کور / تازه خبرونه / دخوست دګربزو ولسوالي د امنيي قومندانۍ مالي امر ووژل شو

دخوست دګربزو ولسوالي د امنيي قومندانۍ مالي امر ووژل شو

ناڅرګندو وسله والو د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ، د امنيې قوماندانۍ مالي امرپداسې
حال كې وژلى، چې له خپل كوره دندې ته پر لار ؤ. د ګربزو ولسوالۍ امنيې قوماندان
سمونيار بسم الله وايي، چې دا پېښه د ګربزو او تڼيو ولسوالۍ ترمنځ د سيګۍ په نوم
سيمه كې شوې. قوماندان وايي، چې نوموړى د دوو موټرسايكل سوارو له خوا، چې ګمان كيږي
د دولت مخالف وسله وال طالبان به وي وژل شوى، خو تر اوسه يې په تور څوك نه دي نيول
شوي. تر دې مهاله وسله والو طالبانو هم د دې وژنې په اړه څه نه دي ويلي. د يادولو
ده، چې له دې وړاندې هم د خوست په بېلابېلو سيمو كې ځينې دولتي مامورين، د طالبانو
له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي.