کور / سياسي / جنګي او بشري جنایتونه

جنګي او بشري جنایتونه

څه موده کیږی چی د افغانانو  په ځینو ویب سايټونو کی دا  خبره توده ده چی وایی د  جرمني څارنوالانو د هغه هیواد  د مونشن په ښار کی د افغانستان  د خاد او واد یو پخوانی  منصبدار،  د بشر پر حقوقو  باندي د تیریو په ګناه نیولی  دی. وروسته داسي معلومه سوه  چی دا منصبدار به هرو مرو  جنرال عبدالغني وي، چي په  پلچرخی کی یی ډیر بې ګناه  انسانان وژلي او شکنجه کړي  دي، او په دې وروستیو شپو  ورځو کی د مونشن په ښار  کی د ورځپاڼو په خرڅولو لګیا  وو. وروسته یو محترم لیکوال  د هغو کسانو د نومونو لیستونه  خپاره کړل، او د نومونو لیست  لا دوام لري، چی همدااوس  په اروپا او امریکا کی شپې  ورځی تیروي، او د قدرت په  وخت کی یی ډیر زیات بشری  جنایتونه کړي دي. په دې لیست کی می، د خلق ډیموکراټیک ګوند د حکومت په وخت کی د غزني د والي، عبدالاحد اولسي، نوم په سترګه سو چی لیکوال وایی هغه اوس په پاکستان کی ژوند کوي. په داسي حال کی چی اولسي، تقریبا نولس کاله مخکی، په کابل کی د خارجه وزارت سره نیژدې ویشتل سوی او وژل سوی دی.


         که د دغه راز لیستونو خپریدل  دوام وکړي نو زه ګومان کوم  چی بالاخره به د ډیرو  بیګناه  کسانو، ځینو ښو خلکو او داسی ډیرو کسانو نومونه په لیستونو کی راووزي چی د مرګ به یی لس دوولس، او لا زیات، کلونه تیر سوي وي. او یا به ډیر کسان ، خدای ناخواسته، د افغانانو ترمنځ د خپل منځي دښمنیو او اختلافاتو ښکار سي. که څه هم چی زه د دې خبري د کولو صلاحیت نه لرم او نه مي ښایی څوک په خوله وکړي چی د دغه راز لیستونو خپرولو ته خاتمه ورکړی او، یا لږترلږه، له احتیاطه کار واخلی، خو دا خبره باید وکړم چی موږ، د نورو ډیرو موضوعاتو په څیر، په افغانستان کی د بشری حقوقو مسلې ته هم، له بده مرغه، سرچپه ناست یو.


