کور / شعر / د قدرت الله حداد صیب په یاد کی

د قدرت الله حداد صیب په یاد کی

یو درون پښتون او وو سوچه پښتون
په ظاهر او په باطن کی سوترا پښتون


ماتم دی په هر کور کی او خپګان دی
په  ویر دی او  په   ژړا   پښتون


تل یی کړی وو جنګ د پښتنو لپاره
درویش وو، ملنګ وو او ساده پښتون


شوه  لر او برټول  پښتانه  یتیمان
د زړه آواز وو هر چا او بابا پښتون


ناموس وو، غیرت، ننګ او شان وو
پت وو، وقار او وو صفا پښتون


هره خبره یی د ګل هر بیان یی ګلچین
او به نه مومی پښتانه اوس داسی تکړه پښتون


نه یی قدرت درلود او نه یی واک وو په لاس
مګر همه واړه ته وو قدرت الله پښتون


د ستا خدایی هم په لړزید و شوه خدایه
کله چی درتلو زمونږه دا ښایسته پښتون


دا دنیا راته احمد ه اوس خړه سپوره ښکاری
نه پکی پښتو پاتی شوه او نه رښتیا پښتون