کور / کره کتنه / دمیرویس افغان عجائب

دمیرویس افغان عجائب

په اسلامي علوموکې د علم الجرح والتعدیل لوی امام او دصحیح البخاري شارح حافظ ابن حجر العسقلاني یوه خبره کړې ، چې په عامه ژوند کې په ځینو باندې کټ مټ د کاڼي دکرښې په شان تطبیقیږي ، نوموړی وایي ( من تکلم في غیر فنه أتی بالعجائب ) څوک چې دداسې علم یا کار په باره کې غږیږي چې ترې خبر نه وي ، نو عجائب به ترې واورئ ، په حافظ ابن حجر دې الله تعالی رحمتونه وکړي ، نن مې یې خبره بیخي زړه ته ولوېده ، هغه څنګه ؟



نن مې چې خبریال ویب پاڼه پرانیسته ، دښاغلي میرویس افغان په قلم له لیکل شوي ، هغه مطلب سره په کې مخ شوم ، چې نوموړي په کې دطالبانو داسلامي تحریک دپیل په اړه خپل معلومات ارائه کړي وو .


میرویس افغان لیکلي وو ( د۱۹۹۴ کال په اکتوبر کې دطالبانو یوه شاوخوا (۲۰۰) کسیزه ډله چې مشريې ملا اخترجان کوله، دډیورنډ دپولي سره جوخت پرسپین بولدک ولسوالي ورغلل. په دې ولسوالي کې هغه مهال دګلبدین حکمتیار دحزب اسلامي ځواکونه مېشت وواو په جنوبي افغانستان کې دحزب اسلامي دوسلو دیوه لوی زېرمتون په نوم یادېدله )


تر دې کرښو وروسته میرویس افغان خپلې اصلي اعجوبې غږوي ، نوموړی دپاکستاني کاروان کیسه کوي ، چې له کوټې څخه دترکمنستان په نیت روان شوی وو اوپه تعجب آوره توګه ورسره لیکي (د طالبانو قوماندانان ملا بورجان او ترابي له څو تنو وسلوالو ملګرو سره هم دغه کاروان بدرګه کاوه. د ۱۹۹۴ دنومبر پر ٢ نيټه له کندهار څخه ٢٥ کيلومتره لرې کندهار هوايي ډګر ته نږدې په تخت پُل سيمه کې د منصور اڅکزي او امير لالي د قومندانانو له خوا ودرول شو. ظاهراً له دغه کاروان نه یادو قوماندانانو خپله ونډه غوښته خو په اصل کې دا یو سیاسي عمل وو او اصلي غوښتنه داوه چې پاکستان دوسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي )


که دمیرویس افغان په لوړو عجائبواو غرائبو باندې مفصل بحث کوو ، نوښایي یو کتاب خبرې وغواړي ، خو د دې په خاطر چې لوستونکي مو هم نه وي خسته کړي ، تریوڅو سرلیکونو لاندې غواړو ، دښاغلي میرویس افغان د لوړو منحصربنفسها موندونو او معلوماتو غش او جعل درته رابرسیرن کړو .


دطالبانو تحریک څه وخت اوله کومه ځایه پیل شو ؟


میرویس افغان فرمایلي ، چې طالبان دپاکستاني کاروان ملګري وو ، چې له کوږک واوښتل ، او دبولدک په ولسوالۍ یې برید وکړ ، ښایي دکندهار شپږ کلن ماشوم هم په دې اړه تردید ونه لري ، چې دطالبانو تحریک له کومه پیل شو، اوله کومې خوا په بولدک ورغلل ، دمیرویس افغان دادعاء په خلاف چې دطالبانو دتحریک پیل د ۱۹۹۴ په اکتوبر کې په بولدک ولسوالۍ له برید څخه انګیري ، په حقیقت کې دا تحریک له دې نیټې دوه نیمې درې میاشتې وړاندې دهمدې کال داګست په میاشت کې دکندهار دژړۍ ولسوالۍ دسنګ حصار له سیمې پیل شوی وو، دمیرویس افغان دمعلوماتو خلاف طالبانو بولدک د ۱۹۹۴ کال په اکتوبر کې نه بلکې په نومبر کې ونیو ، دغه راز په بولدک له ختیځ ( چمن ) څخه نه ، بلکې له لویدیځ کندهار څخه راغلل ، په دې اړه که لاندې وضاحت وګورئ پوه به شئ چې دبولدک دنیولو کیدو په اړه د میرویس افغان د دروغو ګراف څرنګه 180 درجو ته لوړ شوی دی .


کیسه داسې وه چې طالبانو په ژړۍ کې د ټوپکیانو له تصفیې وروسته دمیوند او ډنډ ولسواليو ته خپلو نفوذ پراخ کړ ، او په ډنډ کې یې یوه مؤقته مرکزي قرارګاه جوړه کړه ، چې له همدې ځایه یې د بولدک او دکندهار د نورو سیمو دنیولو پروګرام ترتیب کړ .


دمیرویس افغان معلومات چې سړی مطالعه کوي ، نو ددې مهال دوضعیت په اړه داښاغلی ، سړي ته بیخي خالی الذهنه ترپام ورشي ، ځکه نوموړی په دې اولنیو شیبو کې دطالبانو جنګي مشر ( اخترجان ) بولي ، پداسې حال کې چې دبولدک دکدنې اوسیدونکی اخترجان هغه ټوپکمار قومندان وو ، چې دتنظیمي انارشیزم په مهال یې ځان دبولدک ولسوال باله ، او خلک یې سخت ځورول چې بیا په بولدک دطالبانو دبرید په مهال یې واکمني ختمه شوه ، باید ووایو چې دطالبانو دتحریک په دې اولنیو شیبو کې تعرضي قومندان او جنګي مشر دکندهار دارغنداب دمنارکلي اوسیدونکی شهیدملامحمد اخند وو ، نوموړي دژړۍ او میوند ولسوالیو له تصفیې وروسته په ډنډ کې مرکز جوړکړ او له همدې ځایه یې دبولدک ولسوالۍ دنیولو تکل وکړ ، دافغانستان دمعاصر تاریخ لیکوال مرحوم محمد ابرهیم عطایي په دې اړه لیکي (په دې وخت ۱۹۹۴ کې یوځوان پنځه دیرش کلن ملاطالب چې په جهاد کې یې هم اشتراک کړی وو دملامحمد عمر آخند په نامه راپورته شواو دخپل مسجد څخه یې چې دکندهار په سنګیسار کې وو دکندهار څخه دپاټکونو دایسته کولو او دفساد دورکولو اراده یې یې وکړه او دطالبانو دتحریک پیلامه یې کیښودله ) مرحوم عطایي وروسته پسې زیاتوي ( طالبانو د ۱۹۹۴ کال دنوامبر په اوایلو کې سل کسه طالبان په دوو لاریو کې بولدک ته ولیږل ،هغوی په سپینه ورځ دبولدک ولسوالي ونیوله او په دې ترڅ کې دګلبدین حکمتیار دوسلو یو ډیر غټ ډیپو په لاس ورغی او دغو وسلو دطالبانو ملا ورټینګه کړه ، دافغانستان معاصر تاریخ ۳۹۰ صفحه )


دپاکستان تجارتي کاروان او طالبان


په خپله وروستۍ لیکنه کې میرویس افغان هم دیوزیات شمیر نورو لیکوالو غوندې دطالبانو داسلامي تحریک دراپورته کیدو په مهال دپاکستان دتجارتي کاروان دقضیي داصلي واقعیت په اړه دسخت جهالت یا تجاهل ښکار شوی دی ، او خبرې یې له اصلي واقعیت سره بیخي اړخ نه لګوي ، دطالبانو یوشمیر مخالف افغان او نړیوال لیکوال داسې تبلیغوي ، چې دطالبانو تحریک دپاکستان دبي نظیر بوټو حکومت ددې لپاره جوړ کړ، ترڅو دمنځنۍ اسیا په لور غځیدلې لاره پرې تصفیه کړي ، دوی دلیل راوړي چې له همدې امله دطالبانو تحریک او پاکستانی تجارتي کاروان دبولدک ولسوالۍ ته په یوه ورځ راورسیدل ، په دې برخه کې دوی خپل استدلال په همدې ځای نهایي کوي ، اودې پوښتنو ته ځواب نه وایي چې