     زه  جنرال عبدالغني نه پیژنم. ځکه  چی د څه دپاسه دیرشو کالو  راهیسی په بهر کی ژوند کوم.  خو که د جرمني پولیسو هغه  بندي کړی او یا یې د بندي  کولو او محاکمه کولو خیال  لري، نو ویلای سم چی دغه  جنرال یا ډیر بې بخته او  یا ډیر ډارن سړی دی. ځکه چی  که چیری په دې تیرو لسو  کالو کی افغانستان ته تللی  وای، که هلته جنرال سوی نه  وای، نو لږترلږه، چا به یی  نوم په جنایتکارانو کی نه  یادولای. په افغانستان کی جنایتکاران په کابینه کی لوړ مقامونه لري، په پارلمان کی لوړي چوکۍ لري، والیان دي، جنرالان دي، د پولیسو عالی رتبه مامورین دي او د جمهوریس حامد کرزي د عمومی عفوی د فرمان له برکته سرې سترګي ګرځي. د جمهوریس حامد کرزي مرستیالان، چی اوس یی سرمایی او جایدادونه د امریکا د سرمایه دارانو تر سویه لوړ دي، او په انتهی درجه ناز و نعمت کی ژوند کوي، د کابل د ښار د تباه کولو، د زرهاو انسانانو د قتلولو، د افغانستان د پاکو لوڼو پرعصمت او ناموس باندي د تیري کولو، د ښځو د سینو د غوڅولو او د ژوندیو انسانانو په سرونو کی د میخونو د ټک وهلو مسؤول دي. د ګیلیم جم له قوماندان، رشید دوستم، څخه به څوک د پوښتني جرأت وکړي، ځکه چی هغه ته خو صبغت الله مجددی، له خپل ټول علمیت او د پیری له کرامت سره، د خالد بن ولید لقب ورکړی، او دې ګناهکار قاتل ته یی د اسلام د تاریخ د تر ټولو لوی جنرال د نامه د بخښلو افتخار ورکړی دی. د افغانستان د ټولو ګناهکارانو د نومونو یادول او معرفي کول د یوه لنډ مضمون تر حوصلې وتلی کار دی، او یوه بشپړ کتاب، لا ښایی کتابونو ، ته اړتیا ولري. زه د خپلو لوستونکو وخت په احساساتي خبرو نه ضایع کوم. خو دونه ورته وایم چی د شکایت او عرض کولو په وخت کی اصلی مرجع ورڅخه ورکه نه سي. کله چی په افغانستان کی یو بشپړ فاسد نظام د جنایتکارانو، قاتلانواو مفسدینو تر شا ولاړ وي، او د نظام ستني او بنسټ  یی همدغه قاتلان ورجوړوي، نو د یوه یا دوو ګناهکارانو په نیولو نه زموږ درد دوا کیږی او نه د هغوی نیول کیدل په خوښی ارزي.


          د جرمني حکومت، چی، ویل کیږی، اوس یی د خاد یو جنرال د محاکمه کولو لپاره نیولی دی، پخپله په افغانستان کی قدرت ته د قاتلانو او بدماشانو په رسولو کی مستقیمه برخه نه درلوده؟ تاسي ټولو ته معلومه ده چی  په افغانستان کی د جرمني پنځه زره کسیزه پوځی قوه  یوازي په شمالي ولایتونو کی فعالیت کوي. هغوی په دې تیرو لسو کالو کی، په هغو ولایتونو کی، د دوستم، استاد عطا او د هغوی د بدماشانو او قاتلو ملیشو جنایتونه په سترګو نه دي لیدلي؟ دوی په دغه برخه کی اقدام کړی دی؟


    بین المللي ټولنه په افغانستان کی، په دې تیرو دیرشو کالو کی، د ټولو مجرمینو د تعقیبولو او نیولو مسؤولیت لري. ځکه چی په افغانستان کی دننه قدرت د همدغو مجرمینو په لاس کی دی او څوک یی مخي ته هم کتلای نه سي، او دا مجرمین پخپله نه بلکه د ناټو او لویدیځی نړۍ په مستقیم ملاتړ قدرت ته رسیدلي دي. په بهر کی افغانان دومره بې وسه دي چی د چا دروازه له اجازې پرته ټکولای نه سي. موږ نه سو کولای چی په څو احساساتي مقالو او د څو لیستونو په خپرولو سره بین المللی توجه ځانته واړوو. زه یقین لرم چی موږ افغانان به په اروپا، امریکا او اسټرالیا کی ډیر زیات ځلمي حقوق پوهان لرو. له هغوی څخه باید مرسته وغوښتل سي. هغوی باید د دې کار لپاره یوه ټولنه جوړه کړي. په دې وروستیو دیرشو کالو کی په افغانستان کی د بشر پر حقوقو د ټولو تیریو او جنایاتو په باره کی بشپړ او هر اړخیز تحقیقات وکړي. زموږ ټولو افغانانو په مرسته، شواهد را غونډ کړي او بین المللی محکمې ته یې وړاندي کړي. که هدف نن ترلاسه نه سي سبا به ترلاسه سي او که نه وي بل وخت. په دې توګه به نه بیګناه خلکو ته تاوان او بیځایه بدنامي رسیدلې وي او نه به موږ د هغو کسانو په تعقیبولو خپله انرژي ضایع کړې وي چی شل کاله مخکي مړه سوي او په خپله سزا رسیدلي دي.


