کور / تازه خبرونه / اقتصاد : د جرمني او هسپانیې د بېکارۍ په کچه کي ډېرښت راغلئ

اقتصاد : د جرمني او هسپانیې د بېکارۍ په کچه کي ډېرښت راغلئ

په جرمني او هسپانیه کي د بېکارۍ کچه د تېر زېږديز کال په ډسمبر کي زیاته سوې ده او ویل کیږي چي د شلو کالو راهیسي دا لومړنی ځل دئ چي په جرمني کي د بې روزګارۍ کچه دې اندازې ته رسیږي .

هسپانیه :
د هسپانيې د حکومتي چارواکو په وینا د تېر ميلادي کال د وروستۍ میاشتي په جریان کي د ۲۰۱۰ز کال د ډسمبر سره په پرتله ۳۲۲۰۰۰ کسانو خپله دنده دلاسه ورکړې او ۷،۹ سلنه ډېرښت په کښي راغلئ . په ۲۰۱۱ع کي مجموعاً ۴،۴۲ میلیونه تنه بېکاره سوي دي .
همداډول د ۲۰۱۱ع د نومبر سره په پرتله د عیني کال په ډسمبر کي ۱۸۹۷ تنه نور بېکاره سوي دي . د یادوني وړ ده چي په هسپانیه کي د بې روزګارۍ کچه په اروپا کي تر ټولو لوړه ده .

جرمني :
دغه راز په جرمني کي هم د بېکارۍ کچه زیاته سوې; د تېر ز کال د نومبر سره په پرتله د عیني کال په ډسمبر کي بېکاري د ۶۷۰۰۰ څخه و ۲،۷۸ میلیونو بېکارانو ته لوړه سوې ده . خو یاده دي وي چي ټول ۲۰۱۱ ته په کتو د بېکارانو په شمېر کي ۲۳۱۰۰۰ تنه کمښت راغلئ دئ .

په ۲۰۱۱زکي بيکاري په اوسط ډول سره ۲،۹۷۶ میلیونه وه . په دې سره په جرمني کي د بېکارۍ کچه د شلو کالو راهیسي ترټولو لوړه بلل سوې ده . خو د ډسمبر په جریان کي د بې روزګارۍ د کچي کمښت څوک روان زېږدیز کال ته خوشبینه کوي، ځکه د کار امکانات ښه سوي دي .