کور / اسلامي / شيخ عبدالقادرجيلاني اوشيطان

شيخ عبدالقادرجيلاني اوشيطان

بسم الله الرحمان الرحيم


نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
شيطان چي دانسان ډېرخطرناک دُښمن دی اوکوښښ کوي چي په يوه طريقه انسان
گمراه کړي،له  دې مخکي موږ:دشيطان پوستې،ترسرليک لاندي يوه ليکنه خپره
کړې وه چي شيطان دانسان دگمراه کولولپاره له اووپوستوڅخه کاراخلي.
په دې هيله چي هغه مولوستلې وي،اوس غواړم چي په دې هکله يوه کيسه وليکم
چي له هغې څخه هم دشيطان حالت  معلوميږي چي داڅومره خطرناک دښمن دی اوپه
څومره مهارت سره دانسان دبې لاري کولولپاره هڅي کوي.
هغه کيسه داده:
شيخ عبدالقادرجيلاني(چي په پيران پيرصاحب سره مشهوردی)رحمه الله له
بُغدادڅخه بهرووت،په هواکي يوه رڼااوشغله پيداشوه اوددې رڼاله لوري داسي
اوازورباندي وشو:
ياعبدالقادر!اناربک احللتُ لک المحارم !
(اې عبدالقادره!زه ستارب يم،حرام اونارواشيان مي تاته حلال کړي دي)يعني
که په راتلونکي کي ته عبادت نه کوې،لمونځ،روژه، اونورعبادتونه
پرېږدې،نوته گناهگارنه يې.همدارازکه هره گناه کوې،ته گناهگارنه يې!
شيخ عبدالقادرجيلاني رحمه الله فرمايي چي مادقرآن کريم دې آيت مبارک ته
فکروکړوچي الله پاک خپل پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته فرمايي:واعبُدربک
حتی يأتيک اليقين .
(ته دخپل رب عبادت ترمرگه پوري کوه)
نوچي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته الله پاک حرام حلال نه کړل
اوترمرگه پوري ورته دعبادت کولوامرشوی دی،نوزه څوک يم چي ماته دي حرام
حلال شي؟
نوزه پوه شوم چي  داشيطاني اوازدی،غواړي چي ماپه دې توگه ښکارکړي اوبې
لاري مي کړي  نوشيخ صاحب ‌ږغ ورباندي وکړو:اخسألعين!!
(ملعونه چغه شه)
له  دې وروسته په هواکي دودپيداشو،نومعلومه شوه چي رښتياهم شيطاني معامله وه.
ليکن بيايې ږغ ورباندي وکړوچي گمراه کړی مي وې خوخپل علم راڅخه خلاص کړې!
 شيخ عبدالقادرجيلاني رحمه الله فرمايي چي زه پوه شوم چي په دې خبره کي
بيادوکه راکوي،په خپل علم مي مغروره کوي،نوبيايي ابليس ته وويل چي خپل
علم نه يم خلاص کړی بلکي دالله پاک په فضل سره خلاص شوم(الطبقات الکبری)
دې کيسې ته په ځېرېدلوسره جوتيږي چي شيطان داسي خطرناک دښمن دی چي انسان
بايدترې غافله نه شي اوهروخت بايدورته متوجه واوسي،څوداسي نه شي چي شيطان
مودالله پاک له لاري واړوي اوله ځان سره موملگري کړي اوددې سره سره
بايدله الله پاک څخه انسان هروخت دُعاگاني هم وغواړي چي الله پاک موپه
خپل فضل سره له دغه
خطرناک دښمن څخه وساتي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين