کور / شعر / افغان ناتار

افغان ناتار


د بياض د غزلي په اقتفا




د افغان په مېنه ګورئ څه ناتار ګډ؟


ناموس په سرو، مال  يې څه بازار ګډ؟


کنډ کپر باغ و ګلشن ته چې نظر کړم


ته وا راغله تورکارغان په لاله زار ګډ


چي زمري بې له هيبته لړزېدله


نن يې ګوره په حرم سپي و حِمار ګډ


د چنګېز او د ګورګین دوَر  را ياد سي


چي دا وينم کُشت و خون په خپل تبارګډ


غوڅوي يې د ژوند  وَني په څو رنګه


کور په کور، کلي په کلي يې ښامارګډ


د پردو ټکي، بلاوي پرې را اوري


ورور، تربور يې هم ټولۍ کي د اغيارګډ


هغه ورځ به خدايه کله را رسيږي؟


چي په کور د رقيبانو دا يلغار ګډ


چي د آه و درد لمبې يې اسمان سوځي


د هارون په زړګي ربه څه انګار ګډ؟