کور / کیسه / ما ليدلئ خوب دی

ما ليدلئ خوب دی

 ما پوخ نيت اوکړو چې نن به ئې را نيسم او تپوس په ترِ کوم چې دې څوک  دې او ولې هر وخت ما پسې ګرځی ـ  چرته چې زه ځم، دې هلته موجود وي ـ  آخر د ده زما سره څه مطلب دې چې ما پسې شوې دې ـ   تر اوسه خو ما دَ يَرې تپوس نه شو کولې چې هسې نه دَ سی آئي ډی سړی وي خو تر کومې ــ  نن مي ورته زړه ډاډ کړو او  ورته اودريد م ـ  ما زړه کې وې چه اودريږه نزدې راشی نو رانيسم ئې ـ  ولې د سترګې په رپ کې په ګنړه کې بيا غيب شو ـ دې هر ځل دغه چل کوی ـ   ډير چالاکه سړې دې ـ مخکې به ترِ زه پټيدم اوس مي ورته ځان نر کړو نو  دې  رانه پټيږی ـ د ده نيت کې څه دی  خبر نه يم  زما خو دومره مطلب دې چه  زان پرې پوهه کړم چې د ده ما پسې د ګرزيدو څه غرض دې .


 نن چې مي اوليد لو نو ما ته ئې شا وه ،  اوږې ته مې ورله لاس کړو  چې اوس مې په قابو راغې ـ  خو زه حيران پاتې شوم چه زما لاس په هوا کې اوچت او ښکته شو او سړې چرته نه وه ـ   بيا  زما  مخې ته ولاړ وه ـ زما نه درې څلور فټه بيرته  ـ زه خو د يرې په رپيدو  شوم چې دا خو بنيادم نه دې څوک د پيريانو د قوم نه دې ـ  ما ته ئې اوکتل    ” ولې او يَريدلې ؟ “


” ته پيرې ئې ؟ “


” نه پيرې نه يم “


“ما درباندې لاس کيښود او زما لاس خوشې لاړ ؟ “


٫٫ زه فرشته يم ـ ما ته عزرائيل وائي ”


” عزرائيل ! “


“هؤ “


” اوس پوهه شوم ـ زما وخت نزدې شوې دې ، ځکه راپسې مرګ له ګرزې ؟ “


” زه خو مرګ يا وژله  نه کوم ـ  په دې کار خو بند يان اخته دی ـ  وژله او مرګونه هغوئې کوی ـ دا زما کار نه دې “


” ته عزرائيل ئې او وائې چې ته مرګ نه کوې ؟ “


” درست خبره دِ اوکړه “


” ستا مطلب دې، ته دَ مرګ فرښته نه ئې ؟”


” ما درته او وې چې زه مرګونه نه کوم ـ  د مرګونو دا کا ر تاسو بنيا دم پخپله  کوئې “


” چې ته مرګ نه کوې نو ته نور څه کوې؟ “


چې په دې پوهه شوم، دې مرګ نه کوی نو لږ سا ه  مې ځائې له راغې او لږ زړه ور شوم ـ چې دې  زما وژلو له ما پسې نه ګرزی نو نور تپوسونه مې ترِ شروع کړل ـ


” مونږ خو د وړکوالی نه اوريد ل چې عزرائيل د ا ټول مرګونه کوی او مرګونه ورته معاف دی ـ اوس ته وائې چې ته دا کار نه کوې، نوما لږ پوهه کړه چې ته نور څه کوې ؟ “


“څه وخت چه روح د وجود نه وزګا ر شی نو زه د هغې روح ، د دې د نيا نه په تلو کې رهنمائي کوم“


“دا دِ نوې خبره اوکړه ـ  ښه دا راته اوائيه، چې ته زما په روح پسې راغلې ئې؟ “


” نه ـ ما ته لا حکم نه دې شوې  “


تر دې مونږ خبرې کړې وې چې دې سمد ستی غيب شو ـ زۀ پوهه شوم چې د چا روح ته ئې زان او رسؤلو ـ  زۀ حيران پريشان کورته را روان شوم  بيا پوهه شوې نه يم چې څه وخت اوده شؤم ـ


  نا څاپه د ژړا په آواز را ويښ شوم ـ  څه ګورم  چې دَ وَنې په سوري، په غولي کې، په کټ کې ملا ست يم ـ بلا ښځې د کټ نه چا پيره، څه ناستې، څه ولا ړې  دی ـ  ژاړی، څوک مخ وهی، څوک سِينې په دواړه لاسو ټکوی ـ  او په ژړا ژړا کې څه وائي ـ  حيران شوم چې دا د ې ښځو څه ډرامه روانه  کړې ده ـ  غوږ مې ورته کيښود  ا و د يوې ښځې په آواز مې زان پوهه کولو کوشش اوکړو ـ  زان له ئې مخ وهه ” وئي کاکا ولې لاړې، مونږ دِ يتيمان پريښودو ! “


