په کندهار کي دوه نور خونړي بريدونه وسوه
څو شېبې مخکي دکندهار په مددخان چوک کي يوه بمي چاودنه وسوه چي لږ تر لږه ۷ ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ، کله چي امنيتي ځواکونه سيمي ته ورسېدل په يوه ځای پر ځای سوي زرنج موټرسايکل کي بله چاودنه رامنځته سوه چي د لومړنۍ پېښي د قربانيانو مرسته کوونکو تر څنګ يې پوليسو ته هم مرګ ژوبله واړوله ، د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره نه ده معلومه ، سيمه دا مهال امنيتي ځواکونو کلابنده کړې ده او د ناټو پوځي هيليکپټر په هوا کي ګرځي .
د يادوني وړده چي په کندهار تر څو اوونۍ نسبي ارامۍ وروسته نن پرله پسې درې چاودني وسوې ، په لومړۍ چاودنه کي نن غرمه مهال په چوڼۍ کي رامنځته سوه ۷ ماشومان او يو پوليس وژل سوی او يو شمېر ملکيان زخميان سوي وه .