کـــــــــــما ل
د انسـا ن ارزښت د عــلم پــه کـما ل کي
بې کما له خـلـګ نــــه وي په جمـا ل کي
کـــــه غنچې غنچې د ګـــلو د رځـړیږې
قــدرمنــد وي دعــطرونو په سمبـال کي
داسمان پرمخ تــــــیا ره خـپره خپره شي
خوښایست یې وي دستورو په مهـا ل کي
سپوږمۍ ښکلې د فــلک پرمـخ ځـــلیږي
نذ یر نسته سپین بـــدن یې پـه مشـا ل کي
کـــه انسان تنویر دعــــلم په ړنــــــا وي
چي پخې تجربې نه وي پـــه زوال کــي
خوشبختي نغښتې د عــــلم پـه زانګـو کي
امانزیه که څوک کښیني سم په ټـا ل کي
۲۸ نومبر ۲۰۱۱
ټپیزي »