۱ – که طالبان ددې لارې دتصفیې لپاره راپورته شوی وو ، نوچې کله طالبان ترهراته ورسیدل ، ولې یې دواکمنۍ ترپایه په دې لاره یو پاکستان کاروان هم تېر نه شو ؟؟


۲ – چې طالبان ددې لارې لپاره راپورته شوي وو ، ولې نصیرالله بابر دکندهار ټوپکي واکمنو خان محمد ، امیر لالي او ګل اغا سره تړون کړی وو ، ترڅو دکاروان په مخ خنډ جوړ نه کړي او له کندهاره تیریدل یې تضمین کړي ؟؟


۳ – تاریخي شواهد ښیي ، چې پاکستانیانو هغه مهال په هرات کې دخپل قونسل کرنېل امام په توسط له اسماعیل خان څخه هم ددې کاروان د تیریدلو موافقه اخیستې وه ، نوچې طالبانو دبولدک په تعقیب کندهار او هلمند فتحه کړل ، او ترګرشک پورې ورسیدل ، هغه څه وجوهات وو چې دپاکستان تجارتي کاروان یې بیرته له نیمې لارې ستون کړ .


دا هغه پوښتنې دي ، چې دلوړ غلط نظر هیڅ درلودونکی لیکوال ورته ځواب نه لري ، ځکه که ځواب ورته وایي نو بیا ددوی اصلي معاندانه څیره بربنډیږي ، او داستدلال ظاهري صحت یې په اوبو لاهو کیږي .


واقعیت دادی چې دطالبانو تحریک ددې کاروان له موضوع څخه څو میاشتې وړاندې په ژړۍ او میوند کې پیل شوی وو ، کله چې طالبان بولدک ته ورسیدل تصادفا دغه پاکستانی تجارتي کاروان هم ویش باډر ته راورسېد ، او نیت یې وو چې دکندهار او هرات له لارې ترکمنستان ته واوړي ، دلته چې کله طالبان له پاکستاني کاروان سره مخامخ کیږي ، نو کاروان دروي او غوښتنه ترې کوي چې بیرته دپاکستان په خوا وګرځي ، وروسته دویش باډر دافغان تجارانو سره تر سلا مشورو وروسته طالبان له پاکستانیانو غوښتنه کوي چې ددې کاروان د تېریدو په مقابل کې دې دکراچۍ په بندر کې دافغان سوداګرو په ترانزیت راغلي مالونه چې تردې وخته بند پاته وو خوشي کړي ، ترڅو ددوی تجارتي کاروان ته هم دحرکت اجازه ورکړل شي ، دامهال چې دکندهار واکمن قومندانان ( هغوی چې له نصیرالله بابرسره یې دکاروان دامنیت ژمنه کړې وه ) دلیک او احوال په واسطه له طالبانو غوښتنه کوي ، چې کاروان خوشی کړي ، خو طالبان ځواب ورکوي چې ستاسو په کړې ژمنه موږ مکلف نه یو نو ځکه کاروان ته اجازه نه شو ورکولای .


میرویس افغان دخپلې ویب پاڼې ( خبریال ) په یوه برخه ( داڅيرې دهیریدونه دي ) کې دطالبانو داسلامي تحریک دیوه لیکوال شهید ملامحمد حسین مستسعد په اړه خپل عقیدت په خورا ښه توګه وړاندې کړی دی ، داچې نوموړی شهید مستسعد ته عقیده لري ، او یوه رښتینی ، امانت کار او سپیڅلی شخص یې بولي ، دلته به دیاد جریان په اړه دمستسعد له کتاب ( دسنګر طالبه مبارکۍ ته به درځم ) څخه یوه برخه ورته راواخلو ، ترڅو یې زړه اوبه پرې وڅکي .