 بلې په ژړا کې آواز اوچت کړو ” وئي زما خوږه روره، ته ولې دَ شپيتؤ کالو ځوانی مرګ شوې،  په دې عمر کې رانه خپه شوې –  لا خو ستا د لوبو ورځې وې “


ما زړه کې وې ګوره دې منافقانو ته ـ څه په دروغه ژاړی او لوبه ئې جوړه کړې ده ـ دَ کټه د پاسيدو نيت مې جوړ کړو چې دا ښځې اوزورم  او دَ کوره ئې اوباسم ـ خو لاس قدرته مې هم ا و نه خوزيدو ـ بل ځل مې بيا کوشش اوکړو خو هيڅ ترنه جوړه نشوه ـ نو پوهه شوم چې عزرائيل راسره په ګپ ګپ کې کار اوکړو ـ ځکه به راپسې ګرزيدلو ـ ځه! خداۍ دِ ورسره ښه  شی چې په مرګ ئې هډو پوهه نه کړم ـ   کنې زۀ خو به د مرګ نه ډير يَريدم ـ دې نتيجې ته  وَرسيدم چې زۀ مړ يم ا و مړې په کټ کې  پروت يم ـ  او  دې ښځو ځکه د ژړا دا ډرامه جوړه کړې ده ـ


        بيا يو څو نارينه دننه راغلل، ښځې ئې زما نه وَشړلې او کټ ئې اوچت کړو او جما ت ته ئې يوړو ـ  هلته د مړو لمبولو د پاره يوه غسل خانه وه هغې ته ئې زما کټ وردننه کړو، جامې ئې رانه اويستې، ما ډير زوږ جوړ کړو چې  سړو خداې ته اوګورۍ جامې رانه مه اوباسۍ، ما په دې مړ حال کې ولې شرموۍ ـ خو زما چا اوريدله ـ  هغه خو څه کړې چه په دې ژمي کې ئې په يخو اوبو اولمبولم


ما خو په ژوند کې ټول عمر په ګرمو اوبو او خوشبودار لکس صابون لمبل ـ  ځمونږ کور ټوله ته پته وه او هغوئي  ډير ښکلې قيمتی او خوشبودار صابن زما غسل له ورکړې وه  خو دې دَ غلو ځامنو هغه پټ کړو ا و خداۍ خبر د کوم ځاۍ نه ئې دَ جامو اينزلو يوه کلکه او زړه  ټوټه راوړه  اوپه وجود ئې راله لکه د ګټې مَږله ـ ډيرې چغې مې اووهلې ـ ټولو په غوږونو کې بوجې ورکړې وې ـ خداې دِ  داسې مسلمانانو ته سړې  چرې نه مړ کوی ـ هډو دَ سړی ځامن نه دی ـ په زړه کې مړی له هيڅ رحم نه لري ـ خير چې کفن ئې راته واچوؤ نو لږ مي ساه سم شو کنې دې ظا لمانو خو په يخو اوبو زۀ هډو وژلې وم ـ


           ما په خپل ژوند کې د چا سره چرۍ څه بد نه دی کړی که وَس به مې کيدو نو ښه به مې کول زمونږ دا چم ګاونډ ډير لوې دې ـ پدې کې ښه په ګيډه ماړه خلک هم شته، سفيد پوش پکې هم شته، او په ځنې ځنې کورونو کې چرسيان او بې خونده ځلمي هم دي چي هيڅ کار ما ر نه کوی او د مور ا و پلار د پاره عذاب دی ـ ا و غريبان پکې هم دي ـ ما او ستا کره په لږ ډير کا ر کولو ډوډئ بيا مومي ـ ما به په اختر شوقدر د دې غريبانو څه لږ ډير امداد هم کولو ـ دغه چرسيان او وزګا ر  به مې خوښ نه وه که څه به مې ورته ورکول نو ورسره به مې ورته يو لکچر هم ورکولو ـ پيسې به ئې خوښې وې خو زما لکچر  ئې خوښ نه وه  ـ  ځنې غريبان  را نه په دې خبره خپه وؤ خو څه مې کړې وې  زۀ هم د خپل عادت د لاسه  مجبور وم ـ


