبارنعيمي په زياتو هلوځلوسره ولسونه په دې باندې پوه شوي چې ولايتي اداره په واقعي توګه غواړي، دخوست مېشتو ولسونو دنيکمرغۍ لپاره کاروکړي .خوست والي په دغه ولايت کې دټولو هغه ناخوالو اوننګونوپه وړاندې مبارزه پيل کړې ،کوم چې ټول ولسونه ترې ځوريدل .نوموړي خوست ته ترراتګ وروسته دځينو قومونو ترمنځ چې په لسيزو لسيزو ديواوبل سره يې جګړې کولې ،دسولې دمنځته راتګ په موخه کاروکړ اوټول هغه قومونه چې دجګړو لپاره په سنګرونو کې ناست وي ،دسولې ،امن او ورورولۍ په ټغر کېښنول،چې په دې منځکړيتوب سره يې دټولو ولسونو زړونه راخپل کړل .دځمکو دغصب ننګونه چې په ټول افغانستان کې يوه لويه ستونزه ګڼل کيږي ،په خوست کې دغه ستونزه ترنوروولايتونو خورا ډيره ژوره اوجدي وه.  ولايتي ادارې دهمدې ستونزې په وړاندې ډير په جديت اوقاطعيت سره مبارزه پيل کړه .داسې مبارزه چې ډيرکله به په لويه کچه ځينو دولتي لوړپوړو چارواکو ديادې مبارزې په وړاندې مقابله کوله ، خوپه هرحال دامبارزه اوس هم دوام لري، چې تقريباً په زرګونو جريبه ځمکه دغصب څخه خلاصه شوې ده ،دعامه پوهاوي په ډګرکې داسې اغېزمن کارونه ترسره شول، دټولو دولتي تګ لارو ،کړنلارو اوموخوپه اړه ولسونو ته څرګندپيغامونه واستول شول ،په ولس کې دمثبتوبدلونونو اوپرمختګونوپه تړاو مثبت فکري ملاتړ ترلاسه شو.همداشان دبيارغونې په ډګرکې ډيرې لويې پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې اوپه ډيرو لويو اوبنسټيزو پروژو باندې چې تل به يې خوست مېشتو غوښتنه کوله عملي کار روان دى ،دبېلګې په توګه دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګرپروژه يادولى شو،چې دټولو خوستوالو يوه تاريخي غوښتنه وه.سربېره پردې په ادارو کې نظم ،سمون ،بدلون اودټولو امنيتي ارګانونوپه منځ کې زياته همغږي رامنځته شوې ده .ددې ترڅنګ په خپل وخت دولسواليو څخه هم ليدنه شوې ،چې دزرګونوپه شمېره قومي مخورو مشرانو اوديني علماووسره اغېزمنې ناستې ترسره شوې دي .لنډه داچې په دې تېرو دوه اونيو کې دځدراڼو دلوى قوم ،نادرشاه کوټ ،موسي خيلو،قلندر،عليشير،تڼيو اوصبريو ولسواليو په سلګونو قومي مخورو مشرانو اوديني علماوو دخوست له والي سره دبيارغونې ،دسولې دټينګښټ اوډاډمن امنيت په تړاو ګډې غونډې وکړې ،ټولو قومي مشرانوولايتي ادارې ته ددې ډاډ ورکړچې نور به په خپلو سيموکې دخپلوامنيتي ځواکونوسره دمرستې اوهمکارۍ له لارې دټولو نارواکړنوپه ضدمبارزه کوي ،هيچاته به ددې اجازه نه ورکوي چې ددوى په سيموکې امنيتي ننګونې رامنځته کړي .قومي مشرانوپه دې باندې ټينګار کولو چې ولايتي اداره بايد په ډير جديت سره دغصب ،اداري فساداونورو نارواکړنوپه وړاندې خپله مبارزه جدي اوګړندۍ کړي .ديادې ولسواليوقومي مشرانو اوديني علماو،له مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه سخته ګيله وکړه ځکه ،ددوى په خبره اوس چې په خوست ولايت کې دهرراز پرمختګ اوبيارغونې لپاره مناسبه زمينه برابره شوې ،خومرکزي حکومت اونړيواله ټولنه دبنسټيزو پروژولکه برېښنا،سړکونو،بندونو،پلونو ،ښوونځيو اونورو پروژوپه پلي کولوکې چوپتياغوره کړې.ددوى په ويناکې که چيرې مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه په دغه ولايت کې په بنسټيزوپروژوپه پلي کولو کې مرسه وکړي .نو ولايتي اداره به وکولى شي چې په دغه ولايت کې دولتي حاکميت نور هم ټينګ کړي اودولسونوپه ځواک اوباورسره دسولې دټينګښت لپاره کاروکړاى شي ، نواوس مهال جدي اړتيا ده چې مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه په دغه ولايت کې ديادې ستونزې هواري ته جدي پاملرنه وکړي ،ترڅو دخوست دخلکوپه وړاندې شته ستونزې هوارې شي اوکولى شي په ارامه ،هوسا،سوله ييزه فضاء کې خپل ژوند وکړي .