شهید مستسعد لیکي (له پاکستان سره زمونږ علاقه او برخورد لومړی هغه مهال رامنځ ته شو چې منځنۍ اسیا ته تلونکې دنصیرالله بابر قافله دوېش په باډر راواوښته ، له دې نه یوه ورځ وړاندې مونږ بولدک او وېش نیولي او دتحریک په رسمی افتتاح چې په ژړۍ او میوند کې پیل شوی وه تقریبا درې میاشتې اوښتې وې ، دغه مهال مونږ قافله ودروله ، او لارۍ مو له حرکته راستنې کړې ،پاکستانیانو استدلال وکړ چې مونږ دقندهار له قومندانانو سره دیوې موافقې او جوړجاړي له مخې داقافله راروانه کړې ده ، خو مونږ ویل چې مونږ دهغو تعهد ته ژمن نه یو اوس ددې سیمې واک زمونږ به لاس کې دی ، او ترڅو چې دکراچۍ په بندر کې په ترانزیت راوړل شوي ،دافغان تجارانو مالونو ته چې په همدې حال کې له مونږ سره په جریان کې وه اجازه نه وي ورکړل شوي ،قافلې ته اجازه نشته ،په دې وخت کې له بیا بیا اصرار سره دکندهار دقومندانانو ګل اغا ، امیرلالي او خان محمد خطونو هم طالبانو ته ولیږل چې مونږپاکستانیانو ته مه ګرموئ ، مونږ تعهد ورسره کړئ او موټرو ته لاره ورکړئ ،خو طالبانو لار ه نه ده ورکړې ترڅو قافله بیرته ستنه شوه ، په دې اړه که څوک شک لري وردې شي دګل اغاشیرزي په ګډون دکندهار له قومندانانو او دویش او بولدک له ګردو تجارانو دې پوښتنه وکړي )


پایله


له لوړو وضاحت څخه معلومه شوه ، چې ښاغلي میرویس افغان په خپله لیکنه خورا غلط او سرچپه معلومات راټول کړي ، او بیا یې دیوه مهم تاریخي رویداد تحلیل په بڼه دلوستونکو مخته ایښي دي ، دا ډول بې بنسټه تحلیل که کوم له یادو پیښو واقف سړی مطالعه کوي ، نوښایي باور پرې ونه کړی مګر هغه څوک چې دافغانستان او دلته له ترسره شویو پیښو څخه لرې پاته شوي دي ، که داډول تحلیلونه ګوري نو ښایي ، رښتیني یې وبولي چې په دې ډول به په لویه ګمراهۍ او غلط فهمۍ کې پریوزي .


دخبرو په مهال په کومه جمله کې که څوک خطا وزي ، نوښایي ډیر ورانی یې نه وي جوړ کړی ، ځکه دخبرو یاالفاظو په اړه علماء فرمایي ( اذا وجد فتلاش ) یعني الفاظ یا خبرې چې څنګه موجودې شوې نو په دنیایي اعتبار بیرته دستي ورکیږي ، خو لیک او لیکنه چې خورا اوږد عمر لري ، باید انسان په کې ډیر احتیاط وکړي ، ترڅو ترې غلطي ونه شي ، ځکه دهر انسان په لیکلو اثارو او لیکنو باندې چې د ( لارښوونې یا ګمراهۍ ) کومې پایلې مرتبیږي ، اجر او مواخذه به یې دلیکونکي په غاړه وي .


په پای کې باید ووایو چې لیکنه او دهرډول پیښو په اړه دنظر څرګندول زما ،میرویس افغان او بل هرچا حق دی ، خو دلیکنې محتوا باید رښتینې ، دقیقه او مستنده وي ، معاندانه او له غش او جعل نه ډکه لیکنه له دې پرته چې په دنیا کې او اخرت کې مو دتندي داغ او داوږدو پیټی شي ، بل هیڅ نتیجه هم ترې نه شو بود کولای .