د لمبولو او کفن نه پس ئې د جنازې کټ کې واچوَلم ـ ا و جمات ته ئې  دَ جنازې مونز له را ا وو يستم  زما په جنازه ډير خلک را يو ځائې شوې وه ـ  دَ خلکو په دې خبره مې زړه ډير خوشحاله شو او د زړه نه مي ورته دعا اوختله ـ  خلکو د جنازې د پاره صفونه برابر کړل نو ملا صيب  را مخکې شو او الله اکبر ئې کړل ـ ما چې ورته اوکتل نو مې په زوره چغې جوړې کړې  چې ملا خو بې اودَ سه الله اکبر کړل ـ    دې ملا غرق کړم ـ  آخرت ئې راله برباد کړو ـ  ډيرې چغې مې او وهلې خو چا  اوريدې ـ جنازه ئې راله اوچته کړه  او قبرستان ته روان شو ـ بيا خپل خپلوانو قبر ته ښکته کړم ـ خاؤرې ئې راباندې واچولې ـ  بيا ټول لاړه  خواره شول  ـ  خپلو خپلو کورونو ته لاړۀ  او زۀ ئې دَ قبر په تيَرو کې يوازې پريښود لم ـ


         لږ ساعت تير وه چې ناساپه رنړا شوه – ما زړه کې وې چې لوډ شډنګ لاړ او بجلی راغله ـ په دې کې دوه کسان راغلَه او خپله پيژنګلی ئي داسې اوکړه ” مونږ اَنکر منکر فرښتې يو او ستا انټروِيو له راغلی يو” ـ
ما ترِنه تپوس اوکړو چه د تيښتې څه لار شته ـ
هغوۍ جواب راکړو ” مونږ ستا وهلو له خو نه يو راغلی ـ بس يو څو آسا ن غوندې تپوسونه به درنه کوؤ او د تلو لار به درته برابر کړو”
ما ورته وې  زر شۍ  بسم الله کوئي ـ
بيا هغوۍ څه ګنړ منړ اوکړه او ما ورته په جواب کې څه ګنړ منړ اوکړه –
نو اومبارکی ئې راکړه او يو کارډ ئې راته په لاس کې راکړو چه دا جنت ته د ننوتو ستا پاس دې – او بيا ئې اشاره اوکړه نو قبر غيب شو او د ګلونو ډک يو شين ښائسته پارک کې مې زان ولاړ اوليدو ـ دې کې څه ګورم چه دوه نور کسان، يوه زنانه او يو نارينه، په ښائسته سپين لباس کې ملبوس وؤ او زما خوا له راغله او په وينا شو ” مونږ فرښتې يو ” ـ
” بې شکه چه زما نه سيوا دلته ټول فرښتې دي ـ اوس تاسو زما بل انټرويؤ له راغلی ئې ؟”
په ډيره مينه او پسته ژبه کې ئې اوئيل ” مونږ خو ستا پخير راغلې له راغلی يو “ـ او مخا مخ يود سرو سپينو زرو، ښکلي لوې ګيټ له ئې روان کړم ـ هغه کارډ ئې زما د لاسه واخستلو او د ګيټ په يوه ډډۀ کې يو سورې وه هغې کې ئي ورواچؤ ـ ګيټ لکه د آتوميټک دروازې پشان لرې شو ـ څه ګورم چه د حورو پلټن ولاړه ده او د “پخير راغلې ‘ بل بورډونه ئې په لاسو کې اوچت کړی دي ـ چې نور ورنزدې شوم او په غور مي ورته اوکتل نو هغه حورې نه وې ـ د خوشحالۍ هغه موډ مې په حيرت کې بدل شو ـ دا خلک خو ما پيژندلو ـ ” يا خدايا ! دا خلک په جنت کې ؟ دا ټول خو زما د چم هغه خوار پړک، آواره ، چرسيان، بې مانزه او پليت خلک دی ـ دوئي دلته، د جنت په دې پاکه زمکه څه کوی ؟ “ـ
       دا داسې ځاۍ وه چې وينا له د ژبې حاجت نه وه ـ د زړه خبره به په تندی لوستې شوه ـ هغوئې زما د زړه خبره زما په تندی اولوستله او ما د هغوئي د زړه خبره د هغو په تندو او لوستله ـ هغوئي ما ته بد بد په کتو شول چې ” دا منافق،  بې ايمانه، د نيادار او مطلبي سړې دلته جنت ته څنګه را ننوتو؟” –


بيا يو دم زما زړه بدل شو چې دا هغه دنيا نه ده ـ دا خو جنت دې ـ  زۀ څوک يم چې د خداۍ په فيصلو خپله خوښه بر کوم ـ د خدا ۍ په خبرو خدا ۍ پوهيږی ـ دا ټول خلک د هغه بنديان دی او دا جنت هم د هغه دې او خوښه هم د هغه ده ـ دا سوچ مې زړه ته په راتلو سره هغې خلکو ته  مې اوکتل نو د هغوۍ  په تندو دَ خوشحالئ رنړا ځليده ـ ټول زما نه چاپيره شول او په اوږو ئې اوچت کړم ـ  او دَ ربا ب يو خوږ او ښائسته آواز سره د ټولو سرونه په زنګيدوشول ـ