کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانانو د سیاسې جرګې خبرتیا!

د افغانانو د سیاسې جرګې خبرتیا!

ټول هغه جنګسالاران، ، غله، وطن پلورونکې، جاسوسان ، بې عقيدې او بې عاطفې زورور چې له خدای ( ج) څخه وېره نه لرې او افغانستان يي له درو لسيزو راهیسې وران ويجاړ کړ، ملت يي وواژه، افغانې ارزښتونه، انسانې حقوق او اسلامې اصول يي تر پښو لاندې کړل، باید د اسلامې شریعت د اصولو له مخې محاکمه شې.چې د ولس قاتلین په سزا ورسيږې، خدای (ج) راضې شې، او حق حقدار ته ورسيږې.


پښتون خوځښت د ټولو مجرمينو د محاکمې غوښتنه کوې، هيڅ یو مجرم تر معافیت لاندې نه شې راتلی، او نه هم یو شخص/ ډله د هغوی معافیت په لاس کې اخيستلی شې.
د پښتون خوځښت ( د افغانانو د سیاسې جرګه) د ټولو هغه جنګسالارانو، ، غلو، وطن پلورونکې، جاسوسانو , جنایتونو، جرمونو، وژنو په اړه څيړنې پیل کړې. چې دروسانو د وتلو وروسته يي افغانان افغانستان او سېمه شاهده وه.


پښتون خوځښت د ټولو ليکوالو، ټولنو او بنسټونو څخه چې د نړئ په هر ګوټ کې وې هېله کوې ، چې د هر یو جګړه مار ،پيښو، جرمونو په اړه چې د افغان غميزې پیلامه وه، خپلې څيړنيزې ليکنې، ویډيو،ورته اسناد شريک کړې. خوځښت به ټول دا څیړنې د څيړنيزو راپورونو او کتابونو په بڼه په دننه او بهر کې نشر کړې. تر څو ټول زورور عدالت ته وغوښتل شې.
هېله ده خپلې ليکنې، اسناد، تبصرې، تصويرونو، ويډيو، نظرونه او ورته مواد زموږ په لاندې ایمیل ادرس شريک کړئ.


ايمیل: pashtonistan@yahoo.com
د خوځښت د څیړنو څانګه-کابل