کور / اسلامي / د يوه غله توبه

د يوه غله توبه

محمد اويس اسلم


ژباړه :: محيب رحمتي


 حضرت سيدنا فضيل بن عياض رح له نوموړو محدثاو مشهورو اوليا كرام څخه دى، دا په اول كي لوى غل و، يوار د غلا په غرض د كوم كورپه ديوال خوت، چي په دې وخت كي د كور خاوند د قرآن كريم په تلاوت بوخت و او دا آيتيې وايه


الم يان للذين امنوا ان تخشع قلو بهملذكرالله


ژباړه :: كنزالايمان : ايا ايمان لرونكو تهاوس هم هغه وخت نه راغى چي د هغوى زړونه ويښ سي د الله د ياد لپاره ­(پ ۲۷،الحديد:۱۶)


هغه د دې آيت په اورېدو ډېر متاثره سوچي دخداى له ويري په رېږدېدو سو او بې اختياره يې له خولې ووتل : ولي نه زماپروردګاره! اوس د دې وخت راغى


په داسي حال كي چي ژړل يې له ديواله كښتهسو د شپې په يوه داسي ځاى كي كېنستى چي هيڅ هم نه و، د هيڅ شي اواز نه و، لږوروسته هلته يوه قافله راغله، د قابلي ګډون والو په خپلو منځو كي سره وويل :


– د شپې سفر مه كوئ، دلته ودرېږئ چي فضيلبن عياض غل په همدې خواوو كي اوسي


كله چي يې د قابلې  د خلكو خبري واورېدې نور يې پسي وژړل او وې ويل:


–  افسوس، زه څومره ګناه ګار يم، زما د ويري د رسولعليه سلام امت قافلې د شپې سفر نه كوي او په كورونو كي ښځي زما د نوم په اخستلوخپل ماشومان ويروي


تر هغو پوري يې ژړل چي سهار سو، توبه يېوښكه او اراده يې وكړه چي ټول ژوند به د الله د كعبې مجاوري او د الله تعالى عبادتكي تېروم، اول يې د حديث زده كول پيل كړ، په لږه موده كي صاحب فضيلت محدث سو او دحديث ښوونه يې هم پيل كړه،


  اوليا رجال الحديث ص 206