کور / کره کتنه / سلفیت دیوه سیاسي ګوند په بڼه ؟!!

سلفیت دیوه سیاسي ګوند په بڼه ؟!!

تر ډیرې مودې مي د سلفیانو پورې د اړوندې ګروهي یو څه ډیر خوښیدل، او هغه دا چي دوي وایی چې مونږ غواړو په قران اوپه حدیثو باندی لکه څنګه چې دي عمل وکړو . خو بدبختانه ددوي له نظره نور ټول په غلطه او ګمراه لاره روان دي بلکه دا نوي ځوان سلفیان چې دیو څو حدیثو پرته نور ددین په الف و ب هم اګاهي نه لري اوسلفیت ورته یواځي دپښو په ازادو ایښودو او یا په زوره دامین په ویلو تر سترګو کیږي دکفر او شرک ټاپي یی په جیبونو کې اچولي او سمدلاسه دخپل ځانه او دخپلو ملګرو پرته ورته نور ټول کافر او مشرک په نظر راځي .
خو ددوې دا کار که څه هم تر ډیره پورې د کرکي او نفرت وړ دې ، اما زما د ټولو اندیښنو سره یی هم زما په عقیده کي کوم ځانګړې اغیز ونه کړ . خو کله مي چي په مصر کي د سلفیانو د النورد ګوندد مشر عماد عبدالغفور سره د الجزیری مرکه ولوسته نو ماته یی ډیر زیات شکوک راپیدا کړل اوپه دې فکر کي شوم چې سلفیت اصلا یوه عقیده نه بلکه یو سیاسي ګوند دي چي د سعودیانو د پادشاهي نظام د پتروډالرو په واسطه تغذیه کیږي او موخي او اهداف یی په نړۍ کي د سعودي د نظام بقا او د سعودي د نظام په څیر د نظامونو تولید دي .
سعودیان هم لکه دپخواني شوروي اتحاد په څیر د خپل اند دپرمخ بیولو له پاره ددغسي ګوندونو د بنسټ ایښوولو له پاره په زغرده کار کوي ، روسانو یا پخواني شوروي اتحاد دکمونستي فکر له پاره په نړۍ کي د کمونستي غورځنګونو له پاره بې حسابه پانګه مصرفوله ، امریکایان د دیموکراسۍ د ودي او نمو په خاطر په نړۍ کي د خپلو جاسوسی کړیو په واسطه او یادیو شمیر این جیواوګانو له لارې په ولسونو کي ور ننوځي او سعودیان دسلفیت له لارې او هم دهمدي سلفیت له اړخه د خپلو جاسوسي کړیو په واسطه ساده لوحي مسلمانان د رسول الله صلي الله علیه وسلم په حدیثو باندی دعمل تر نامه لاندي را ټولوي اوبیا ترې خپل کار اخلي .
دا په داسي حال کی چې دسلفیت تر نامه لاندي ګروهه د ال سعود دکورنۍ او محمد بن عبدالوهاب د مذهب سلفیت ترمنځ د کړي ژمني وروسته رامنځته شوي . د سعوديانو تاریخ دا ډاګیزه کوي چي د ال سعود دکورنۍ او دمحمد بن عبدالوهاب ترمنځه ، د سعودي عربستان د نظام د جوړښت سره سم دا ژمنه وشوه چې مذهب به یی دمحمدبن عبدالوهاب کورنۍ ته پاته کیږي او سیاست به یی دال سعود کورنۍ ته .
ددغه نظام د جوړښت پیړۍ لا هم نه ده تیره شوي چي سلفیت د پټرو ډالرو په مرسته په هرې اسلامي ټولني کي خپور شو اوپه اسلامي امت کي یی د ولسونو د ویش یوه بله ستره ستونزه راپیدا کړه .
اما ددي سیاسي ګوند نظر هغه وخت ښه را ډاګیزه شو چې په مصر کې دټولټاکنو په وخت کي یی څه رایی تر لاسه کړي . تاسي ددي ګوند نظر دهغه دمشر له خولي ښه درک کولي شئ : هغه دامریکایانو سره د اړیکو په اړه وایی چي : د امریکی د باندنیو چارو وزیری هم دا وویل چی دوی له سیاسی ګوندونو سره چی دیموکراسی ته متعهد وي، مذاکراتو ته لیواله دي او ورڅخه ملاتړ کوي. «زه له خلکو هیله کوم چی د سلفیوالی څخه د یوی مذهبی تګلاری په حیث او له النور څخه د یو سیاسي حزب په توګه توپیر وکړي» . ددي معني داده چي اسلامي عقیده جدا او سیاست یو ځانګړي څیز دي او دا هغه څه دي چي امریکایان اوغربیان یی ارزو لري اوپه سعودي کي نن حاکم دی .
مخته وایی چي : مونږ د مصر اساسي قانون ته چی ورلاندی یی ټول خلک مساوي بلل کیږي، احترام لرو. دا د هر هیوادوال حق دی چی واک ته د رسیدلو لپاره هڅی وکړي، «که زما ګوند هم دا کار کوي او کوم مصري عیسوي ته رایه ورکړي نو حق یی دی چی داسی وکړي.»
دا په داسي حال کی چي د یوه مسلمان رایه او ووټ یو امانت دی او امانت باید همغه چاته ورکړل شي چې وړتیا یی ولري ، نو که چیري یو مسلمان یو عیسوي ته چي داسلام دمنلوپه اساس یی کفر کړئ رایه ورکوي او دالله تعالي له اړخه ورکړل شوي امانت دنا اهلو خلکو په صندوق کی ور اچوي او په ځاي یی یو مسلمان چې دهري لوري یی وړتیا لری پریږدي ایا داسي انسان د سختي نیوکي لاندی نه راځي اوبیا لا څه چي ځانته سلفي هم وایی ؟؟
ددې ترڅنګ د اسلامی ګوندونو اوپه ځانګړي توګه د اخوانیانو سره د اړیکو اویا د اتحاد په اړه خپل آند نه پټوي اوددي پوښتني په اړه چې : داسی ویری هم شته چی د سلفي ډلو او اخوان المسلمین ترمنځ ایتلاف رامنځ ته شي چی په دی سره به نوره ډلی ګوښی شي؟ په زغرده وایی چی :
«د سلفیانو او اخوانیانو ترمنځ ایتلاف ډیر لری دی. د(نورو) ټولو سیاسي ډلو سره ایتلاف ډیر واقعی دی. » ددي معني څه ده ؟ د نورو لیبرالو او سیکولر ګوندونو سره ائتلاف کولي شئ خو د اسلامي غورځنګ چي په دي لاره کي یی شهیدان ورکړي ،خلک یی روزلي او ستاسي مخکښ کسان یی هم روزلی اودې درجي ته یی رسولی اتحاد او یووالي نه شئ کولي ؟ ډاګیزه ده چي ددي خلکو پړې په بل ځاې کې دي ، ددی نمونه او مثال دافغانستان په څیر دي چي په هر ځاې کي چي مجاهدین راپیدا کیږي او د صلیبي ځواکونو په مقابله کی دریږي د سلفي عقیدي خاوندان ورځي اود صلیبیانو په ملاتړ دهمدي مجاهدینو په مقابل کی دریږي او ددوي سره دمشرک په نامه جنګیږي . په داسي حال کی چي پخپله د سر نه ترپښو پورې په شرک او ګندګۍ کي ککړ دي .
ددي یو ښکاره علت دادي چې سعودیان په نړۍ کی داسلامي غورځنګو د څپو څخه ډیر اندیښمند دي ، غواړي دخپل ولس د ځپلو له پاره دسلفیت په څیر داسي یو ګوند ته په نړیواله کچه وده ورکړي چي هم ترې دسعودي دا ظالمانه واکمنی په امن کي پاته شی او هم دغربیانو له پاره د منلو وړوي .


غربیان او په ځانګړي توګه امریکایان غواړي په نړۍ کې دداسي نظامونو سره مرسته وکړي چې دهغوئ سیاست او مذهب یو له بله سره جدا وي ، او نن د سعودي په شرابو او قمار کی مست واکمنان دهمداسي یو نظام خاوندان دي .هلته سیاست د السعود د کورنۍ سره ، چې پادشاه یی دقران تلاوت هم نه شي کولي ، او مذهب دابن باز دکورنۍ سره چي د سلفیت په ګروهه ولاړ او په نړۍ کي دهمدي ګروهي له پاره پټرو ډالر ویشي ، نن به تاسي هیڅ داسي مدرسه او یا دسلفیانو بل کوم خوځښت پیدا نه کړئ چي د سعودی دابن باز دکورنۍ د پټرو ډالرو څخه نه برخمن کیږي . په افغانستان کی هم دسلفیانو تر نامه لاندي غورځنګ د شیخ جمیل الرحمن کنړي له اړخه پیل شو او ویل کیږي چي دمجاهدینو په ګوندونو کي هم هر هغه څوک چي سلفي وو په پرلپسی توګه یی د سعودي د دارالافتاء څخه میاشتني ستر معاش اخیست او دا لړۍ اوس هم روانه ده . همدا اوس په پیښور اودپاکستان اوافغانستان په یو شمیر لويو ښارونو کي د سلفیانو مدرسي او درس ځایونه د سعودي دسلفیانو په ملاتړ چلیږي په داسي حال کي چي د نورو مدرسو پورې اړوند شاګردان په کوڅو کی خیرخیرات غواړي . نه یواځي دا بلکي ددوی کتابونه هم هلته په سعودي کی د ابن باز ددفتر له اړخه په وړیا توګه چاپیږي او بیا په وروسته پاته هیوادو کي توزیع کیږي .ددوي هغه کسان چي په تبلیغي پروګرامونو کي برخه لری اویا د تلویزوني چینلونو څخه خپروني لری ټول د سعودي د دارالافتا او یا د ابن باز د بل کوم دفتر له اړخه تمویلیږي .
په پیښور کی د شیخ امین الله او شیخ عبدالسلام مدرسي یی یو مهم مثال دې . چي تر واک لاندي کمکي بې علمه ځوانانو په دغسي ګروهه کي روزي . او هر هغه څه چي ددوې دطبیعت مطابق دي د حدیث تر نامه لاندي پرې زده کوي او همغه مني او دنورو ټولو مذهبونو حدیث بابس ګڼي او وایی چي دا دعربي څو لیکي دي، ددی او ددي په څیر دنورو ټولو مدرسو ټول مصارف د سعودي د ابن باز دفتر تهیه کوي او شاګردانو ته یی د سلفي تر نامه لاندي شهادتنامه ورکوي اونیغ په نیغه یی د سعودي د سلفیت تر نامه لاندی دجاسوسي سلطنتي کړیو سره نښلوي .
په دې لړ کی په دعوت کي دغه نن د مهاجر په نامه خپور شوي یو مضمون هم ددې شاهدي ورکوي چې هلته یی ګڼ شمیر احادیث هسي د عربي لیکني ګڼلي ، حال داچي په دي حدیثونو باندی تر اوسه پورې ډیر استناد کیږي . په دې اساس ماته داسي ډاګیزه شوه چې دا ډله د حدیثو تر نامه لاندی هماغه د حدیثو نه منونکي او دحدیثو دمنکرینو ډله ده ، غواړي داسلام شکل اوبڼه ویجاړه کړي ، په ولسونو کي نفاق راپیدا کړي ، دجهاد دروازی وتړي او د شرک او کفر په ټاپو دخلکو په مذهبونو باندي لوبي وکړي . دهمدي اوداسي نورو ملاحظاتو په واسطه مي دالله تعالي جل جلا له په لور مخه کړه او عذر مي ورته وکړ چي پدی ډول فتنو کي د پریوستلو څخه مي خوندي و ساتي او په همغه لاره مي رهنمایی کړي چی دهغي درضا سبب ګرځي .