            د بشر پر حقوقو باندي د  تیریو او بشري او جنګی جنایتونو  په برخه کی فیصله او د  تصمیم نیول هم د همدغو حقوق  پوهانو کار دی. هغوی به فیصله  کوي چی د چا نوم د جنایتکارانو  او مجرمینو په لیست کی شامل  کړي او د چا د تعقیبیدلو  غوښتنه وکړي.


            د خلقیانو او پرچمیانو په  نظامونو کی ټول وزیران، عالی  رتبه مقامات او د ګوندونو  غړي ښایی نه په افغانستان  کی د شوروي د مداخلې او  نه افغانستان ته د سرو لښکرو  د رابللو مسؤولیت ولري. ټولو خلقی او پرچمي جنرالانو او د ګوند غړو په بیځایه قتلونو او د بشر پر حقوقو باندي په تیریو کی برخه نه ده درلودلې. یوازي د ایدیالوژی درلودل، هغې ته وفادار پاته کیدل او د هغې لپاره جنګیدل د نړی په هیڅ قانون کی جنایت نه دی. که یی موږ جنایت بولو ښایی څوک یی را سره ونه مني. او چا چي جنایت بللی دی هغوی په خپلو خبرو عمل نه دی کړی.


        د جهاد او مقاومت په کلونو کی د کندهار د مجاهدینو یوه مشهور قوماندان،  چی لاسونه یی تر څنګلو د بیګناه انسانانو په وینو سره دي، هر وخت ویل چی څوک د خلقیانو سره یوه ورځ پیتاوي ته کښینستلی وي، مرګ یی روا دی. او په دغه سلسله کی یی ډیر بیګناه انسانان په ساطور ټوټي ټوټې کړل. ژوندي به یې څاه ته واچول او وروسته به یې لاسي بمب ورپسي وغورځاوه. خو موږ په غټو سترګو ورته کتل چی د مجاهدنیو دغه قوماندان په اولسي جرګه کی د خلقیانو او پرچمیانو د وخت د داخله وزیر سیدمحمد ګلابزوی سره په یوه جبهه کی ولاړ وو. او د خواشینی، حیرانتیا او شرم خبره خو لا داد ه چی څه موده مخکي مي د دغه قوماندان عکس په یوه امریکایی ورځپاڼه کی ولیدی چی د جمهوریس کرزي د دورې د ختمیدلو څخه وروسته ځان د قدرت نیولو ته تیاروي. ورځپاڼي په خپله تبصره کی لیکلي وه چی هغه هم له پاکستان، هم له امریکا او هم د مجاهدینو له بیلو بیلو ډلو سره ښې اړیکي لري. دلته می په خصوصي مجلسونو کی واوریدل چی دوه درې ځله په دغه سلسله کی امریکا او اروپایی هیوادونو ته هم تللی دی.


       موږ باید د ټولو هغو ګوندیانو، او د مجاهدینو د جهاد او قدرت په زمانه کی د ټولو هغو قوماندانانو او مشرانو نومونه په احتیاط، او له شواهدو سره، را غونډ کړو چی د بشر پر حقوقو یی تیري کړي، بیګناه خلک یی بندیان کړي، شکنجه کړي او وژلي دي. دا لیستونه باید د افغانانو د قانون پوهانو ټولني ته وسپارل سي. هغوی به د خپلو نورو افغانانو په مرسته اجراآت کوی او بیا که له سلو تنو څخه پنځه تنه په سزا ورسیږی، هم به زموږ مسؤو لیت رفع سوی وي. اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی باید زړونه سره نیژدې کړو او له بیځایه تورونو لګولو څخه ځانونه وژغورو. که موږ، خدای مه کړه، همداسي په پردیو هیوادونو کي مهاجر پاته سوو نو زه یقین لرم چی نه د چا ګریوان ته لاس اچولای سو او نه څوک محاکمې ته کشولای سو. او که افغانستان زموږ سو نو زه ایمان لرم چی هلته به حق و حقدار ته رسیږی او ظالم به دار ته رسیږی.